محمد هاشم ميوندوال دهېواد مشهور شخصيت دچا لخوا او څرنگه ووژل شو ؟

 08-09-2012
جميل
 
پدې هکله  د داود خان رژيم پلويان څه وايي ؟
 
او جنرال نبی عظیمی کوم راز افشا کری دی؟
ولى د داود خان پلويانو په لومړنى  ډله ايزه  وژنه کي دپښتانه قوم جنرالان مهم شخصيتونه او ملي تاجران په نښه کړل ؟
آيا پښتنو سره دښمني د انگليس لخوا يا دروسانو لخوا پيل شوى ده ؟
د تاریخ پانی ته یوه کتنه
پس له هغه چي دسردار داود کمونست ملگري پدې وتوانيدل چي د دولت په حساسو ملکي او نظامي مقاماتو کي خپل اعتمادي غړي توظيف کړل نو دوى بيا دخپلو مخالفينو تصفيه شروع کړله .
د سردارداود خان دکودتا وروسته لومړنۍ ډله ايز  وژنه او تصفيه کي محمد هاشم ميوندوال په نښه او ووژل شو ، همدارنگه د داودخان دکودتا دوه مياشتى وروسته دسنبلى مياشتې په ٢٩ نيټه باندې ٤٢ نظامي او ملکي مهم پښتانه شخصيتونه د داودخان درژيم دپلويانو لخوا ونيول شول   چي هغه مهم نظاميان داوو .
خان محمد خان مرستيال، ډگرجنرال عبدالرزاق، جنرال گلبهار، جنرال عبدالسلام ملكيار، جنرال نيك محمد سهاك، جنرال محمد رحيم ناصرى، ډگروال زرغون شاه، ډگرمن نقيب الله، ډگرمن نوراحمد خان، ډگرمن سيد هاشم كامه وال، ډگرمن محمد اكبر، ډگرمن محمد اكرم، ډگرمن ممتاز.
لاندي مخور قومي مشران او تجاران هم د همدې كودتا ترنامه لاندې ونيول شول:
سيف الرحمن خان د ولسى جرگې غړى، محمد عارف خان شينواري، جنت خان غروال د پښتني تجارتي بانك رئيس، د عبدالحكيم خان كټوازى دوه وروڼه، سعدالله كمالي د مهمندرې وكيل، حاجي الله گل هودخيل او ورورئى مولاٰگل، حاجي حنان ځاځى، حاجي فقيرمحمدخان او الله نظر خان دستوخيل .
دغه نومونه او نيونه شک نشته اوکمونستانو او داود پلويانو لخوا ډرامه .....
په هغه وخت کي زما په ياديږي چي داودخان درژيم پلويانو دراديو دلارې داعلان وکړ چي دکودتا په تور ونيول شول .
مونږ به تعجب کاوه چي محمد عارف خان شينوارى ملي تجار څرنگه پاکستانى وو؟ ځکه هغه زمونږ گاونډى وو ، دا نور جنرالان څرنگه ؟  د جنرال گلبهار خوريه زما ملگري وو ، گلبهار خان ډير پوه او هوښيار با تجربه جنرال  وو
اوس چې گورو چي دا وظيفه او ميراث دکمونستانو دى چې څوک دخپل وطن څخه دفاع کوي او وطن يې دشورويانو څخه آزاد کړ او دصليب لښکرو په مقابل کي دخپل سر اومال سره جنگيږي اودفاع کوي نو داسې مجاهدينو ته دپاکستان لخوا راليږل شوى نوم ورکوي تو لعنت په داسې خبيثو څيرو ، چې خپل ملي قهرمانان او مجاهدين په پرديو پورې تړى .
طبعاً کوم کسان چي دپرديو غلامان دي دايران، روسيه ، پاکستان، انگليس امريکا او نور ...
داسې کسان ٩٥% پيژندل شوى هيڅ هېوادوال دهغوي په غلامي کې شک نه کوي .
دغه دافغانستان مهم ارکان  حرب جنرالان او ملي شخصيتونه او تاجران  په زندان کي د داود خان پلويان لخوا په ډير بيرحمانه توگه وهل او تعذيب شول ، چيغې او کوکارى دومره دردونکى وي چي  چا اوريدلو توان نه درلوده .
او دميزان په اتمې ماښام دکابل راډيو څخه د داود خان رژيم پلويانو لخوا دا اعلان وشو چي محمد هاشم ميوندوال له خپلى نيکتايى نه په استفادي سره ځان وژنه کړي .
حال دا چي ددغو کسانو نيونکى ، تحقيقات کوونکى تعذيبونکى او محاکمه کوونکى ټول پرچميان دپښتنو ضد او داود خان ملگرى وو ،  دميوندوال نيونه دجنرال نبى عظيمى په لاس ترسره شوى ، د وهلو ټکولو دنده يې دصمد اظهر په غاړه وه ، تحقيقات هغى ډلى ترسره کړي چي عبدالقدير د ژاندارم او پوليس قوماندان ټاکلى وه .
او محاکمه يې دهغى عسکرى محکمې لخوا وه چي سرور نورستانى اودنبى عظيمى په شان پرچميان يې کړى وو . نبى عظيمى پدې هکله ليکلى :
"من بنابر امر مستقيم محمد داؤد روز پنجشنبه حوالى ساعت دو بجه بعد از ظهر به منـزل محمد هاشم ميوندوال رفته و مؤظف بودم تا نامبرده را با خود به ارگ رياست جمهورى برسانم. من افراد امنيتى را در مدخل دروازه منـزلش كه در شهر نو جنوب چهار راهى شهيد شهرنو واقع بود جابجا نموده و به نفر خدمت وى گفتم كه چه كاره هستم و چه مي خواهم؟ وى بعد از چند لحظه كوتاهى مرا بداخل منـزل دعوت كرد، در محيط منـزل او خاموشي و سكوت عجيبى حكمفرما بود. مرا در يك اتاقك كوچكى كه در جنب عمارت اصلي واقع بود رهنمايى كرد، لحظاتى گذشت و بالآخره محمد هاشم ميوندوال در حاليكه ريشش را چند روزى نگرفته بود، با چشمان سرخ و آماس كرده و ظاهر نه چندان خوش آيند، به اتاقك مذكور داخل شد و از دير آمدن خود معذرت خواست. احساس كردم كه نامبرده سخت مضطرب گرديده است، پرسېد برادر چه كار داشتيد. من خودم را معرفي كردم و گفتم رئيس صاحب دولت آرزو دارند تا همين لحظه شما را ملاقات نمايند. او گفت امروز رخصتي است شما برويد و به رئيس صاحب دولت بگوئيد كه روز شنبه مشرف مىشوم. اضطراب او وقتى بيشتر شد كه من برايش گفتم: صدراعظم صاحب! چون به من امر داده شده است كه شما را همين اكنون به نزد رئيس صاحب دولت ببرم بناءً من نمى توانم خلاف امر عمل نمايم زيرا كه من يك فرد نظامي هستم. نمىدانم در آن لحظات او به چه مىانديشيد، دقايقى به فكر فرو رفت، به ريش خويش دست كشيد و به سر و پاى خويش نظاره كرده و بالآخره گفت، برادر پس اجازه دهيد تا ريش خود را بگيرم و دريشي بپوشم، من گفتم بسيار خوب، من همينجا منتظر شما هستم. خيال من در مورد اينكه او فرار كرده نمى تواند، راحت بود، زيرا كه بصورت غير محسوس منـزل او را محاصره كرده بودم. بعد از چند دقيقه او كه دريشي سرمه ئې رنگى پوشيده بود و تر و تازه معلوم مىشد مرا صدا زد و به سوارى موتر به طرف ارگ رياست جمهورى حركت كرديم، محمد هاشم ميوندوال در طول راه پرسېد، قوماندان صاحب من بارها خواهش ملاقات با رئيس دولت را كرده بودم و همكارى بيدريغ خود را حين مسافرتم در خارج به ايشان اعلان نمودم، نمىدانم چرا نپذيرفتند و اكنون كه روز پنجشنبه است، بدون اطلاع قبلى به اين شكل مضحك مرا خواسته اند؟ من كه جوابى براى گفتن نداشتم خاموش بودم.
دا ټولى بدبختى د داود خان او کمونستانو لخوا شروع شولى چى تر ننه دوام لري .
څوک چي دپرديو په چوپړ کې دي تل به دخپل ملت او ولس دښمن وي .
او بيا د داودخان په دوهم تصفيه کي په سلگونو داسلامي نهضت مشران  او وطن اصيل بچيان ونيول شول او ډير يې کمونستانو لخوا په شهادت ورسيدل .
د داودخان مستبد او ظالم په توره دوره کي د افغانستان مظلوم او بيچاره ولس د داود رژيم بيرحمو پلويانو لخوا ډير سخت وځوريدل .
چى دهيڅ باضميره افغان څخه هير شوي ندى زما يو نږدې او دکوچنى والى ملگري څخه دى تر اوسه يې د داودخان درژيم پلويانو د ظلم په رايادولو سره يې اوښکى توى شي ځکه پلار يې بى گناه هيڅ سياسي تنظيم سره تړاونه درلوده صرف با جرئته صاحب منصب او پښتون وو د داودخان په رژيم کى درى کاله بنديخانه تيره کړى واړه واړه ماشومان يې بى سرپرسته پاتې شول
يو ځل زه چې ١٣ کلن وم دپلار سره دهمزنگ محبس ته دهغه ليدلو لپاره تللى وم ډير دردونکى صحنه وه د داود رژيم پلويانو لخوا ورته دعصابو ضد پيچکارى ترزيق شوى وه بلاخره دهمدې دتکليف په واسطه په شهادت ورسيده .
زما دکوچنى والى ملگرى اوس هم دخپل پلار مظلوميت په يادولو سره احساساتى شي وايي چي  توان مى ورسيږي زه به دخپل پلار غچ د داود رژيم پلويانو څخه اخلم .
اوس راشو وگوروچي د داود خان په کابينه کي کوم کسان وو؟
دتاریخ مهم کتاب څخه.