اوس د اغــزيو شته ستاينه ، خو د ګــــــل نشته
اوس دلتـــــه زاغ د باغ پاچا دی، تور بلــل نشته
اوس د تورمخو ستايل ډېر ، د تور اوربل نشته
اوس دی د ږيرې موډ رواج ، خـــو د کاکـــل نشته
اوس د باروتـــو بازار تود ، خو دکاجـــــــل نشته
اوس دکارتوسو خريدار شته ، د چـــار ګل نشته
اوس پخــــــواني ياران په ښار کې ، دکابل نشته
د قيـــام زوړ يار د بل چا شو ، څوک يې مل نشته
د زخــــمي زړۀ د تداوۍ يې ، هېڅ درمـــــل نشته
الحاج الهام الدين قيام ، جرمني 09.09.09
وروستي