ورېځــــې دي دا تورې که، لوګــــی زمـــــا د سوي زړۀ
څاڅکي د باران دي که،مې اوښکې د خوږ شوي زړۀ
لاړ شه يار ته وايه چې، بيلتون را باندې زور شو نور
کاشکې بېرته راشې ګني،بس دې نور مـې چوي زړۀ
و يې کــــړم و چــــاته ، او لــــــه چا ځېنې ګيله وکــړم
پــــرېښودم يوازې ګـــــوره، بيا په چا بايللـــــي زړۀ
هېڅ پـــــرې خبر نه يم چـــــې يې،څه کړي او څه کوي
ورک ئې کړم له کوره او، هم ورک ئې کړم له کلي زړۀ
دا چې ښکلو سترګو ته د هر ښکلي،ځــير،ځـــير ګورم
نور مطلب مې نشته ، کړم لټون د خپل ورک شوي زړۀ
پــــــرې يې ږده مئينه!د اشنا کلــــي ته لاړ دې شــــــي
کلـــــه د چـــــــــا اوري ، او د چا دې دي منلــــــي زړۀ
پيښور ٢٧/١٠/٢٠٠٩
وروستي