د محبت په لاره تلم کړنګ ته ولــويدمـــــــــــه
اومـــــــا خوځان بللو سم کړنګ ته ولويدمــــــه
زه به نه وم داســـــې ورځ به په تا راشي ګرانــــې
کړې به افسوس د خپل ستم کړنګ ته ولويدمه
چـــــا به چــــې غم د جدايې لرې کولو رانه
هغه اوس تللي له دې چم کړنګ ته ولويدمـــه
هغه دې ډيرې مودې زخم مې ناسور شولو! اوس
پرهر مـــــې نه اخلي مرهم کړنګ ته ولــــويدمـــه
ځکه خو رقیب راباندې ځان څپلی څپلی کړلو
نور تمام مـــــې شولو زغم کړنګ ته لــويدمـــــه
عالمـــــه داسې ګيلــــــــه اکثر له پرديو کيږي
زه ليونی کړم خپل صنم کړنګ ته ولويدمه
څومره ناوخته څومره بې وخته دې ور پام شولو
چې همت وخوړو ستا غم کړنک ته ولويدمــــه
هېواد همت
ګران افغانستان ، کابل جان
وروستي