د اوښکو هنداره


زه مې د اوښکو په هنداره کې نن
د خپلې مينې د قسمت ناوکۍ
څه په سلګو او په ژړا وينمه
چې د زړګي د اجنبي ارمان زړګی يې ورته
د سرو سکروټو يو توپان په سرو لمبو سېځلی
اوس يې سپرغۍ د سوځيدلي زړګي
د پتنګانو د جامو په حجاب
ورته د زړه په دوره
په وچو وچو اغزو
د سروغاټولود زړه داغ سپخلی
زه مې د اوښکوپه هنداره کې نن
د خپل ارمان جنازه
هلته کې لرې د ګوګل په جلګه
د زړه په ګور ښخوم
زه مې د اوښکو په هنداره کې نن
يوه ظالمه او بدرنګه تماشا وينمه
چې مې د اوښکو د کاروان پر څله
پاس د اسمان له غيږې
د سرو لمبو کاڼو غوټۍ وريږي
زه مې د اوښکو په هنداره کې نن
دا ناروا وينمه
دا نا روا وېنمه ...!!!