ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
ورځ باران به اوري
رانه آرمان شي پاتې
لاړبه کاروان کې لاړشم
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
هغه دوينوخونړۍ ورځ به وي
هلته به غم وي بېړنۍ ورځ به وي
ډېرې به اوښکې شي گرېوان ته لاړې
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
زماپه مرگ به نړۍ ټوله ژاړي
دافغانانوکلى کوربه ژاړي
وي به يودوه خومگرنوربه ژاړي
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
تاسوخدمت کې تم وم
ورورموباران ورېژېد
ځکه نړۍ فاني ده
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
وي به سېلۍ ورځ دبادونوبه وي
شي به باران اوښکورودونه به وي
وي به ياران يادديادونوبه وي
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
خلک به ټول خبرشي
خووخت به ډېرتېرنه شي
چې زماديادبېړۍ به ډوبه وي نور
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
نوربه نړۍ کې زه ياران نه لرم
نوربه زه نوم دوهم باران نه لرم
نوربه ژوندى بهيرکاروان نه لرم
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
رانه به ژوندکې ژوندآرمان پاتې شي
رانه به هيلې رانه کارپاتې شي
رانه به کورشي رانه قام پاتې شي
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
لاس موتل پورته غواړم
دخداي ولورته غواړم
چې ډېرخوبدڅوک نه وو
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
کابل تعليمي اوتربيتي راديوتلوېزيون دراديوڅانگه ديکشنبې ورځ دماذديگردرې نيمې بجې دغبرگولي جوزاشلمه، ١٣٨٦ لمريزکال
دلغمان ورونه وايي چې:
هره پېغله حوره حوره
هرزلمى غلمان غلمان دى
ملاشک راته پيداشو
داجنت دى که لغمان دى
خو:
مصطفى سالک بياوايي:
څومره چې وزګارزمونږدکلي دي
تاسره يې کاروي چې داولې وي
بس چې شجره دښکليووګورې
ټول دننګرهاروي چې داولې وي
خو:
قادرشاه بياوايي:
کله کله چې خبرې کوي يار
ته به وايې چې سندرې کوي يار
جل وهليه ژونده زېرى مې درباندې
اشارې راته له لرې کوي يار
دحسينوميندې واړه خوست کې لنګې
دغه نورې هسې غورې کوي يار
همداشان په درى ژبه کې هم ځينې ولايتونه ستايل شوي دي.
خو:
زه بياددې ټولوورونوويناوې تائيدوم اووايم چې:
لکه په ښکلېو چې جهان ښايسته دى
لکه کابل کې چې پغمان ښايسته دى
لکه چې ګل دارغوان ښايسته دى
دښايستې غږځوانه ځوان ښايسته دى
په شاعرانوکې کاروان ښايسته دى
په کتابونوکې قرآن ښايسته دى
بهارغازي باندې لغمان ښايسته دى
افغانستان افغانستان ښايسته دى
کې ولايت وردګ ميدان ښايسته دى
وروستي