غــــزل

غم  دې زه  له  غمه پسې  واخيسم
تا چې  زه له  چمه پسې  واخيستم

ګل  ومـــه  زه  تږی  وم  په  تاپسې
ولې  دې   شبنمه   پسې  واخيستم

څو ځله  دوسمال  په  جرګــه ورغــی
اوښکو  زه له   نمه  پسې واخيستم

واي  چې  نیمګړی  درنه  نه   شمه
دې  غزل   قلمه   پسې   واخيستم

ما ويل  چې به  ټوکې او نخرې کوي
دې  منګل  خو  سمه  پسې  واخيستم
 
طالب منګل