غزل

  داوښکوتويې چې لښکرمې نه کړې
شېبه کراريم چې نظرمې نه کړې
ښه ده په خيال غرورچې ښه ښکارېږم
ډېربه خفه شم چې خبرمې نه کړې
ښوته بدنه وايم عادت مې نه ده
تيارې به لرې کړم چې لمرمې نه کړې
چې عزت نه وي بيايې نه غواړمه
همدلته کوزښه يم چې برمې نه کړې
بيابه پروازکولى نه شمه پرې
راباندې مات ګوره وزرمې نه کړې
شېبې مې پرېږده چې ښه وژاړمه
مرګه ظالمه چې له سرمې نه کړي
زه دژوندون ترخه کيسه ليکمه
ځوي دپيسونه يم زرګرمې نه کړې
غليمه رنګ دې راته بل رنګ ښکاري
چې دوه ټوټې نه شم خيبرمې نه کړې
 

ښاغلي امين زى ته!
داڅوشيان به ترزنده گيه راسره وي
خدمت دخپلې ژبې اوهېوادبه ترمرګيه راسره وي
افغان،قام به نوڅنگه شملوپه نړۍ نه وي
ټپې چې دملالۍ ترسلګيه راسره وي
پښتوبه نوپه څه يوه بډايه ژبه نه وي
چى ګل غوندې ليکوال ترامين زيه راسره وي
تازه ګل احمدزى
 
 
پرېږده
همت الله امين زى
درتللاي نه شم راته ليک کې ځواب پرېږده
مسلمان شه نورڅښل دشراب پرېږده
هرلمانځه کې دوصال شېبه آرمان کړم
چې سينګارکړي ګرانې زلفې محراب پرېږده
چې خماردزلفوسيوري ته بيده شم
چې شبم شم مې شېبه په ګلاب پرېږده
بي له ماچې بل درګوري زړه مې نورشي
څوک درنشي داسې زوړنډتناب پرېږده
خوښ مې نه شودډولچى آشنايي نه کړم
غوږمې مه خوره درزهاردرباب پرېږده
دنيايي غمونووخوړم ملګرو
يم ميله کې مې آرامه اعصاب پرېږده
څه شي ليکم يم دمينې امتحان کې
چې ملاشم مې لوستوته کتاب پرېږده



تايادوم
همت الله امين زى
دې ورځې هره خواخوره ښکاري رڼايادوم
چې شپه سهارشي لمرراوخېزي سبايادوم
نړۍ دې ړنګه شي چې بنګه شي بوره بوره شي
ژوندتېرشي هېرشي څوک پرې پوه نه شي وفايادوم
دقلمه ثاني زه نه وينم چې سم وڅرخي
هېره مې نه ده قنداري خورمې بېديايادوم
دحق پرست نجيب ستاينه دې په ځاى کړېده
سلام دې ورسيدترماسلام پرتايادوم
چېرته اغلې دي ښاغلى دي په ځان نازېږي
غوره هغه دى ( امين زى) زه يې حيايادوم
 
غزل
همت الله امين زى
ښايستې ته ترې ښايسته يې آسمان څه ملامت دى
په لوړاوټيټ چې نه ده تابان څه څه ملامت دى
تاکوم ښونځى لوستى په کتارکتاربه ورشي
نالوستي اوکه لوستي دي دوران څه ملامت دى
پکتياکې به څه حال وي زه ميدان کې په تاوياړم
دافغانستان هېواديې ميدان څه ملامت دى
آشناراديووياندې پښتوژبې ملالې
قلم دې چې ستاينه کړي داستان څه ملامت دى
ټول لربرپښتانه دي خړخيبرمې يادته راغى
چې ژبه مويوه بيامکان څه څه ملامت دى
 
 
ځوانيمرګ محمدالله دکابل پولي تخنيک پوهنتون دساختمانى پوهنځى دصنعتى اومدنى ودانيودڅانګې دپنځم اووروستى کال محصل دمرگ په ياد ٢٨\٤\١٣٨٥  لمريز
همت الله امين زى
لاړې دنيانه ته نيمګړيوآرمانونويووړې
ته نامراده پاتې شويوکاروانونويووړې
ښې خاطرې دې راسره دى انجينره وروره
دګل په شانې ته ناهيلوفريادونويووړې
درکړى خداى وؤپه اندام څومره غښتلى وې ته
خوچې پوره دې شوه هغه شېبه يادونويووړې
دبڼ غوټۍ وې ته وې نوى غوړېدوته تيار
ته شوې داوړى باران لاړې سېلابونويوړې
نوردې دژونددآرمانونوبېړى ړنګه ښکارى
څه دې په زړه وؤدرنه پاتې شوبادونويووړې
الله (ج) دې وبښه جنت درته برين غواړم اوس
 له دې دنيانه خوکارونوکړاوونويووړې
(امين زى) ډېرپه تاغمګين شوځوانيمرګه (محمدالله)
لاړې جداشوې ته دزړه دسردردونويووړې


دزلفوول
همت الله امين زى
لاړم ورځم له ماخفه لاس کې مې ګل نيولى
داچې په لاره وي روانه مايې پل نيولى
ترمحکمويې رسولى يم تورن يې کړمه
وايي چې مينه کوي مينه ول يې غل نيولى
نسيمه ورشه دسهارته مې ډالۍ يې ورته
کنه ميراث يم رانه ژونديې په کابل نيولى
زه يې حياله لارې ووېستم مين يې کړمه
بله خواګوري رانه چپ يې زلفوول نيولى
اوس يې تصويرزمادسترګورپ کې زړه ايښي دى
فېشني نه ده طبعي يې حسن ځل نيولى
نيمه بيده،خماره مسته وه اوس نده هسې
ملامت زه يم زماسهوې تسلسل نيولى
شونډې مې وچې دي باران (امين زى) څه وکړمه
زړه مې يې وړى خيال يې وړى ماغزل نيولى
 
 
زړونه
همت الله امين زى
له پېغلوچې راضي يم رازونه يې ښايسته دي
دوربانډوکې اوسي چې غرونه يې ښايسته دي
چې حسن پرې امباردى عجيب شانې دوران دى
وعده باندې وفاکړي کارونه ښايسته دي
کمکۍ چې شي رالويه نوشرم کړي له رويه
وضيعت دپخوانوکړي نازونه يې ښايسته دي
بې ځايه ګډانه کړي ميراث دى ورته پاتې
خوله خلاصه په خنداکړي غاښونه ښايسته دي
بهارورته حيران دى،سيالي يې کړلاى نه شي
يې کوم يومثال ووايم نومونه يې ښايسته دي
چې شونډوکې موسکی شي،ترلښتې هم تنکی شي
يې پاس دزړه په سرږدي ګامونه يې ښايسته دي
په څه کې يې ډوب شوي خمارخزان ښکارېږې
بلاکړي (امين زيه) لاسونه يې ښايسته دي
 

لېونۍ
همت الله امين زى
داڅه وايې داولې لېونۍ شوې اوکه څنګه
امبارخاورونه لاندې شې ګونګۍ شوې اوکه څنګه
زماپه خيال دې تورټوپک بې شمېرډزونه وکړل
په توره ژبه يوځل بريالۍ شوې اوکه څنګه
دانازدې له چازده کړ دادې څه خېل کرداروکړ
کږه شولې،خپره شولې،کيږدۍ شوې اوکه څنګه
خفه دې کړم ، هيله دې کړم ته هېڅ نه شوې نادانې
هيله هيله چې اوس ګل شوې غوټۍ شوې اوکه څنګه
وجوددې زماوسيزه ايرې شوۍځينې پاتې
دايوناڅاپه څنګه سپېلني شوۍ شوې اوکه څنګه
دخيال په خوب دې وينم هرڅه لرې شې نږدې يې
په نشت واوره باران کې ته للمۍ شوې اوکه څنګه
همت (امين زى) ولې بې همت ترخيال دې راغى
چې لاړلې اولاړلې پردې شوۍ شوې اوکه څنګه
 
 
 يادښت:
شکيبا څانګه اماج ،  د شمشاد ټلويزيون خوږ ژبې ويانده وه ، چې د جمعې په شپه په خپل کور کې ( کابل ښار کارته مامورين ) چا پرې ډزې وکړې او دغه تنکى څانګه يې په وينو ولمبوله
شکبيااماج چې دوستانواوکورنۍ ورته له نازنه څانګه اماج ويل،دجمعې ماښام دغبرګولي دمياشتې په ١٠١١ نېټه دکابل ښاردمامورينودکارته په سيمه کې په خپل کورکې په ډېرمظلومانه ډول په قتل ورسول شوه،څانګې اماج د ١٩٨٦ ميلادي کال دفبروري دمياشتې په دويمه نېټه فانې نړۍ ته سترګې پرانستې اودخواږه ژونديوويشتم پسرلى يې نه ووتېرشوي چې دشهادت لوړمقام يې خپل اوفاني ژوندته يې دهمېش لپاره دپاى ټکى کېښود،اودمرګې په ابدي خوب بيده شوه.
چې دجمعې په ورځ له غرمې وروسته په خپله پلرنۍ هديره دميدان وردګوولايت دسيدآبادکې خاوروته وسپارل شوه.
ارواح يې ښاده اوياديې تل .
څانګې
همت الله امين زى
لاړلې لاړلې شهيده شوې بلبلې څانګې
دشمشادڅلې څانګې،دشمشادڅلې څانګې
ځاى دې خالي ګڼمه،ژونددې فاني ګڼمه
دنطاقۍ ډګرکې،څانګې وتلې څانګې
ته پسرلى وې خورې،ژمى شوې ورژېدې
دګلاب ګلې څانګې،دشمشادڅلې څانګې
اوس به دشمشادشمله بالاڅوک کا
اوس پسې نارې شکېباڅوک کا
اوس به امين زى وروريې لالاڅوک کا
اوس به دشمشادپرده رڼاڅوک کا
ژوني په ټوپک داسې خطاڅوک کا
وي که مسلمان داسې جفاڅوک کا
نه راځي دمرګ نوم په خوله نه راځي
لاړه شکېباخوربېرته نه راځي
ډزدتومانچې يې له زړه نه راځي
تللې له دنياپه دنيانه راځي
تېرشوعمرتېر په بير ته نه راځي
لاړه څانګه لاړه څانګه نه راځي
لاړې په مرګي ژونددې فاني پرېښود
بل دې په خپل کورکې ځاى خالي پرېښود
ياددې دټولنې هرځلي پرېښود
لاړې امين زى وروردې باقي پرېښود
لاړلې شمشاددې په مرګي پرېښود
لاړې په مرګي ژونددې فاني پرېښود
لاړلې شمشاددې په مرګي پرېښود