
د مدیریت تاریخچه:که څه هم مدیریت په عملې او نوې بڼه له یوې پېړۍ څخه زیات عمر نه لرې، خو په لنډه موده کې یې ډیر پرمختګ او وده کړې ده. په عین حال کې، مدیریت ډیر پخوانۍ قدامت لرې او بشرې ټولنو د پیدایښت له وخته او په ځانګړې توګه د ټولنیز کېدلو او د تمدونونو د رامنځته کېدلو په پړاو کې له هغه سره بلدتیا درلوده. له پخوانیو وختونو څخه پر ځای پاتې آثار او لیکنې ټولې د دې واقیعت بیانوونکې دې چې بشر په هر وخت کې د کورنیو ، سوداګریزو، کرهڼې ، صنعت ، هنر ، آبادۍ ، شخړې، او د هیواد د خپلواکې د فعالیتونو د همغږې کولو او سازماندهې کولو لپاره د مدیریت فنون څخه ( که څه هم په غیر علمې ډول وو) کار اخیستی دی.له همدې امله ښه به دا وې ترڅو ووایو چې مدیریت د نوې عصر د تحولاتو زیږنده دی او بنسټ یې یواځې په پرمختللیو ټولنو کې ایښوودل شوی دی، نورې ټولنو او ملتونو د مدیریت فعالیتونه نه دې تجربه کړې او د مدیریت د څانګې د نننیو مروجو مفاهیمو په رامنځته کولو کې یې ونډه نه ده درلودلې. پخوانې تمدونونه د کرهڼې ، ښار جوړونې، طبیعې قوانینو په کشفولو، له ناوړه پېښو، سختیو، او ستونزو سره د مقابلې لپاره د لارو چارو د لټولو او د انسان د نورو اړتیاوو د پوره کولو لکه د ادبې ، هنري او فرهنګې آثارو د پیدا کولو لپاره غوره او ښې نمونې دې.همدارنګه د کښتونو په ویشلو کې د اوبو لګولو، د مالیاتو د را یوځای کولو ، د ارتباطې لارو د رامنځته کولو، د نظامې قواوو د تشکیل،او د حکومتې سیسټمونو په رامنځته کولو او په دې تمدونونو کې نورې برخې د پلانولو او اجرایې سازمانونو او دستګاوو څخه پرته نه شو کولای تصور کړو. د رنسانس او صنعتې انقلاب د عصر په پېل کیدو سره بشرې ټولنې د بې سارې اقتصادې ، ټولنیزو او کلتورې تحولاتو د ګډوډیو ښکار شوې. په دې عصر کې سترو امپراتوریو په تدریج سره خپل قدرتونه له لاسه ورکړل او په تدریج سره د حکومتونو له صحنې څخه بهر شوې او په همدې ترتیب سره سترو امپراتوریو په تدریج سره خپل قدرتونه کوچینو هیوادونو ته چې د قومې او کلتورې مشترکاتو پر بنسټ رامنځته شوي وو، وسپارل.د قومونو او هیوادونو ترمنځ نویو اړیکو او مناسباتو او همدارنګه د نویو تفکراتو لکه د روسو، جان لاک ، آدم سمیټ او نورو پوهانو د تفکراتو په رامنځته کېدلو سره د بشرې ټولنو تحولاتو چټکتیا پیدا کړه. د بخار د ماشین په اختراع کېدو سره انسان د صنعت او ټکنالوژې په عصر کې قدم کېښوود. نویو تولید شویو وسایلو او ابزارو د زیات تولید او د ټولنو د ضرورتونو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره نوې لاره برابره کړه. د کرهڼې او سوداګرۍ اړیکو ورځ تر بلې پراختیا پیدا کړه او دا په خپله د صنعتې مرکزونو او ښارونو ترمنځ د ځمکنیو او بحرې لارو د پرمختیا او انکشاف لامل شوو. نه منونکې پرمختګونه ، په پټه او پوښل شوې نړۍ کې کشفونې ، د علم، پوهې پراختیا او همدارنګه په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د انسان بې شمیره اختراعاتو د هغه پر ټولنیزو او اقتصادې اړیکو او د ژوندانه په لارو چارو باندې ډير تأثیرات واچول،پوهانو او د نظر خاوندانو په تدریج سره خپله پانګه ددې لپاره وقف کړه چې نوی وضعیت په اصولې او علمې ډول د سازمانونو او د ټولنې د خلکو د پایښت او پرمختګ لپاره تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسې، او په همدې ډول د مدیریت علم چې د پخوانیو په لیکنو او تجربو کې یې ریښه درلودله د علمې او تجربې څېړنو پر بنسټ رامنځته شو.
د یادونې وړ ده چې په اوس وخت کې د مدیریت په اړه ډیرې پراخې څېړنې ترسره شوې دې او د هغه په اړه ډیرې نظریې او تیورې طرح شوې چې د هغو له ډلې څخه یې خورا مهمې عبارت دې له: د مدیریت علمې نظریه ، په مدیریت کې د سلوک نظریه او په مدیریت کې د سیسټم نظریه.
الف. په مدیریت کې علمې نظریه یا تیورې:
د مدیریت له نظریو څخه یوه نظریه چې اوس هم مهمه او له ارزښت څخه ډکه ګڼل کیږي د مدیریت علمې نظریه ده چې د بنسټ ایښوودنکی فردریک ټایلر ( ۱۹۱۷- ۱۹۵۷ ) دی. هغه د امریکا د فلاډلفیا ښار په یوه منځنۍ کورنۍ کې دې نړۍ ته راغلی دی.هغه په (۱۸) کلنې کې په یوه دستګاه کې د کارکوونکو د سرپرست او کارګر په توګه ډیرې تجربې کسب کړې او وروسته یې د میخانیک په توګه د فلز کارې او فولادو د صنایعو په برخه کې مهمه دنده په غاړه واخیسته. ټایلر د خپلې سرپرستې د دوران پر مهال هڅه کوله چې د تر خپلې سرپرستې لاندې څانګې د تولید سطح لوړه کړي، خو د کارکوونکو له زیات مقاومت سره مخ شو، له همدې امله هڅه او کوښښ یې وکړ چې د هغوی د مقاومت لامل او علت پیدا کړې. همدې څېړنو د یو حرکت یا نهضت زمینه برابره کړه چې وروسته د علمې مدیریت د حرکت یا نهضت په نوم باندې مشهور شو. په حقیقت کې ټایلر دې ته پاملرنه وکړه چې هم مدیریت او هم کارکوونکو د اجراأتو موضوع هیره کړې ده. ددې هېرېدنې یا بې پروایې لامل دا وو چې دواړه ډلې په دقیق ډول نه پوهېدې چې د ورځنې مناسب کار او همدارنګه ورځنې دستمزد تر منځ باید څه توپیر شتون ولري. په واقیعت کې هم مدیر او هم کارکوونکې یواځې د کار له اجراأتو څخه د زیات محصول د توزیع په فکر کې وو، یواځې د هغه په اړه یې فکر کاوه او دې بنسټیز فکر ته یې په خپل ذهن کې لاره نه ورکاوله چې کولای شو د کار د ترسره په زیاتوالې سره محصول هم لوړ کړو چې هم آمر او هم کارکوونکی په پوره توګه د هغو له امتیازاتو څخه ګټه واخلې.لنډه دا چې د ټایلر په نظر د سازمان د منافعو او د هغو پر وړاندې د کارکوونکو د دستمزد بنسټيزه لاره یواځې هماغه اجراأت دې.لکه چې کولای شو ښو او غوره کارې اجراأتو ته زیاتوالی ورکړو، پرته له دې چې انسانې قوې او یا هم د زیاتې انرژې احساس ته اړتیا پیدا شې. ټایلر په دې باور درلوده چې د هر کار ترسره کول یواځې د مدیریت د علمې اصولو په کارولو سره ممکن دی، د علمې مدیریت اصول ته په لاندې ډول اشاره کوو:
ـ په بېلابېلو ډولونو د یو کار د ترسره کولو توپیر، او د هغو د ترسره کولو لپاره د علمې طریقو د کارولو له لارې د لنډې طریقې غوره ټاکنه. هر کار د ترسره کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې لرې خو دا چې د کومې لارې یا طریقې په واسطه موږ کولای شو کار په سمه او غوره توګه ترسره کړو نو د مدیریت علمې طریقې له موږ سره مرسته کوې ترڅو د پام وړ لاره یا طریقه وټاکو.
- په دقیقه توګه د کارکوونکو ټاکل، او په سمه توګه د کار د ترسره کولو له طریقې سره د بلدتیا لپاره د هغوی ښوونه او روزنه او همدارنګه د کار د ترسره کولو لپاره د وخت او زمان د معیارونو په پام کې نیول.
ـ د همکارې د راجلبولو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او له هغو طریقو څخه د هغوی پیروې چې د مدیریت له لارې منځته راغلې او طرح شوې دي.
ـ د مدیریت د کارکوونکو ترمنځ په مساوې او همغږې توګه د کار او مسؤولیت ویشل، داسې چې د طریقو د ښه کولو او غوره والې لپاره د طرح کولو او علمې مطالعاتو دنده د مدیریت په غاړه وې او د ټاکل شویو طریقو او معیارونو پوره او کامله پیروې او پلې کېدل د کارکوونکو دنده وګڼل شې.