غــــــزل

قلم مې واخسته غزل پرې د ځوانۍ  ليکـــــمه
اشنا مې نشته يو څو کرښى  بېوسۍ ليکــمه
 
ټوټې ټوټې   زړګى مې بيا په رپېدو دى ساقي
راوړه شراب نن دغه جام دې په مستۍ ليکمه
 
ما هم د ښکلو په څنګل خوبونه ډېر کړي دي
کتاب د عشق به مې دښکلو په يارۍ ليکمه
 
 
کاروان د عشق مې رانه پاتى دى په نيمه لار کې
ســـــاحل ته نه رسم داستان د زندګـــــۍ ليکـــمه
 
زه هم د اوښکو سمندر يم له مودو راهــــــــيسې
د زړه په دښته مې ستا نوم په شهکارۍ ليکمه
 
(وصال)به بيا په پخوانو پلونو قدم نه ږدمه
د زړه په وينو مې پېغام د جدايى ليکمـــــه
 
 
 
زما نږدې دوست ضياالرحمن (سپين غر )  ته ډالۍ
محمدواصل (وصال) مرام راډيو