
ژباړه: نجیب الله خان
۱- هغه ماشومان چې نوي زيږيدلي وي، عمر یې د یوې مياشتې څخه تر دوو مياشتو پورې وي، په یوه شپه او ورځ کې باید له څوارلسو ساعتو څخه تر اتلسو ساعتو پورې خوب وکړي.
۲- هغه ماشومان چې عمر یې له دریو مياشتو څخه تر يوولسو مياشتو پورې وي، په یوه شپه او ورځ کې باید له ديارلسو ساعتو څخه تر شپاړسو ساعتو پورې خوب وکړي.
۳- هغه ماشومان چې نوی یې تګ زده کړی وي، عمر یې له یو کال څخه تر دریو کلونو پورې وي، باید په یوه شپه او ورځ کې له دوولسو ساعتو څخه تر څوارلسو ساعتو پورې خوب وکړي.
۴- هغه ماشومان چې عمر یې له دریو کالو څخه تر پنځو کالونو پورې وي، باید پـه یوه شپه او ورځ کې له يوولسو ساعتو څخه تر ديارلسو ساعتو پورې خوب وکړي.
۵- هغه ماشومان چې عمر یې له پنځو کالو څخه تر دوولسو کالو پورې وي، په دغه وخت کې ښوونځي ته هم ځي، نو باید په یوه شپه او ورځ کې باید له لسو ساعتو څخه تر يوولسو ساعتو پورې خوب وکړي.
۶- هغه ځوانان چې نوي زلميتوب ته رسيدلي وي، عمر یې له ديارلسو کالو څخه تر اوولسو کالو پورې وي، باید په یوه شپه او ورځ کې له نه ساعتو څخه تر لسو ساعتو پورې خوب وکړي.
۷- هغه ځوانان او د پاخه عمر کسان چې عمر يې له اتلسو کالو پورته وي، باید په یوه شپه او ورځ کې له اوو ساعتو څخه تر نهو ساعتو پورې خوب وکړي.