په افغانستان کې د استوګنځي او ترافيکي ستونزې

۳ لړم ۱۳۸۸
د افغانستان په ټولو لويو ښارونو او په ځانګړې توګه  پلازمينه کابل کې ګران هيوادوال د دوه سترو ستونزو سره لاس په ګريوان دي. لومړۍ ستونزه د وګړو لپاره د استوګنځي او سرپناه نشتوالې او دويمه ستونزه د لارو بندش، د ځمکني ترافيکو ګڼه ګوڼه، بې نظمي او ګډوډي ده. غواړم چې په دواړه ستونزو په جلا جلا توګه رڼا واچوم .
 
ویل کیږې چې دا مهال د کابل ښار په ټولو برخو کې شاو خوا پنځه ميلونه وګړي ژوند کوي، او دا شمیره د پخوا په پرتله تر ټولو لویه ده. دا ځکه چې د هيواد د سیاسې او ډپلوماتيک مرکز په توګه په کابل کې د يوي خوا د دولتې چارواکو، خارجې ډپلوماتانو او وسلوالو ځواکونو، موسساتو او د مدنې ټولنو د کارکونکو شتون او شمیره لوړه شوي او د بلې خوا په هيواد کې د نفوس د کچې لوړیدل، په ولایاتو کې ناامنې، د کډوالو بیرته راتګ، د سوداګرو او پانګه اچونکو لپاره ښه مرکز او د غریب کاره وګړو لپاره د کار کولو امکانات په دغه ښار کې د ګڼې ګوڼې لاملونه ګڼل کیږي.
 
په پورته پراګراف کې لیدل کې چې په کابل کې د میشتو وګړو شمیره د پخوا په پرتله  څو ځله لوړه شوي،
ولي استوګنځايونه او کورونه د اوسیدونکو په پرتله کم تر سترګو کیږې.  دا په داسې حال کې ده چې هغه کورونه او لوړپوړیزه ودانۍ چې د شخصې پانګه اچونکو له خوا جوړیږې د وګړو د شمیر په تناسب نه دي، او د بلې خوا حکومت هم د ښار د پراختیا او د وګړو لپاره د استوګنځايونو د جوړلو کوم عملې پروګرام نه لري، هرڅه فقط د کاغذ پرمخ دي او حکومتې اداري د دې په انتظار دي چې د بهرنيو هيوادو څخه بلاعوضه مالې مرسته د دې کار د ترسره کولو لپاره ترلاسه کړي. دغه راز په دولتې ادارو کې اداري فساد او د دولتې  ادارو د کار کونکو له خوا کار شکنې او میرزا قلمې د هغو وګړو د کار مخنيوي کوي چې ل
 ږ تر لږه په خپلو مټو د ځان لپاره د کور جوړولو توان لري. له همدي کبله په کابل کې د کرایې او خرڅلاو کورونو نرخونه ډیر لوړ تللې او د خرڅلاو کورنه د خپل اصلې او حقیقې قيمت څخه څو ځله لوړ پلورل کیږي خو د دې سره سره بیا هم هغه چا ته چې د پیرودلو توان یې لری کور نه پیدا کیږي. نو په پايله کې زمونږ ډیر هيوادوال کډه په سر کوڅه په کوڅه د کابل په ښار کې د کوډلې (سرپنا) پسې پریشانه ګرځې.
 
د دې ستونزي يوه د حل لاره دا ده چې د ښار جوړولو وزارت، ښاروالي او نوري اړونده دولتې اداري دې لاسونه سره يو کړي او د ښار په دننه او بهر کې دې د وګړو د استوګنې لپاره ښارونه او ښار ګوټې جوړ کړي، او په عينې حال کې دې د موجوده ښار د نقشې په سمون کې اړين ګامونه پورته وکړي. د ښار او ښار ګوټو د جوړولو لپاره دې دوي د دولتې شرکتونو او یا د دولت په اعتماد او سرپرستۍ د خصوصې شرکتونو څخه کار واخلي. دولت دې د دې کار د ترسره کولو لپاره د بهرنيو هيوادو څخه مرسته نه غواړي، بلکه د پروژو د ډیزاين او ترتیب سره سم دې د پروژو د بشپړیدو نیټې او د کورونو قيمتونه پیرودونکو او مينه والو ته اعلان کړي، او د کورنو د قيمت د پريکولو میتود باید داسې وي چې پیرودونکې په پيل کې د کور ۲۰سلنه قيمت پريکړي او د ۲۰ سلنه کار د بشپړیدو څخه وروسته دې۳۰ سلنه قيمت پريکړي او د ۵۰ سلنه کار په بشپړیدو سره دې ۴۰سلنه قيمت نور هم پريکړي، او پاتې ۱۰ سلنه قيمت دې د کور د سپارولو سره سم پريکړې او په دې توګه به نه سیخ سوې وي او نه کباب. دغه راز وګړو ته د عامه خدماتو د برابرولو په موخه دولت مکلف دې چې هرې پروژې ته تر ټولو لومړې سرک، بریښنا او اوبه ورسوي او لګښت دې د دولت د هغې بودیجې څخه  چې د عامه خدماتو په بدل کې لاسته راغلې وي تمويل شې، او یا دې د هغو خصوصي شرکتونو چې په دې پروژو کې په کار بوخت دي د کپیټل (پروژو د تطبیق پانګې) څخه کار واخستل شې او لګښتونه دې بیا د کورونو په اصلې قيمت اضافه شې. زما په اند په دې کار سره به هم دولت ګټه وکړې او هم خصوصې شرکتونه او هم به مو بې کوره وګړې په اسانه توګه او ارزانه بیه د کورنو څښتنان شې او د استوګنځي د نشتوالې ستونزه به د تل لپاره اواره شې.
 
بله زړه بګنونکې ستونزه دا ده چې د کابل په ښار کې همیشه عامې لاري او سرکونه د ځمکنې ترافيکو د ګڼې ګوڼې له امله بندي وي. موټرې او نور نقلیه وسایط په ساتونو ساتونو په سرکونو او لارو کې په ليکه ولاړي وي او له همدې کبله په چا د دفتر ناوخته شې او په چا د ښونځې او حتې داسې پیښې هم لیدل شوي چې عاجل ناروغان روغتونونو ته په لاره د سرک پر سر تلف شوي دي دا ځکه چې د سرکونو د بندش له کبله هغوي روغتونونو ته په ټاکلې وخت کې و نه رسول شول. په هر حال د ډیرو وګړو په اند د دا ډول ترافيکې ستونز لاملونه په لاندې ډول دي:
 
۱. دا چې زیات شمیر نړيوال وسلوال ځواکونه د ښار په دننه کې میشته دي نو زیات شمیر عامې لاري او سرکونه د دوي له خوا تړل شوي دي.
 ۲. د ښار په دننه کې لا اوس هم  ډیر سرکونه او پیاده روونه وران او ویجاړ دي.
۳.د سرکونو پر غاړه،  په چوکونو او څلور لارو کې ترافيکې اشاري او نوري اسانتیاوي نه شته.
۴. لوړ شمیر موټر چلونکې ترافيکې قوانين نه مرعات کوي او یا پری هیڅ نه پوهیږي.
۵. د ښار په ډیرو برخو کې د سرکونو پر غاړه خوراکې توکې او نور د اړتیا وړ شیان پلورل کیږ ي چې دا هم پخپله د لارو د بندش لامل ګرځې.
 
د پورتنيو ترافيکې ستونزو د حل لاره دا ده چې بهرنې وسلوال ځواکونه دې د ښار څخه بهر ویستل شې او عامه لاري دې د ترافيکو پرمخ خلاصې شې دا ځکه چې د ژنيو د نړيوالو لوظنامو پر بنسټ باید وسلوال ځواکونه په داسې سيمو کې میشته نشې چې عام وګړو او ولس ته تري د مرګ او ژوبلې ستونزه او خطر پیښ شې. سرکونه، پیاده روونه او د سرکونو تر غاړو د اوبو لښتې  دې ترميم او ورغول شې. د ترافيکې قوانينو پوهاوي دې عام شې او د ترافيکې اشارو او لوحو استعمال دې رواج شې او بالاخره د سرکونو د غاړې سودا پلورونکو ته دې ځانګړې مارکیټونه جوړ شې. د دې کارونو د عملې کیدلو لپاره دې ښاروالي او د
 ترافيکو ریاست، د ښار جوړونې او فواید عامې وزارتونه او نور اړونده دولتې ارګانونه ټول په ګډه سره کار وکړي.
 
د يوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.
محمد فريد شګيوال