
د شعبان یا برات د میاشتي پنځلسمه چې د روژې مبارکي زیری کوي دا شپه زموږ په سیمه کې په ځانګړو مراسمو سره د ځوانانو، پیغلو، ماشومانو او انجونو لخوا نمانځل کیږي د ورځي له شروع تر نیمي شپې پوري روانه یې.
د کټواز خلک یې ښه شپه بولي سهار انجوني ډله ډله راوځي په کورونو باندي ګرځي یوه نانزکه یا د درواغو ناوي جوړوي هر کور ته چې ورځي دا سندره وايې .
بي بي پاتو څه غواړي اوړه غواړي
په مالګي یې تروو غواړي
ارګوړي برګوړي
خدای دي یو زوی درکړي
چې په غولي درته ګوري
دا سندره چې وویل شي د کور میرمن اوړه ورته راوړي په بدل کې یې انجوني د درواغو ناوي ورښکاروي یاده دي وي چې دا ناوي سړو ته نه ورښکاروي چې شرمیږي.
که چیرته د کوم کور څخه تش لاس راووځي نو بیا داسي ورته وايې.
بي بي پاتو یې وایسته سرتوره
توره بلا درولې تر کوره
په دې ډول سره ډیر کورونه را وغواړي چې ددې اوړو په پیسو دا انجوتي بیګا ته په یو کور کې میله جوړوي .
ماښام له لمانځه وروسته ځوانان غونډیو ته خیژي او ټایرونه بلوي یو خوا ساعتیری بل خوا په دې خاطر چې نور کلي د ښې شپې څخه خبر شي کله چې دا میله ختمه شي ټول خلک هغو کورونو ته خي چې خیرات يې کړی وي .
ښه شپه ماشومان هم په بیل خوند سره تیروي ماخستن ډله ډله راوځي په دې ډلو کې له یو ماشوم څخه سپین ږیری جوړوي چې کټ مټ سپین ږیری وي کورو باندي ګرځي او دا سندره وايي .
کَرکَرد ما په ږیره
نیمی توره نیمی سپینه
ابا مې قهریدلی
د غره سر ته ختلی
ډینګرۍ ور اخیستي
عسکر پرې ډاروي
چې دا یو ډز یې پرې وکړ
عسکر وتښتید له کوره
یو څو روپۍ راکه وروره
ماشومان په دې ډول باندي ټول کورونه راوغواړي چې راتلونکي شپه په را ټولو کړو پیسو باندي میله جوړوي.
ښه شپه ځوانان او پیغلي هم په درز کې تیروي ځوانان له کلي د باندي ځې او سیمه ایزي لوبي چې موږ یې چاچپړي او خوسي بولو تر سره کوي او پیغلي په کورونو کې را ټولیږي فالونه اچوي .