غزل

 
 
 
راټول ېــې کــړل د ورور نن په لمـنه کې هډوکي
پاخــه ېــې کــړل مــراث ته په بښــنه کې هډوکي
 
دردکــوي چـې خوله درکړم لالـیه سړی خور ېې
دسپــینو غــوښـــو لاندې مــې په زنـه کې هډوکي
 
مار تــرې دبچـــیوغــوښــې تېرې کړې پرستوني
پاتــې تـــوتکـــۍ تــه شــــول په ونــه کې هډوکي
 
نـن پېــغلې چې غیـږتا راکړه نو زه څه ملامت یم
چــې مات دې شــول دمـلا په تېروتنه کې هډوکي
 
بزګــر چې دکوکــنارو په دانــو خــاورې شیـندلې
ښکاره شول دورک ځوان نن په کرنه کې هډوکي
 
پغمان ـ کابل