
يادون:په لاندې کرښو کې چې څه لولئ،په افغانستان کې د نېشه يي توکيو د وضعې په اړې د ملګرو ملتونو د تازه خپور کړي رپوټ ژباړه ده چې په اړونده برخه کې ستاسو د معلوماتو په پار وړاندې کېږي.
ملګرو ملتو د يوه رپوټ په خپرولو سره ويلي چې افغانستان لا هم په نړيواله کچه د نېشه يي توکيو تر ټولو ډېر توليدونکى هېواد دى او دا ځکه چې په خبره يې په دغه هېواد کې ناقانوني،فساد او خپلو چارو ته د چارواکو نه پاملرنه ډېره ده.
د ملګروملتو د رپوټ له مخې په افغانستان کې د ترياکو له کاروباره ٦٥ ميلونه امريکايي ډالره پيسې لاسته راځي چې له نړيوالې ترهګرۍ سره د مرستې ترڅنګ په نړۍ کې پر نېشه يي توکيو د روږدو ١٥ ميلونه انسانانو نېشه يي اړتياوې ورپوره کوي اوله دې لارې هر کال د سلو زرو انسانانو ژوند اخلي.
د ملګرو ملتو په دې رپوټ کې راغلي چې افغانستان په نړيواله کچه ٩٢ سلنه نېشه يي توکي توليدوي چې د دې توليداتو ٣٥٠٠ ټنه نړيوال بازار ته هم لاره پيدا کوي.
رپوټ زياتوي چې له افغانستانه د نېشه يي توکيو دغه توليدات د ايران،پاکستان او منځنۍ اسيا له لارې قاچاق کېږي چې په ترڅ کې يې د قاچاقګرو په مټ يو شمېر بشري جنايتونه هم تره سره کېږي.
دا رپوټ چې د ملګرو ملتو د نېشه يي توکيو او تنظيم شوو جنايتونو د ادارې له دفتره خپره شوې پکې راغلي چې په تېر زېږديز کال کې په ايران کې شاوخوا ٥٠٠ ټنه هيروين په ايران کې کارول شوي چې له هغې ډلې ١٤ټنه يې د افغانستان له توليداتو څځه و.رپوټ همدا شان وايي چې ايران په نړۍ کې د هيروينو تر ډېرو کارونکى هېواد دى.
په رپوټ کې د پاکستان په اړه راغلي چې هر کال په دغه هېواد کې د يو ميليارده ډالرو په ارزښت د نېشه يي توکيو کاروبار پر مخ ځي چې وسله والو اورپکو ته پکې ډېره مالي ګټه اوړي.
رپوټ په ټوله کې د افغانستان په اړه خپله ارزونه داسې کوي چې د طالبانو له واکمنۍ هم ډېراوسمهال په دغه هېواد کې د نېشه يي توکيو کراو توليد ډېر دى،رپوټ ادعا لري چې له دوه زره پينځم زېږديز کال څخه تر دوه زره اتمه پورې هر کال د نېشه يي توکيو له کاره له نويو تر يو سلو شپېته ميلونه ډالره پورې عوايد ترلاسه کېدل خو اوس يې په خبره دغه کچه په کلنۍ توګه له پينځه اويا تر سلو ميلونو ډالرو پورې رسېدلې.
ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د نېشه يي توکيو د کر و قاچاق لاملونه دا ګڼي چې په هېواد کې ناقانوني،فساد او د پولو په ساتنه کې ناغېړي شتون لري.
ملګرو ملتو د نېشه يي توکيو پر ضد د افغان دولت د هڅو د ستاينې ترڅنګ غوښتنه لري چې بايد په دغه لار کې لا هڅې ډېرې او پراخې کړاى شي.
افغان چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ويلي خو بايد وويل شي چې دا رپوټ په داسې مهال خپريږي چې څو ورځې وړاندې د نېشه يي توکيو پر ضد د افغان دولت د مبارزې وزير جنرال خديداد په افغانستان کې پر کار بوختې يو شمېر خصوصي امنيتي کمپنۍ په دې تورنې کړې چې ګواکې د نېشه يي توکيو په پراختيا او همدا شان له دې لارې له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي خو نورو افغان چارواکو لا په دې اړه نه څه وويل او نه يې هم په دې اړه د کومې پلټنې خبر ورکړ.