سوله او ملت جوړونه

۱۰/۶/۱۳۸۸
څه موده وړاندی مې د افغانستان په ملې تلويزون کې يوه ښوونيزه او تفريحې خپرونه وليده چې په ترڅ کې  يې د پروګرام ګډونوالو څخه غوښتل کيدل چې سوله تعريف کړي او ګټې يې بيان کړي. که څه هم د غونډې ګډونوالو په پوره ليوالتيا سره دې پوښتنې ته ځواب ورکاوو او داسې بریښيدل چې دوی په خپلو زړونو کې د سولې په معنې او ګټو اګاه وو، ولې ډیرو وګړو ونه شو کولاي چې سوله او دهغې ګټې په بشپړه توګه بيان کړی. نو له همدې کبله غواړم چې په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړم تر څو ګران هيوادوال او په ځانګړی توګه ځوانان تري د اړتيا په صورت کې ګټه پورته کړي.
 
سوله نه يوازی د جنګ نشتوالې ته وايې بلکه سوله په حقيقت کې د يوي ټولنې د وګړو تر منځ د توازن او تفاهم داسې يو حالت ته ویل کیږی چې د وګړو ترمنځ احترام او درناوي د دوي ترمنځ د توپیرونو په منلو او يو بل ته په قناعت ورکولو رامنځته کیږی. د يو او بل په وړاندې زغم  شتون لري، شخړي د خبرو اترو له لاری حل کیږی، د وګړو ټول حقونه خوندې وي، غوښتنې يې اوريدل کیږی او ستونزي يې دقانون په رڼا کې بې له تاوتریخوالې، ټولنيزی ګډودۍ او ناارامۍ څخه اواریږې. په دې توګه ټول وګړي د عزت څښتنان وي او د هيواد د اتباعو په توګه هر وګړی د کور شریک او ریښتونې څښتن ګڼل کیږی. سوله د هری ټولنې د مادې او مانوي پرمختګ لامل ګرځې او د ملت جوړونې په پروسه کې مرسته کوي.
 
دغه راز د نړۍ د هيوادونو په کچه، سوله د دوي تر منځ داسې همکارۍ ته ویل کیږې چې په ازادۍ، خپلواکۍ، ملي حاکمیت، مساوات، بشري حقونو ته په درناوۍ او د امکاناتو په شفاف او مناسب ویش ولاړه وي.
 
بايد په ياد ولرو چې په يوه ټولنه کې د سولې د رامنځته کيدو لپاره، تر ټولو لومړی هغه حل لاري وموندل شې کومې چې د ولسونو تر منځ اختلافات بې له فزیکې ټکر او تاو تریخوالې څخه حل کړاي شئ، او د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره بايد هر څه د مخه هغه عوامل و څیړل شې کوم چی جنګ رامنځته کوي. دغه راز د سولې د ټینګښت او ملت جوړونې لپاره بايد دا ډول هلې ځلې  ژوندۍ وساتل شې، دا ځکه چې سوله يوه ژوندۍ پروسه ده نه يو د پای ټکې. د يادونې وړ ده چې د سولې د سفیرانو (د سولې راوستونکو) هدف دا وي چې هغه موثري لاري پيدا کړي کومې چې معضلې او شخړي بې له جنګونو او جګړو څخه حل کولاي شې، نه
 دا چې د ولسونواو ملتونو تر منځ اور ته لمن ووهې.
 
د نړيوالو تجربو او پیښو له مخې ټولنيزه بې عدالتې، اقتصادی نا مساوات، قومې او ژبنې تعصبات، سياسې او مذهبې اختلافات په يوه ټولنه کې د سولې د ګډوډولو او ملت ویشلو لامل ګرځې. دغه راز په افغانستان کې د اوږدو جګړو او بې امنيو لامل دا لاندې څرګند عوامل ګڼل کیږې.

 
۱. قومې، ژبنې او سیمه یيز تعصبات
۲. ټولنيزه بې عدالتې
۳. اقتصادې نا مساوات
۴. سياسې اختلافات
۵. اداری فساد
۶. د بهرنيو لاسوهنې
 
په افغانستان کې د روان ناورین د پای ته رسولو او د يوه ملت د جوړولو لپاره غواړم چې دا لاندې وړانديزونه   د حل لاری په توګه ګرانو هيوادوالو او په ځانګړې توګه د افغانستان حکومت ته وړاندی کړم:
 
۱. ټول افغانان بايد د اسلام په مبین دین سره راټول او يو موټې شې
۲. دا چې مونږ افغانان د ځمکې د کرې پر مخ په يوه جغرافيايې سیمه کې ژوند کوو، يو مشترک کلتور لرو او د يو بل سره ښیښۍ او خپلولۍ لرو، نو ښه به دا وي چی يو بل سره ومنو او هر هيوادوال په خپل ټاټوبې (افغانستان) کې شریک وګڼو.
۳. تل يو قوې سياسې حکومت ولرو چې په هغه کې د هيواد ټول وګړې اومشروع سياسې ګوندونه د ښایسته سالارۍ پربنسټ ونډه ولري.
۴.  ملکې او نظامې اداري مو بايد په علمې کدرونو سمبالی وي او ځوانان مو په کار وګمارل شې
۵.  په خپل ملي هویت بايد و وياړو او د ژوندې ساتلولپاره يې کار وکړو
۶. هر افغان بايد د هيواد په ټولو چارو کې ځان مسوول وګڼې، خپل خدای (ج) ته صادقه او خپلو خلکو ته مخلصه اوسې او تل ورسره د عدل او انصاف نه ډک  چال چلند وکړي
۷. د وطن سره بايد مینه وکړو، ملي ګټې تر شخصې ګټو غوره وګڼو او د دښمن د یرغل په وخت د هيواد څخه په کلکه دفاع وکړو. د داخلې ستونزو په وخت کې صبر او حوصله وکړو او په هیڅ صورت وطن پرینږدو، تل د خپلو خلکو ترڅنګ و اوسیږو او دا باور ولرو چې په دې خاوره کې پيدا او همدلته بايد مړه شو.
 
د يوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.
محمد فريد شګيوال