ددوهم ځلي انتخاباتو په اړه دافغانستان داسلامي امارت اعلاميه

بسم الله رحمان الرحيم
په تيرو اتو کلونوکې نړيوالو غاصبانو په افغان اولس دخپل ناروا واک دتپلو اودافغان اونړيوال ذهنيت دمغشوشولو لپاره  داوبو خړولو اودکبانودنيولو تګلاره خپله کړې .دوی دافغان  اولس دبوختيااوسرسامه کولواوله نارو ايرغل څخه يې دعامه پام داړولو په موخه په بيابيا دلويې جرګې اساسي قانون اوټاکنوپه نومونو ډراماتيکې اوجعلي پروسې تمثيل کړي چې نه خو يې دوی ترخپلو کرغيړنو موخو رسولي اونه يې دهيواد او اولس په بسيا کولو کې کوم رول لوبولی بلکې برخلاف يوپه بل پسې ددوی جوړې شوې دسيسې داولس  په وړاندې رسواشوي اواعتباريې له لاسه ورکړی . په دې لړکې يرغلګرو څه موده وړاندې هم دخپل راوړل شوي رژيم دقانوني کولوپه موخه دولسمشرۍ  اوولايتي شوراګانودټاکنوپه نوم يوه نمايشي  پروسه عملي کړه .دې انتخاباتو په نورو نادودو سربيره داحقيقت په ښکاره توګه راڅرګندکړچې رښتياهم ديرغلګرو دسيسې نورې په دې اولس کې چلښت اواعتبارنلري نړيوالو وليدل چې زمونږمجاهداولس په غوڅ اکثريت دانتخاباتوپه وړاندې پريکون اعلان کړ او نه يوازې يې درايو صندوقونوته له تللو ډډه وکړه بلکې له مجاهدينوسره اوږه په اوږه يې د دښمن د دې غولوونکې دسيسې په شنډولوکې برخه واخيسته ترڅوپه درست هيوادکې ددښمن خوارۍ په اوبو لاهو،اوانتخاباتوته يې په نړيواله کچه له نمايشي حيثيت پرته هيڅ اعتبارهم پاته نه شو.او داسلامي امارت دمحترم امير هغي خبرې چې يو کال دمخه يې کړی وه دعمل جامه واغوسته چې (اصلی فيصله به په واشنګټن کې کيږی نه دافغانانو په رايو)   دښمن   په منظمه توګه هڅه کوي  ترڅو خپله داپيل کړې  ډرامه لا اوږده  کړي ځکه يې نواوس تصميم نيولی چې يوځل بياداټاکنې ترسره کړي اودنتايجو تر بيا اعلانولو پورې په دوامداره توګه دهيوادوالو او نړی والو ذهنونه مصروفه وساتي اوپه پوځي ډګرکې په خپل شکست پرده واچوي .افغانان په دې پوهيږي چې داټاکنې دچاپه فرمان دڅه لپاره کيږي او څه تمه ترې کيدای شي اودا اټکل هم ورته ګران نه دی چې له تيرو هغوسره به يې څومره فرق وي دغه رازبه ښايي افغان اولس دکابل دسياستوالو دتيرو څومياشتو بيلابيلې موضعګيرۍ اوشرمونکې سياسې معاملې هم ليدلې وي اوددوهم ځلي ټاکنوداعلان په خبري کنفرانس کې به يې دبهرنيانوپه محاصره کې د راګيرخوارکي (ولسمشر؟) له ريږديدلي غږ او تښتيدلي رنګ څخه هم ډيرڅه فهمولي وي اودايې هم دسرپه سترګو وليدل چې  په اصطلاح دانتخاباتوخپلواک  کميسيون په کومه کچه بي واکه اوديوه بل کميسيون چې اکثريت غړی يې بهرنيان دي تر اثر څومره لاندی دی چې حتی دهغه بې اجازې خپله خبره لاهم نشي اعلانولی اودابه ورته څرګنده شوي وي چې دټاکنوپه نوم پيل شوی (داستان دنباله دار)دچادهوسونو تقاضاده اوآيازمونږ دژوبل اولس اوهيواد کوم درددواکولای شی ؟  اوس به دافغانانوپه څيرنړی والوته هم  اندازه لګيدلی وی چې زموږبیچاره ولس  واقعادامريکا په مشرﺉدنړيوالوترورستانوله لوری ير غمل شوی  او دکابل داداری واګی عملا داشغالګرانو په لاس کې دی  اوغواړی چې په زوراوچالاکۍ دخپلی خوښي نظام پری وتپي چې زموږ غيور ولس يې هیڅکله هم نه مني .دافغانستان اسلامی امارت يوځل بيادغربي اشغالګرود دغه تيرايستونکي تکراری دسيسي په هکله په دين مين ولس او مؤمنومجاهدينو ته لاندي ټکي اعلانول ضروري ګڼي :
 ۱ – اسلامي امارت يوځل بيا ټولو درنو هيواد والو ته خبر ورکوي چې هیڅوک دي په دې پردۍ  او تيرايستونكې  امريكايي  پر وسه کې ګډون نه کوي ؛  دتيرپه څيردي يوځل بيادخپل ايمان اوافغاني ضميرغږته لبيک ووايي  او دشرعي اوامرو له مخې  دي له هغې سره  مقاطعه   وکړي .
 ۲- ټول مجاهدين دي په کلکه سره ددې ناولې پروسې ناکامۍ ته متوجه شي، ددښمن په مراکزودي  عمليات  وکړي،خلک دي په انتخاباتوکې له ګډون کولومنع کړي،اوترټاکنو يوه ورځ مخکي دي  ټولې وړې اولويې لارې دټولودولتي اوملکي نقليه وسایطوپرمخ په بشپړه توګه بندې کړي اوخلك دي خبركړی .دديني عالمانو،روحانيونواوسپين روبوپه مرسته دې عامه ذهنونه تنويراوولس دي ددښمن دسسوته متوجه کړی .
۳ -داچی داسلامې اما رت مجاهدينو ددغې ناولې پر وسې دمخنيوي اوشنډولو لپا ره خپل بشپړ تدابير نيولی ؛ ګډونکونکي ،كاركوونكي اوټول  پرو ګرامونه يې په پوره دقت سره څاري  ؛ نو که  هرڅوک  په دې بي ګټي پروسې کې دګډون له امله دمجا هدينو له خوا متضررکيږي  مسئوليت به يې په خپله غاړه وي ؛ ځکه مجاهدينو په مکرر ډول هرچاته خبر داری ور کړی اوټول  افغانان  يې له خپل تصميم نه خبر کړي .  
 ۴ -دمجاهدينو ټول مسئولين او افراد  دي  د ورکړل شوی پرو ګرام سره سم  د دښمن په  ضد خپل پلا نو نه تطبيق کړی تير ځل چې يې کوم تکتيکونه کارولي ووداځل دي په هغوسربيره له نويوتجربواوولايتي مسؤلينوته دنوی ورکړل شوی پرو ګرام ځخه لازياته استفاده وکړی او داسلام او وطن ددښمنانودغه ورستۍ دسيسه دي  هم ور شنډه  کړي  . 
۵ -  څرنګه چې ټول پوهيږو چې  دښمن په واقعي ډول دانتخاباتو پروسه نشي کاميابولی نوځکه کوښښ کوي چې دتير په څيرخبری رسنۍ دزر اوزورله لاری دي ته مجبوره کړی چې دانتخاباتو په نامه دغه پوچه او وار دمخه ناکامه پروسه وپړسوي اودتبلغاتو  په مټ يې په جعلی ډول دخلکو په وړاندي کاميابه ښکاره کړی موږ له ټولوازادو او خپلواکه رسنيوڅخه په کلکه غوښتنه کووچې ددژورنالزم پاخه اصول  دي په ټينګه مراعت کړی او ديوطرفه قضاوت په کولوسره دی خپل حيثيت ته لازيات زيان نه اړوی اوخپل رسالت دي په  احسنه طريقه تر سره کړی .
                                                                                                                           دافغانستان اسلامي امارت