څه ډول کولای شو آرامښت ولرو ترڅو خوشحال ژوند وکړو؟

 
پوهیالی حسن خان درمل
په نننۍ نړۍ کي چي له اضطرابونو او فشارونو څخه ډکه ده هر شخص دېته لېوال دی او هیله لري ترڅو د آرامښت او سوکالي له نعمت څخه برخمن شي. خو آرامښت ته د رسیدو لپاره یواځي هیله او آرزو کافي نه دي، بلکه څو ګامونه باید وړاندي ولاړ شو او لاس په کار شو. لاندني څو موارد چي تاسو یي لولئ د ارواپوهني ځیني داسي تکنیکونه دي چي له تاسو سره به د تشویش او نګراني په له منځه وړلو او د آرامښت او خوښي په رامنځته کولو کي له تاسو سره پوره پوره مرسته وکړي.
لومړی راز: تل له الله ( ج ) سره په اړیکه کي اوسئ!
دوهم راز: مثبت فکر وکړئ!
دریم راز: خپلي پرېکړي یا قضاوتونه وځنډوئ ( ژر پرېکړه مه کوئ!)
څلورم راز: په خپل داخلي آرامښت تمرکز ولرئ!
پنځم راز: پر هغه څه راضي واوسئ چي تاسو یاست!
شپږم راز: اخلاقي دستورونو ته درناوی ولرئ!
اووم راز: نوی لیدلوری ومومئ!
اتم راز: خپل مثبت صفتونه نور هم ډیر کړئ!
نهم راز: خپل ( حسونه ) یو له بل څخه بېل کړئ!
لسم راز: د خپل ژوند له چاپېریال څخه اضافي وسایل لري کړئ!