
ژباړه: نجیب الله خان
۱: ماشومان په پسرلي کې ژر وده کوي.
۲: ژبه د انسان په بدن کې تر ټولو کلکه عضله ده.
۳: د پرنجی کولو په وخت کې زموږ د بدن دننه هر څه ودريږي، حتی د زړه ټکان هم.
۴: د خولې څخه معدې ته د غذا رسیدل ۷ ثانيې وخت نیسي.
۵: ماشومان د لويانو څخه زياتې د څکولو غوټۍ يا Taste buds لري.
۶: دهغې هوا سرعت چې د پرنجي په وخت کې له پوزې خارجيږي، سل میله په یوه ساعت کې دی.
۷: تر ټولو کوچنی هډوکی د انسان د بدن؛ په غوږ کې شتون لري تقريباً ۰،۱۱انچه دی.
۸: د انسان هره وروځه ((Eyebrow )) کې تقريباً ۵۰۰ويښتان شتون لري.
۹: د سړيو په ورځ کې ۴۰ويښتان تويږي د ښځو ۷۰.
۱۰: دا ناممکنه ده، چې په خلاصو سترګو پرنجی وکړو.
۱۱: هډوکي څلور ځلې تر سمیټو کلک دي.
۱۲: د انسان بدن په سهار کې لوړ او په شپه کې لږ ټیټ ښکاري.
۱۳: هرانسان تقريباً سل میلیونه عصبي حجرې لري.
۱۴: دانسان کوپړۍ د ۲۷مختلفو هډوکو څخه جوړه شوې.
۱۵: کله چې ماشوم نوی پیدا شي نو ۳۰۰هډوکي لري، خو کله چې لوی شي ۲۰۶هډوکي کېږي، ځکه چې ځينې هډوکي سره يوځاى شي او د څو هډوکو څخه یو هډوکی جوړ شي.
۱۶:هره ورځ د پنځو بادامو خوړل تاسو د سرطان له ناروغۍ څخه ساتي.
۱۷: که هره ورځ ۱۲ګیلاسه اوبه وڅښئ، د پوستکي هیڅ ډول ناروغي به ونلرئ.
۱۸: که هره ورځ یوه پياله شیدې وڅښئ، نو د هډوکو هيڅ ډول ستونزه به ونلرئ.
۱۹: هره ورځ د یو لیمو خوړل، ستاسو بدن چاغ کیدلو ته نه پرېږدي.
۲۰: انسان په یو وخت کې ساه ویستل او ساه اخيستل نشي کولی.