دعاليقدراميرالمؤمنين دمبارکۍ پيغام

دنيکمرغه  کوچني اخترددرارسيدوپه مناسبت
 
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله الذي أعز الاسلام والمسلمين واذل الشرك والمشرکين   والصلوة علی قائدالمجاهدين  اشرف الانبیاء    والمرسلين    وعلی اله واصحابه و من اهتدى بهديه اجمعين  . امابعد!
يقول الله عزوجل :{ قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي للَّهِ رَبِّ ٱلْعَالَمِينَ }الأنعام 162
دنيکمرغه كوچني اختر د رارسيدو اودروژې دمقدسې فريضې داداکولو په مناسبت اتلومجاهدينو،متدين ولس اوداسلامي سنګر دمبارکو شهيدانوکورنيواوټول مسلمان    امت ته دزړه له کومې مبارکي وايم؛ الله جل جلاله مو ټول عبادتونه اوقربانۍ قبولې اودامت مسلمه دغه دمينې،اخوت اوخوښي نيکمرغه ورځې دي پرمونږ اوتاسوټولو په خوشحالي،سوکالي اود اشغالګر دښمن په وړاندې په بر لاسي تيرې کړي (امين)
دجهاد په وياړلومرچلونوکې مو دسږني کال تاریخي فتوحات اوسوبې هم مبارک شه!
متعال خدای جل جلاله دي په دې مقدسه لاره کې دټولوشهيدانوشهادتونه اودمجاهدينوتکليفونه قبول کړي  ؛  له فرصت نه په استفادې سره لاندې څوخبرې د وخت داړتياپربنسټ ديادونې وړ ګڼم  . 
الف : ميړني ولس او قهرمانو مجاهدينوته ډاډ ورکوم چې ستاسې د بي دريغه قربانيو په برکت نن د افغانستان د اشغال په اړه  د نړيوال استعمار پلانونه ناکام شوي دي، په تيرواتوکلونوکې د پينتاګون د نظاميانو تر مشري لاندې "ناټو" په افغانستان کې هغه ظالمانه،اوله وحشت نه ډکه پاليسي  پلې کړه، چې د هغې له مخې دوئ باوردرلود چې په پوځي زور او قوت سره به د افغانستان غيورولس ايل کړاى شي ,هغوئ په دې لاره کې ترکيمياوي وسلو پوري  خپله ټوله پرمخ تللې ټيکنالوژي وكاروله،په سلګونوتبليغاتی مرکزونه یې همدې جګړې ته استخدام ,اوپه  میډیایې په ملیاردونوډالرمصرف کړل ترڅوخپل نظامي قوت وپړسوي اومقابل لوری تر رعب او وارخطایې لاندې راولي، خو دغو ټولو د بشر ضد  کړنو  ونشواى کړاى،چې دوئ ته کاميابي ورپه برخه کړي، بلکې د وخت په تيريدو سره  د يرغلګرو په وړاندې  مقاومت او جهادي يون د يوه قوي اسلامي، ملي حرکت په توګه  ولسي شکل غوره کړ او لا دبري په در شل کې دى.
 اشغالګروته ښايي چې له سکندری يرغله او چنګیزي چپاو نه بيا تر نن پوري د افغانستان تاريخ مطالعه کړي او سبق ورڅخه واخلي ،که تاريخ ته پام نه اړوي نودافغانستان داشغال تيرشوي اته کلونه خويې  په خپلوسترګو وليدل،اياپه دې اتو کلونوکې دوئ کومه ګټه  ترلاسه کړه؟
اوکه ددې ګټې اوتاوان اټکل هم نشي کولای،نو دانيږدې دری مياشتې مخکې چې دوئ په هلمند کې د"خنجر" اود"پړانګ دپنجې، په نامه خپل ترټولوقوي عمليات پيل کړل دهغونتيجه ګيری خودي وکړي، چې څه يې تر لاسه کړل!؟ اياد دوئ لپاره همدا رسوايي اوهمداتاريخي ماتې  بس نه ده؟
ولسونه که يې په خپله دوه مخې ميډياسره ناخبره ساتلي دي، حکومتونه خويې په حقيقت ښه خبر دي چې ددوئ تلفات كومې کچې ته رسيدلي , اودعسکروپوځي مورال یې په کوم حالت کې دی؟ دښمن که هرڅومره نور پوځونه رازيات کړي نتیجه یې بيا هم په افغانستان کې ددوئ مطلق شکست دی.
پخپله دامريکا اوناټودپوځي سرچېنو اوپه خاصه توګه دنيول شويو پوځيانو له اعتراف نه داڅرګنده شوې،چې ديرغلګروځاني اومالي تلفات له هغه نه څو چنده زيات دي، چې دوئ يې مني    .
په هرحال کومې تګلارې چې دوئ غوره کړې، هغه دغه اوسنی  بحران اوږدولاى شي، خو حل کولاي يي نشي، داځکه چې  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يرغل او موجوديت د ستونځو حل نه، بلکې پخپله لويه ستونځه ده.
د کابل په لاس پوڅې اداره کې اداري فساد،اختلاس، دمخدراتودقاچاقبرو،اونورومافيايي شبکو شتون، د جنګ سالارانو زورواکي اودطرحه شوي پلان له مخي دفحاشۍمرکزونه تقویه کول د همدغو سازشي او جاه طلبو  استعماري معاهدو(تړونونو) يوه برخه ده چې ولس يې له داسي فقر، لوږې او بيکاري سره مخامخ کړى چې آن د خپلو اولادونو خرڅولوته هم اړشوى دي .
ديرغلګروپه دغوټولوفجائعو سربيره  بله ستره سپين سترګي لاداده چې همدافاسده اوغلامه اداره يې يو وار بياد دروغجنواوله فريب نه ډکوتش په نامه انتخاباتو په وسيله کوم چې دولس دقاطع اکثريت له لوري ردشول؛په دغه  بیوزله اومظلوم ولس باندې يوځل بيا وتپله.
طبیعي خبره ده  چې داقهرمان اوفطرتًاخپلواک ولس ددغوتش په نامه  ټولټاکنو دنامشروعو پایلومنلوته  تیارنه دئ، اومشکلات به نور هم ورسره زیات شي
  له همدې امله تربل هرڅه مخکې بايدپه ګران هيواد کې ديرغلګرو ځواکونو د شتون مسئله حل شي او افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توګه  د نړۍ په نقشه وځليږي ؛ځکه د افغانانو خپل منځي  مسائل حل کيداى شي، خو د اشغال په صورت کې ملي او اسلامي منافع د پرديو د ګټو ترسيوري لاندې راځي,اوزمونږ ملي اواسلامي ګټي د نړيوالو استعمار ي دسیسو قرباني کيږي.
 زمونږ هدف د هيواد بيا خپلواکي او هلته دمسلمان ملت دخوښې سره سم د يوه اسلامي عادلانه نظام پلي کول  دى؛ د غه هدف ته د رسيدو لپاره  په هره لاره غوراوتامل کيداي شي او مونږددغه هدف لپاره ټولې لارې پرانستې پرايښې دي، خودابه هغه وخت نتیجه  ورکوي چې هیوادمو داشغالګروځواکونو له  غوبل نه ازاد اوخپلواک وي.
ب : د افغانستان اسلامی امارت  غواړي چې دخارجي قواوو له وتلو ورسته دهيواد ټول اصيل بچيان په حکومت او حکومت جوړونه کې مشاركت ولري ،ځکه د هيواد عمراني ،اقتصادي،سياسي، تعليمي ,فرهنګي او . . .چارې د پوه , مسلکي اوتجربه لرونكو مخلصو افغانانو له ګډون څخه پرته پر مخ نشي تلای.
له نيکه مرغه چې زمونږ ډيرشميرخپلواک ,مسلکي اوباتجربه مسلمان كدرونه  هغه كه دهېواد په داخل کې دي اوکه له هیواده بهر ؛ ديرغلګروله خوا اوسنى اشغال اودهغه په نتيجه كې منځته راغلې اداره نه مني او په خپل هیوادکې ديوه مستقل ،خپلواک اواسلامي حکومت پلويان دي.
اسلامي امارت داسلام د عادلانه ټولنيز نظام تر سيوري لاندې دبهرنيو ځواکونو تروتلو وروسته د هيواددراتلونکي لپاره ګټوراو دقيق پلانونه په پام کې لري  چی په هغو کې دټولنيزې اقتصادي زيربنارغول ،د تعليم پرمختګ او پراختيا،د هيواد صنعتي کول اوزراعت ته وده ورکول شامل دي.
ج :  د افغانستان اسلامی امارت  په هغو کسانو چی د کابل  په  ګوډاګۍ اداره کې فعاليت کوي او  په خپل وجودسره د نړيوال استعمار مټي غښتلې کوي يوځل بياغږ کوي چې نور د خپل دين، هيواد او اولس له مخالفت نه لاس واخلي، ځکه چي ستاسي په افغاني مټو  اجنبي استعمارګرو زور اخيستی او زمونږ دهيواد اشغال ته يې دوام ورکړي.دغو وحشي يرغلګرو زمونږ ټول اسلامي ارزښتونه ترپښولاندې کړی دعسويت تبليغ اوترويج ته دمنظم پلان له مخې کارکوی، زمونږ طبعي منابع  په يوه او بل نامه لوټ كوي , او زمونږ هيواد  د ملا ماتوونکوپورونو تربار لاندې  راولی .اسلامی امارت  دهرهغه چا لپاره چې له  هيواد او ولس سره د غدر او خيانت لاره پريږدي د امن لاره پرانستې ساتلې.
دا خبره بايدهرڅوک  په ياد ولري چې ديرغلګروپه مقابل کې زمونږ  روان  ولسي اسلامي انقلاب ديوه ځواکمن سيلا ب په توګه په مخ روا ن دی ؛ هرڅوک چې ددي سيلاب مخې ته دريږي هغه به له مخې ليري کيږي.
ظلم، شکنجې، وحشت ، سازشونه،ائتلافونه،پردي اودکرايې پوځونه ددې خروښيدلي جهادي  يون مخه  نشي ډب کولای ؛ نوښه به داوي چې دخپل ايماني مسؤليت اوتاريخي وياړ دترلاسه  كولو په اساس د خپل ولس  په څنګ کی ودريږئ .
 په خاص ډول په غلامه اداره کې پخواني مجاهدين بايددخپل جهادي  حيثيت اعاده په روان جهادی صف کې  په دريدلوسره وکړي  اودکفاروله ليکوڅخه ځان بهر کړي.
د:  اسلامی امارت  په ټولنيزه اوخپل منځي اصلاح او داسلامي شريعت په چوکاټ کې په  سالمونوښتونو باور لري؛نيمګړتياوو ته متوجه  ، او له  همدې امله  يې خپل ټول مجاهدين دجهادي اصولواولوايحوپه کلک رعايت اوعملی کولومامور اومکلف کړي دي، تر څو ټول  مجاهدين ددې هيوا د دمخلصو بچيانو په توګه  د اسلامي شريعت په چوکاټ کې داسلام،هيواد او ولس ښيګڼوته په پام سره جهادي مبارزه پرمخ بوزي ؛ د دين او خپلواکي د سنګر مدافعين او د ولس داساسي  غوښتنو رښتيني استازي او ترجمانان شي،اسلامی امارت  د خپل صف تصفيه اومحاسبه يوه دائمی اوحتمي دنده بولي .
دا چې دښمن د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ دی  او ليرې نده چې دکاملې ماتې دترخو زهرو جامونه به په سر واړوي، نوځکه خو ديوې وروستۍ هڅې په توګه کوښښ کوي چې په ملت کی دنفاق او اختلاف تخم وشيندي او په دې توګه خپله ماتې په بري بدله کړي، خو الحمد لله دښمن په دې منافقانه هڅه  کې هم له ماتې سره مخامخ دی، ځکه چې  داپه اسلام اووطن مين ولس خپل منځي اتحاداودمجاهدينومرسته خپله ديني فريضه بولي، دګران وطن ازادي خپل حق ګڼي او غربي ميډياته د پينتاګون دلوډسپيکرپه نظرګوري ؛ چې هيڅکله به يې هم په بې اساسه تبليغاتوونه غوليږي.
دمجاهدينوپه اوسنيوبې ساري پرمختګونوکې دولس دمينې،رغبت اوخواخوږۍ ډير ستر رول دى،چې لله الحمد دغه مينه اورغبت ورځ په ورځ زياتيدونکى دى،ځکه خو بايد مجاهدين  هم  هيڅکله ځان دولس نه جلا ونه بولي، دخلګودمال، سراوعزت ساتنه وکړي، هغه کسان چې دمجاهدپه نامه ددښمن په لمسون دولس په مال سراوعزت  تجاوز کوي، د هغوئ  مخه ونيسي.
 همداشان مجاهدينوته پکاردی چې د ولس اسلامی تربيې ته متوجه شي،تر څو هغوئ پخپله خوښه په روان جهاد کې لازياته  مالي او ځاني ونډه واخلی زموږغيرتی ولس دي د دښمن دځينو پوځی ويندویانو په  تشو لاپو  نه تيروځی لکه دبرتانوې پوځ دقومندان هغه وينا چې وايې:   
موږبه په افغانستان کې څلويښت کاله نور پاته شو" بايد يادونه وکړو،چې موږچې تيرځل له ۱۸۳۹ م کال نه تر۱۹۱۹م کال پوري پوره اتيا کاله له انګريزي اشغالګروسره وجنګيدو اوبلآخره موازادي ترلاسه اوانګريزمو مات کړ،نن تر هغه وخت زياته حوصله،نظامي تربیه اوِښه  وسله په لاس کې لرو اودخورا اوږده جنګ امادګي لرواودسيمي حالات هم زموږپه ګټه دي.
 لهذاترڅوچې مو ازادي نه وي تر لاسه کړې ترهغوپوري به  دټولويرغلګرو دشړلو لپاره خپل مقدس جهادته ادامه ورکوو.
 موږچې په مخکنيو ويناووکې دمقاومت دبې ساري چټکتيا اوپراختیاخبر ورکړى وه  هغه تشه تبليغاتي هڅه نه وه ،بلکې دغه چټکتيا هرچاپه عمل کې وليدله.
اوس يوځل بياخبرداري ورکوو چې زموږراتلونکي هجومي عمليات به دډيرو نويوتاکتيکونوسره يوه داسي پړاوته  ورداخل شي چې ددښمن بې ساري مرګ ژوبله اومسلسله ماتې به يې څرګنده پايله وي ان شاالله تعالی.
هـ : اسلامی امارت غواړي چی دمتقابل احترام په صورت کې  له ټولو ګاونډيانو سره ښې اومثبتې اړيکې ولري اوله ټولو هيوادونو سره   ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ يتوب نوی باب پرانيزي، مونږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې خپل رول ادا کړو،ټولو هيوادونو ته اطمنان ورکوو،چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه لکه څرنګه چې نوروته داحق نه ورکوي، چې زموږ هیوادته د ضرر لاس را اوږدکړي، پخپله به هم چاته  دضرر لاس ور ونه غځوی .
بايد ووايو چې مونږ ددښمن د اطلاعاتي رسنيو د غلطو  تبليغاتو  قرباني يو، چې زمونږ او د نړۍ د يو شمير هيوادنو ترمينځ يي  شکونه راپيدا کړي دي؛ موږيې په وچو دروغودتعليم او دښځو دحقوقو مخالفين معرفي کړی يو؛پر موږيې داتور پوري کړی، چی ګوياموږ دنړۍ هيوادونوته ګواښ يو.
اسلامي امارت غواړي چې دمناسبوشرایطوپه اماده کولو سره  دغه ټول اشتباهات رفع اوهغوئ ته مثبت ځواب ووايې.
اسلامي امارت دغرب په اولسونوغږ کوي چی هيڅکله د"اوباما"په هغوخبروچې دافغانستان جګړه دمجبوريت جګړه بولي ونه غوليږي،  دې  جګړې ته غرب هيڅ مجبوريت نلري؛ داجګړه دمرموزو مقاصدولپاره پردروغجنو دلايلوپيل شوې، زيان يې ټول بشريت ته رسيږي چي په نړ يواله سطحه اقتصادی بحران ،بي ثباتي،عدم اعتماداودنړیوالومسلمواصولوترپښولاندې کيدل ټول دهمدې نامعقولوپالیسیونتیجه ده.
لويديځوال ولسونه بايد دناټو دعمومي منشي"راسموسن" اودبرطانيې دصدراعظم په هغو خبرو هم ونه غوليږي چې وايې: "دافغانستان جګړه دغرب ددفاع جګړه د ه"
داډول بي اساسه اوتيرايستونکې خبرې بايدستاسي ذهنونه مشوش نکړي، داټولې ددغه ناروا اودټولوبين المللی اصولو خلاف دتپل شوې ناپايه جګړې دتوجيه کولو لپاره ستاسودواکمنانوتيرايستونکې هڅې دي .
دمعاصروبين الدولي  مقرراتو له مخې دنړۍ هیڅ  هیواد دا حق نه لري  چې دبل ګاونډي ملک په داخلي چاروکې   مداخله  وکړي ؛ دسپينې ماڼۍ مغرورچارواکي اودهغوئ انګلیسي ملګری  بايد په دې خبره  ښه ځان پوه کړی چي له زرګونه کلومټره ليري  واټن څخه ددوئ مداخله دسيمي هیوادونو ته په هیڅ صورت دمنلو اوزغملووړنه ده. دتروريزم ضدجګړې تر ناروا شعار لاندې چې اوس د استعماري پراختيا غوښتني کرغيړن پلانونه په سيمه کي روان دي، هغه د ټولې نړۍ د بشري ارزښتونو، عدالت ، سولي، د وسايلو د برابر ويش اوخپلواکي په خلاف  عمل دى؛ داسې عمل چې دولس د ارمانونو اصيل نمايندګان په يوه او بل نوم بدناموي.
په دې اړه بايد ټو ل  په تيره بيا اسلامي هيوادونه، زمونږ ګاونډي ځواکمن هيوادونه اود ناپييلي هيوادونو غورځنګ خپل تاريخي رول احساس او ادا کړي.
 له ټول اسلامي امت اوپه خاص ډول دنړۍله ټولواسلامي اوجهادي تنظيمونو څخه مي هيله داده چې ددښمن دسيسوته ويښ واوسي، خپل منځي اختلافاتوته شاکړي اودخپل مظلوم اومحکوم امت د دفاع اوازادۍ دپاره دي ګډه اوهر اړخيزه مبارزه پيل کړي.
په اخيرکې پر ټولومتدينومسلمانانوغږ کوم چې د اختر په دې  خوښيو كې د خپلو كورنيو په څير د شهيدانو كونډې ، يتيمان او بورې  مورګانې هيرې نکړي ځكه  دهغوئ شهيدان هماغه څوك دي چې د اسلامي نظام دراتلو په لاره کې د كفري بلاك  په مقابل كې ځانونه نذرانه كړي دي او دهغوافغان قربانيانو،زړو،ځوانو،تورسرو اوماشونانوغمځپلې کورنۍ هم مه هيروئ چې ديرغلګروپه بريدونواوړندوبمباريوکې په شهادت رسيدلي او نن دا دى ستاسو  په منځ كې نه ليدل كيږي.
په اخيرکې مويوځل بيا اخترمبارک  اوخپلواکي مو په برخه شه
دهيواددخپلواکي اوبشپړاسلامي نظام  دواکمني په هيله اودعا.
والســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام
داسلام خادم اميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهد