جالب حقيقتونه/ دوهمه برخه

 
ژباړه: نجیب الله خان
۱. د اسامه بن لادن د مړينې اعلان د ۲۰۱۱ کال د مې په لومړۍ نیټه وشو؛ د هټلر د مړينې اعلان هم ۱۹۴۵ کال د مې په لومړۍ نيټه شوی و.
۲. فرانسوۍ ژبه کې د( surrender) يانې تسليمۍ لپاره،۷۰بيلابيل معادل لغات شتون لري.
۳. د سترګو ګاټی ۲۸ ګرامه دی.
۴. دانسان سترګه ۵۷۶ میګاپیکسله ده.
۵. سترګې په هر ساعت کې ۳۶۰۰۰ بایټه معلومات پروسیس کولی شي.
۶. د انسان سترګې په یوه دقيقه کې ۱۲ ځله سترګکونه (blinks)وهي؛ په یوه ورځ کې ۱۰ زرهځله.
۷. سمندري اسونه (Seahorse) هیڅ معده نلري.
۸. کله چې موږ حرکت کوو، زموږ ۲۰۰ عضلې په حرکت راځي.
۹. د انګلستان څخه د فلوریډا ایالت لوی دی.
۱۰. په اوسط ډول، کيڼلاسي کسان (هغه څوک چې په چپ لاس سره هر کار کوي لکه لیکل، خوړل) د ښي لاسو په پرتله درې کاله مخکې مري.
۱۱. د داسې مڼې د پیدا کیدلواحتمال، چې نیمه سره او نیمه ژیړه وي؛ په یو ميليون مڼو کې يوازې د يوې مڼې پیدا کیدل دي.
۱۲. د مطالعې تر ټولوښه وخت د سهار د ۴ بجو څخه تر ۶ بجو پورې دی، ځکه چې دغه وخت کې دماغ سل فیصده فغاليت کوي؛ تر ټولو بد وخت یې د شپې پرمهال د مطالعې کول دي، چې دماغ يوازې شل فيصده فغاليت کوي.
۱۳. د يوې مڼې خوړل تاسو ته تر یوې پيالې قهوې څښلو زیاته انرژي درکوي.
۱۴. سوياناو آسونه هيڅکله کانګې ( vomit) نه کوي.
۱۵. د سګریټو لیټر له اورلګیت څخه مخکې جوړ شوی.
۱۶. د جامو تڼۍ (button) د لومړي ځل لپاره په هندوستان کې جوړې شوي.
۱۷. د شترمرغ سترګې تر هغه مازغو لويې دي.
۱۸. فیل یوازنی حيوان دی؛ چې ټوپ نشي وهلی.
۱۹. د ستوري په شان بحري کب (starfish) هیڅ مازغه نلري.
۲۰. یو کوچنی ماشوم کولې شي،چې د ابي نهنګ (blue whale) په رګونو کې لامبو وکړي.