
یوه ورځ په یو پارک کې د یو سړی تر څنګ په یوه چوکۍ ناسته وم چې مخامخ راته ماشومانو لوبې کولې.
له خبرو وروسته مې ورته وویل، هغه زما زوی دی، دهغې ماشوم تر څنګ کوم چې سور جاکټ یی په ځان دی او یو له بل سره لوبې کوی.
سړی ځواب ورکړ امممممممم ښه ښکاری، هغه زما لور جانه ده .... د نورو ماشومانو ترڅنګ بایسکیل چلوی د سپینو کالیو واله. سړی خپل ساعت ته وکتل او لور ته یې غږ کړ “میلیسا” تا ویل چې ځو به وخت پوره دی ، لوریې غږ کړ خیر فقط پنخه دقیقې نورې پلار جانه! خیر پنخه دقیقې نورې پلار جانه! نو سړی سر وښورو او میلیسا هم خپل ځغلول د بایسکیل بیا پیل کړل خو دا پنځه دقیقې پوره شوې پلار یې بیا ودرېدا او غږ یې کړ چې د تګ وخت دی.
خو جینۍ یو ځل بیا په معصوم آواز سره وویل خیر پلار جانه! پنځه دقیقې نورې نو پلار یې بیا ورته وایی چې ګوره فقط پنځه دقیقې درکوم او بس، نو ما ته هم سوال پیداشو ورته ومې وویل چې دېر حوصله ناک سړی یې!.
سړی موسکی شو او له یو څه ځنډه وروسته یې راته یې وویل زما د لور مشر ورور “ټامی ” تېر کال د لته یوه موتر ووهلو او مړ شو .......خو موتروان هم دیر زیات څښلی وو په ځان نه پوهیده او ما هم له ټامی سره ډیر وخت نه وو تېر کړی ځکه کله کور کله په وظیفه کې.
نو زه دې دې د پنځو دقیقو لپاره هر څه ورکولای شم نو دا تصمیم مې ونیوا چې بیا داسې غلطی له میلیسا سره ونشی. حد اقل دومره فکر خو وکړی چې پنځه دقیقې نور هم وخت لرم چې بایسکیل وچلوم.
حقیقت دادی چی زه په دې خاطر پنځه دقیقې ورکوم چې د هغه لوبې او ساعتیری وګورم.
اخلاق:
ژوند ټول د خوشحالیو او ښه وخت جوړول دی، او کورنې د ټولو شیانو، خوشحالیو او ښو وختونو په سر کې ده نو ټول وخت له هغه چا سره تېر کړه چې مینه یې درکړې...... او ته ورسره مینه لرې.
ژباړه
واحدالله همتی