زما د زړه په کوڅو بيا ورګډ شوې
وايه اشنا څنګـــه دې پېښـــه وکړه
تا خــــو قسم د نه راتلــو کړې وه
تا خو وعـــده د نه لېدو کړې وه
بيا به زما په زړه څه لوبې کوې
د خداى لپاره نور ستم مه کوه
زما د زړه خونه دې ورانه کړله
دا زندګي دې راته ګرانه کړله
ما مــــې زخمونه لا ګنډلي نه وو
تا پرې د زړه لار بيا ودانه کړله
جـــانان نور مــــې زړه ياري نه مني
و زړه چې مات شي بيا پتري نه مني
ور مې نو څه له زوروې جانانه
بيا ستا نازونه دوباري نه مني
مـــنم په تا باندې مين ومـــــــه زه
تل ستا په مينه کې غمجن ومه زه
په کومو لارو چې يې راغلې اشنا
دا قدمــــونه دې در بېرته واخـــــله
ما مې د وړه دروازې بندې کړلې
دا روغ زړګى دې رانه بېرته واخله
محمد واصل (وصال ) ننګر هار پوهنتون
وروستي