ستا او د کامیابه خلکو تر منځ اته فرقونه:

 
۱. کامیابه خلک هیڅکله هم زده کړه نه دروی:
داسې فکر وکړه تکنالوژی څومره تغیر وکړ او څومره په چټکۍ سره دا نړۍ  پرمختګ کوی ستا دې دغې مشخص مضمون علم کیدای شی نن پوره شوی وی خو کیدای شی سبا د همدې لپاره یو بل کس یوه نوې لاره را پیداکړی او له تا نه یې په اسانه طریقه اجرا کړی او داسی هم کیدای شی چی څوک پری پوه نشی او ونه توانیږی. که غواړې چې په یوه مشخصه علمی ساحه کې کامیابی لاس ته راوړی نو په مسلسل ډول سره پلټنه، زده کړه، مطالعه، او تجربه په هم دې خاص مضمون کې زیاته کړه ځګه کامیا به خلک د علم د لاس ته راوړلو ډیر زیات وږی دی.
زده کړه کیدای شی چې  له تجربو، تجربو ته عملی بڼه ورکول،  پلټنو،  ، روابطو، زیاتې مطالعې څخه لاس ته راوړل شی، کوشش وکړه چې هره ورځ یو نوی شی زده کړی.
 
۲. کامیابه خلک په ژوند کې مشخص  هدفونه لری:
کامیابه خلک په خپل ژوند کې خاص او مشخص هدفونه لری او دوي په دې پوهېږی چې څه باید لاس ته راوړی، او په دې سوچ کې  وی چی تر کومه او کوم ځای ته لاړشی. دوی دخپل ځان لپاره د لنډ وخت او دایمی ژوند هدفونه لری، دوی همېشه خپل هدفونه لیکی او ترتیب کوی یې، خپل سفر د لست په جوړولو سره پرمخ بیایی  هر سهار دوی له یو هدف سره را پورته(وېښ) کیږی هیڅ وخت نه ضایع کوی هیڅ شی نشی کولای چی د دوی توجه له خپل هدف څخه وګرځوی،  کامیابه خلکو ورځې همېشه ښی تنظیم کړی وی او هر کار په ښه طریقه او مشخص وخت سره پر مخ بیایی.
که چېری ته هم غواړی چې کامیابه اوسېږی نو ته باید داسې خاموشه پاتی نشی او  له هغه خبرو څخه  باید پرهیز وکړی چی تاته د نه علاقی نظریه درکوی. معمولا چې کله د خپل هدف وټاکلو نو ته د هغې په مورد قوی احساسات لرې دا تاته اسانه کیږی چې خپل هدف په اسانۍ سره لاس ته راوړی حقیقت دادی چی ستا هدف هغه څه دی چی ته د هغی دلاس ته راوړلوپه هڅه کې یې او ورسره علاقه لرې، ته د هرې ورځی په کار باندې پوهیږی ستا هدف دادی چې  ددې کار تکمیلول به ستا سره په خپل هدف کې مرسته وکړی خو یوکس بایدا  داسی هدفونه جوړ کړی کوم چی واقعآ هغه یې غواړی، هغه ته اطمینانی، او خوشحاله ژوند ورکوی. نو ددې لپاره کوم   سخت کار چې ته یې کوی  دومره به سخت هم نه وی.
۳. کامیابه خلک مشکلات او سختۍ قبولوی:
هره مانع، مشکلات، ناکامی، او بل هر مشکل کار چی تاته ذهن ته درځی کامیابه خلک د خپلو اهدافو لاس ته راوړلو کې ورسره مخ کېږی. کامیابه خلکو ته د مشکلاتو  حل پیداکول همیشه خوند ورکوی کنه نو د نړۍ د مشهورو کسانو په اړه پلټنه وکړه.
ځان ته ووایه چې له چا نه باید نصیحت زده کړم.
کنه نو له دې لېست نه کولای شی کمک واخلی
 
روانشناسی ــــــــ Dr. Phil
تجارت      ــــــــ  Richard Branson
ټکنالوژی   ــــــــ Steve Jobs
آشپزی     ـــــــRachael Ray  
صنعت      ــــــ Martha Stewart
اوداسی نور.....





۴. بریالی خلک عاجز وی:
بریالی خلک نه غواړی چې د کومې راکړی په خاطر بریالی واوسی ځکه دوی په دې پوهیږی چې موږ په بخت نه، بلکی په خپل زحمت رسیدلی یو ته کیدای شی ووایې چی بریالی خلک صرف خپل ځان پېشرفته کوی خو نه!  دا یواځی د هغه مارکیټ نه یو بخش دی. که چیری ته په خپل ځان او کار باندی دیر مغروره وی نو هیڅوک به هم تاته احترام ونه کړی حتی که ستا نتیجه هر څومره مثبته وی ځکه چی ستا مغرور والی خلکو ته شک پیداکوی او خلک په پری باور نشی کولای نو کامیابه خلک باید په خپل ځان افتخار ونه کړی تر څو د خلکو اعتماد لاس ته راوړی.
۵. بریالی خلک همېشه نور تشویق کوی:
بریالیو کسانو خپل بریالیتوب تنها په خپل علم لاس ته نه دی راوړی او نه دوی خودخواه دی. دوی په دې باور لری که څومره بریالی کسان په دنیا کې وی هغومره به نړۍ ښېرازه او  ژوند ښکلی وی.  
 
۶. د بریالیو کسانو فکرونه او احساسات همیشه په کنټرول کی وی:
کامیابه او بریالی خلک همېشه مثبت او ښه نظر لرونکی کسان دی حتی دوی خپلو څلورو طرفونو ته ډیر په مثبت او ښکلی نظر سره ګوری. ناکامه خلک همیشه په تېر وخت ژوند تېروی او اوسنیو مشکلاتو ته په تېرو شویو واقعو ځوابونه ورکوی نو ځکه دوی دهمیش  لپاره پاتی راغلی ددې په خاطر هرکس ته ضرور ده چې خپل داخلی او خارجی انعکاسات وپیژنی.
هر هغه چا چې تاته درد درکړی هغوی باید معاف کړی تر څو صلحه منځ ته راشی او خپل ژوند ته دوام ورکړه !!!.
۷. بریالی خلک همېشه متوازن ژوند لری:
نظر موږ ته بریالیو کسانو ژوند له هغه چا سره تیر کړی چی د هغوی سره مینه لری. دوی پوهیږی چی دا خلک له دوی سره مینه لری او دوی  همېشه حمایت کوی په دې باندی ښه پوهیږی چی باید  د وخت او شخصی کارونو ترمنځ توازن او برابر والی موجود وی ترڅو چی خوشحاله او ارامه وی.
او نور هغه نا بریالی کسان او یا هغه څوک چی زیات کوشش کوی چی لږ او یا زیات وخت له یو شی او یا له یو مشخص کس سره تیر کړی مثلآ که ته ډیر زیات شخصی وخت ولری نو ته نشی وکولای چی کامیابه شی ځکه ته زحمت نه وباسی،  اویا که چیری ته ډیر زیات مصروف وی نو خوشحاله ژوند به ونه لری او همیشه به تر فشار لاندې وې.
نو ددې دواړو ترمنخ باید توازن او برابروالی موجود وی ................نو خپل توازن پیداکړه.
۸. له منفی انرژی نه همېشه لېروالی:
بد وختونه هر چاته واقع کیږی خو کامیابه اوبریالی خلک همیش خپل ژوند سره مثبت چلند کوی. نه غواړی چی له دی طلایی خط  نه پښه ښکته کړی. هغه څوک چی دوی نه حمایت کوی، هغه څوک چی دوی سره منفی چلند کوی، هغه څوک چی غواړی دوی کندې ته و غورځوی، او حتی هغه څوک چې ددوی لپاره بخیل وی نه یې خوښوی.
په ژوند کې د ناکامیو مخه نه نیول کېږی خو که چیرته زه هر وخت یو څه ترې زده کړم نو د بریالیتوب چانس به مې زیات شی.
 
ژباړه
واحدالله همتی