
لیکوال: محمد نبي لېوال کټوازی
کوڅه ده تنګه، ما ساتې او کنه؟
د بنګړو شرنګه، ما ساتې او کنه؟
سپینه کوتره زموږ کور ته راغله
ویل یې ملنګه، ما ساتې او کنه؟
توره لونګه له خوشبو نه دې جار
توره لونګه، ما ساتې او کنه؟
ایمان لالیه، لیلو داسې وایي
د وخت له جنګه، ما ساتې او کنه؟
دا د ذبیح الله ایمان د هغه غزل بیتونه دي چې د تېرې سې شنبې پر ورځ د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د ادبي بهیر په دویمه غونډه کې کره کتنې ته وړاندې شول. غونډه د عزت الله ذاهد له خوا د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه. د معمول په څېر غونډې درې برخې لرلې چې لومړۍ برخه یې رپورټ، دویمه برخه یې کره کتنې او درېیمه برخه یې آزادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې ویاندوی یې عبدالحمید هڅاند و.
د تېرې غونډې رپورټ محمد نبي لیوال کټوازي وړاندې کړ، فضل الحق طاهرزي د رپورټ په اړه وویل چې په رپورټ کې باید لومړۍ غونډه ذکر شوې وای، او د دې جملې پر ځای چې غونډه ترسره شوه داسې لیکل شوي وای چې غونډه وشوه، ښه به وای.
شاهدالله شاهد ساپي وویل چې لومړی رپورټ و، خو ښه لیکل شوی و. عیسی خان تسل وویل: په رپورټ کې باید نېټه مشخصه شي.
استاد لال پاچا ازمون وویل: په رپورټ کې باید کرونولوژیک سیستم مراعات شي، جملې یې سمې او انداز یې ښکلی و.
ورپسې ذبیح الله ایمان غزل کره کتنې ته وړاندې کړ.
کوڅه ده تنګه، ما ساتې او کنه؟
د بنګړو شرنګه، ما ساتې او کنه؟
فضل الحق طاهرزي وویل چې د دې بیت منطقي تړښت ښه دی او د مانا له پلوه بشپړ دی. استاد ازمون وویل چې ځینې وخت له نامحسوسه شیانو څخه لوړه غوښتنه کېږي چې د بنګړو شرنګ دی او د بنګړو شرنګ یې شاعرانه ښکلا ده.
له جنګه ستړی یم، د امن رنګه
د امن رنګه ما ساتې او کنه؟
غزن نیازي وویل: د امن رنګه یې ښه ترکیب دی.
استاد ازمون وویل: ردیف یې ښکلی دی غزل ته یې تسلسل ورکړی، چې د تسلسل غزل ورته ویلی شو او د غزل موسقیت یې لوړ وباله.
سپینه کوتره زموږ کور ته راغله
ویل یې ملنګه، ما ساتې او کنه؟
غزن نیازي وویل چې سپینې کوترې د سولې لپاره وي او شنې کوترې د زیارت وي. فضل الحق طاهرزي وویل چې په دې بیت کې ښکلا او معنویت ډیر زیات دی. سوله یې داسې انځور کړې چې ګواکي سوله موږ ته زارۍ کوي چې زما د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړئ.
فتح الله ذهیر وویل چې د ویلې پر ځای وایي راشي، ښه به وي.
خماره، یه خماره، یه خماره
خماره بنګه، ما ساتې او کنه؟
غزن نیازي وویل چې د کلماتو تکرار یې غزل ښکلی کړی. نجیب ژمن وویل چې یه خماره لهجوي تغییر دی چې څوک یې اې هم وایي.
د رباب ترنګه، لیونی دې کړمه
د رباب ترنګه، ما ساتې او کنه؟
غزن نیازي وویل: رباب سړی له خپله حاله باسي خو دی غواړي چې په دې حال کې پاتې شي. فضل الحق طاهرزي وویل: که په شاعرانه حالت کې لېونتوب ښه وي، نو بیا ولې دی په لېونتوب کې پاتې کېږي.
توره لونګه له خوشبو نه دې جار
توره لونګه، ما ساتې او کنه؟
غزن نیازي وویل چې دلته شاعر د مانا له کمښت سره مخامخ شوی. رحمن الله توتاخیل وویل چې د غزل اکثریت کلمې په پښتو دي نو جار هم که ځار راغلی وای ښه به و.
ذبیح الله ایمان وویل: که چیرته د ویلي پر ځای وایي راوړل شوي وای، نو زماني تغییر رامنځته کوي او ټولو نظرونه یې د قدر وړ وبلل او ورڅخه مننه یې وکړه.
ورپسې فضل الحق طاهرزي غونډه و ارزوله. نوموړي وویل چې له نېکه مرغه ډېر بدلون په غونډه کې راغلی او باید ورته رسمي بڼه ورکړو. نوموړي داسې ادبي بهیرونه د ادب او هنر د زده کړې لپاره عملي ډګر وباله او د ادب له مینه والو څخه یې غوښتنه وکړه چې داسې ادبي ناستې جاري وساتي.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به سمیع الله هیوادمل غزل کره کتنې ته وړاندې کړي. غونډه د غرمې په دوولسو بجو پای ته ورسېده.