
ژباړه: نجیب الله خان
۱- تاسو چين، جاپان، او ټولو آسيايي، اروپايي، افریقایي، عربي، اود جنوبي امریکا هيوادونو ته تللی شئ، دوی ټول ما پېژني، زه د داسې هیڅ ملت نوم تاسو ته نشم اخیستی، چې ما نه پېژني.
۲- زه هميشه نه پوهېږم، چې زه د څه په باره کې خبرې کوم، خو په دې تل پوهېږم، چې رښتيا وایم.
۳- زه مجبور نه یم چې سنګه یې تاسو غواړئ، هماغه شان واوسم.
۴- کله چې د سوک وهنې څخه تقاعد شوم، زما ریښتنی کار پیل شو، ما د مينې په بېړۍ کې سفر پيل کړو.
۵- زرګونه خلک شته، چې له موږ سره کومک کوي، خو زرګونه خلک شته، چې موږ ورسره کومک کوو.
۶- کله چې زما سره مقابلې ته راځئ، نو دروازه مه بندوه، ځکه چې د څلورم رونډ نه وروسته زه تاسو کور ته لېږم.
۷- کله چې مې سوني لیسټون ته ماتي ورکړه، نړۍ ته مې ټکان ورکړ.
کله چې مې جيورج فورمن ته ماتې ورکړه، نړۍ ته مې بیا ټکان ورکړ.
کله چې د اسلام مبارک دین مې ومانه، مسلمان شوم، یوځل بیا مې نړۍ ته ټکان ورکړ.
زه د ټکانونو له کوره یم .
۸- داخبره تل په یاد ولرئ، چې زه تر ټولو ښه وم.
۹- زه تل په ځان باور لرم، چې زه یې ګټلی شم.
۱۰- زه سوک وهنه نه يادوم، خو سوک وهنه به ما یاد کړي.
۱۱- که زما د ماتولو نیت حتی په خوب کې هم ولرئ، نو راويښ شئ، او له ما څخه بښنه وغواړئ.