چهاربېتې لټون ونه کړ غزل راځينې ورک دی
شبنم يم ستړی ستړی يمه ګل راځينې ورک دی
اشنا ته دې خدای اوږد کړي د وفا عمر خو زه نن
بېزار ه چا لــــــه ژوند کړمه اجل راځينې ورک دی
سپيره دنصيب بر خه مې چې ستا ځولــۍ ته دروړه
لاليـــه! کــــم نصيب نه يم ازل راځينې ورک دی
دانن ېې واړه کلـــی په يوه پښه درپسې غوښتی
يوه پېغله وه پريشانه چې (منګل ) راځينې ورک دی
۲۲.۱۰.۲۰۰۹ پغمان
وروستي