اوس به دواړه سره ژاړو زه او زړه
چې د غم کلي ته لاړو زه او زړه
د بابا په زيارت ټول عمر به تير شي
په دوعا چې ښکلي غواړو زه او زړه
د جانان حُسن به عمر وي خوړلي
چې غمونه له ځان تراړو زه او زړه
چې درد راوړي منګل ترينه هير نه وي
د اشنا په مينه وياړو زه او زړه
22 . 10 . 2009 پغمان
وروستي