
پوهیالی حسن خان درمل
آیا تاسو هم کله چي د نورو پر وړاندي یاست داسي احساس کوئ چي ګواکي د ټولو تر نظر لاندي یاست او هغوی تاسو ارزوي؟
په داسي ځایونو او حالاتو کي د خبري کولو پرمهال مو د زړه ضربان زیاتیږي؟ په څیره کي مو بدلون راځي؟ خولې کیږئ؟ پښې او لاسونه مو لړزیږي؟ آیا هر وخت پرته له کوم ځانګړي دلیل څخه تشویش کوئ او زړه نازړه کیږئ؟ آیا داسي تصور کوئ چي ګواکي له ډیرو ناوړه پېښو ( تصادف، ناروغي، او ...) سره به مخ شئ؟
دا او دې ته ورته ټول حالات د یوې ستونزي او نازوغي ښکارندوی دي چي په ټولیز ډول اضطرابي اختلالات ورته ویل کیږي. اضطراب یو داسي ناخوښ او زړه نیوونکی احساس دی چي له تشویش او نګراني سره یو ځای وي. په معمولي ډول نښي نښاني بدني پېژندل شوې علامې دي. که څه هم د اضطراب ټولي نښي په یو ځای پر انسان نه راځي، خو بیا هم هر هغه شخص چي اضطراب او تشویش لري کیدای شي له لاندینیو څخه یو یا څو حالتونه پښې وي:
د زړه درزا، نفس تنګي، د خفګان احساس، د خولې وچوالی، خولې کیدل، د ډیر سوړوالي یا تودوالي احساس، د لاسونو او پښو او یا ټول بدن لړزېدل، په غږ کي بدلون، اسهال، د ادرار ( متیازو ) جریان یا تکرار، غیر ارادي حرکات، بې قراري، د سر درد، د ژبې بندیدل، هیریدنه، بې خوبي او ....
د بلي هري ناروغي په څیر ( مخنیوی له درملني څخه غوره دی).
د دې د درملني لپاره بېلابېلي لاري شتون لري د بېلګې په توګه؛ دارو درملنه، رفتار درملنه، شناخت درملنه، کورنۍ درملنه، مشاوره، د ځان سوکالۍ طریقې، او ...
خو که چیرته په لنډ ډول ووایو چي که چیرته تاسو تشویش کوئ او یا اضطرابي یاست، نو په لومړي سر کي د خپلي ناروغي لامل معلوم کړئ او کوښښ وکړئ چي د ځان لپاره یو داسي څه وټاکئ ترڅو د هغه په یادولو سره ستاسو تشویش له تاسو څخه هیر شي، یا دا چي په دې اړه له پوهو کسانو سره مشوره وکړئ ترڅو ښې لاري درته در وښیي، تر ټولو غوره درملنه یي د کورنۍ د غړیو او په ځانګړې توګه د پلار او مور پواسطه کیدای شي، ځکه هغوی ته تر بل هر چا د زړه خبره روښانه کیدای شي، او هغوی هم تاسو ته سمه مشوره درکولای شي.
یادونه: که چیرته تاسو هره رواني ستونزه ولرئ نو کله چي تاسو له یو چا سره د هغې حل غواړئ باید او باید خپله ستونزه ورته په ډاګه ووایئ، یاني له هغه څخه هیڅ هم پټ نه کړئ، ځکه که تاسو څه پټ کړئ نو ستاسو ستونزه به بیا هم له تاسو سره پاتي شي.