د مدیریت نظریې یا تیوري (دریمه او وروستۍ برخه)

 
ج. سیسټمې نظریه ( د نظامونو نظریه ):
سیسټمې نظره تقریبًا له نیمې پېړۍ څخه را په دې دېخوا ده چې د مدیریت په ساحه کې یې ځانګړی ځای پيدا کړی دی،په داسې ډول چې د مدیریت کارپوهان او پوهان په دې نظر دې چې د سیسټمې نظریې په کارولو سره د سازمانې پېچلیو شرایطو درک ، فهم او توضیح کول آسانه شوې دې. سیسټم یا نظام د عناصرو او اجزاوو له هغې مجموعې څخه عبارت دی چې یو له بل سره په متقابله اړیکه، عمل او عکس العمل کې وي،او یو کُلې واحد رامنځته کړې. هر سیسټم د حد او پولو درلودونکی دی چې هغه د بل سازمان له چاپېریال څخه بېلوې او یا یې سره تړې. د سیسټمونو حد او پولې نفوذ منونکې او ځینې نورې یې نفوذ نه منونکې دې. له همدې امله یې په خلاصو او تړلیو سیسټمونو باندې وېشې.خلاص یا آزاد سیسټم له خپل چاپېریال سره مواد، انرژې او معلومات تبادله کوې. یانې هغه سیسټمونه چې له خپل چاپېریال سره په متقابل عمل او عکس العمل کې وې،د خلاصو یا آزادو سیسټمونو یا سازمانونو له ډلې څخه ګڼل کیږې.
د پورتنیو مطالبو په پام کې نیولو سره کولای شو ووایو چې هر سازمان یو سیسټم دی. سیسټمې نظریه سازمان د یو کُل یا یو سیسټم په توګه ګورې. ددې کُل د درک او پېژندنې لپاره د هغه تشکیلوونکي عناصر او اجزاء او همدارنګه د اجزاوو او عناصرو ترمنځ اړیکې او فعالیتونه مهم او اړین ګڼل کیږې. په دې کُل کې هر یو جز له نورو اجزاوو څخه پرته نه شې کولای په ګټوره توګه عمل وکړې، هر تغییر چې د سازمان په یو واحد یا یوه برخه کې رامنځته کیږې په ټول سازمان او د هغه په چاپېریال کې او همدارنګه د سازمان په چاپېریال کې هر تغییر او د هغه ترسره کول ګټور واقع کیږې. د سیسټمې نظریې پر بنسټ په یو سازمان کې نه یواځې داخلې عوامل یا شرایط ، بلکي بهرنې شرایط هم په ټول سازمان باندې تأثیر لرې. د بېلګې په توګه؛ که چیرته د انسان بدن په پام کې ونیسو چې د یو سیسټم یا نظام په څېر کار کوې، نو که چیرته احیانًا د انسان د بدن یو غړی له کار څخه ولویږې او یا هم په سمه توګه کار ونه کړې، د انسان ټول بدن له کار څخه لویږې او په سمه توګه کار نه شې کولای. په سازمان کې هم همدا مسأله شتون لرې، یانې که چیرته په یو سازمان یا اداره کې د هغې له برخو څخه یې یوه په سمه توګه کار ونه کړې نو دا کار د سازمان په ټولو فعالیتونو باندې تأثیر غورځوې او فعالیتونه متأثیر کوې. سربیره پر دې یو سازمان له بهرنیو شرایطو لکه ټولنیزو، سیاسې، امنیتې او اقتصادې شرایطو څخه چې بهرنې عوامل دې، هم متأثیر کیږې او نیغ په نیغه د سازمان په فعالیتونو باندې تأثیر غورځوې. دا موضوع په لاندنې شکل کې وګورئ.
د نوې مدیریت په نظریه کې د سازمان او سازمانې رفتار د مطالعې او څېړنې لپاره باید ټول سازمان ته پاملرنه وشې. په سیسټمې نظریه کې د مدیرانو یا آمرینو دندې په دې ډول دې:
Û      د سیسټم موخې وټاکې او مشخصې یې کړې.
Û      د سیسټم تشکیلوونکې اجزاوې وپېژنې او د هرې یوې دنده وټاکې.
Û      د اجزاو تر منځ د اړیکو ماهیت او متقابلې اړیکې مشخصې کړې.
Û      د اجزاوو تر منځ د یووالې د رامنځته کولو څرنګوالی او له تصادمونو او تعارضونو څخه ډډه کول باید وټاکې.
د سیسټم له نظره سازمانونه د فنې یا تخنیکې، روانې ،ټولنیزو او تشکیلاتې اړخونو درلودونکې دې، له همدې امله د بېلابېلو علومو په برخو کې پراخې پوهې او معلوماتو ته اړتیا لرې. د سیسټمونو نظریې یا تیورې د سازمانونو مطالعه او څېړنه له هر څه څخه زیاته تخصصې او پېچلې کړې ده او دا امر د لوړو مدیریتې تخصصې مهارتونو او وړتیاوو غوښتنه کوې.