د لوګر را ستانه شوي کډوال څه وايي ؟


تېره ورځ د لوګر ولايت مرکز پل علم ښار کې په سل ګونو هغو کډوالو يوه مظاهره او لاريون ترتيب کړی ؤ چې تېر کال همدغو ورځو کې له پاکستانه را ستانه شوي او د پوره کال په تېرېدو سره لاهم د حکومت له خوا هغه يوه ټوټه ځمکه نه ده ورکړل شوې چې په ټول هېواد کې را ستنېدونکو ته ورکول کيږي .
په دې لاريون کې ګډونوالو له چارواکو غوښتنه کوله چې بايد نور يې ونه ځوروي او هغه يوه يوه ټوټه ځمکه ورته وسپاري چې دوی يې د خپل کور او سر پناه جوړولو لپاره مستحق پېژندل شوي . لاريون والو شعارونه ورکول چې فاسد او بې کفايته چارواکي دې له کاره ګوښه او حکومت دې د خپلو هېوادوالو په خدمت او پالنه کې له نا غېړۍ لاس واخلي . دا لاريون چې څو ساعته يې دوام درلود ، د چارواکو له خوا تر ډاډ ورکولو وروسته پای ته ورسېد .
خو چارواکو مظاهره کونکوته ايله دومره ډاډ ورکړ چې که بيا هم ستاسې مشکل حل نه شو نو چې بل وار هر څو ورځې لاريون او مظاهره کول غواړئ ، امنيتي اداره به ستاسې د خونديتوب چاره په ښه ډول ترسره کوي . د مظاهرې د ګډونوالو ځينو مشرانو او مدني فعالانو له حکومته په کلکه وغوښتل چې را ستانه شوو مهاجرينو ته ژر تر ژره خپل حق وسپاري .
دوی زياته کړه له تېر يوه کال را هيسې څو زره کورنۍ په خورا بد وضعيت په شاړه او بيديا کې له خپلو ماشومانو ، ناروغانو ، سپين ږېرو او ښځو سره بې کور او سرپنا پراته دي چې په ډېرو ناوړه اقليمي شرايطو کې را ګير دي . دوی زياتره په خيمو ، چوپالونو او څپريو کې هم د ژمي ساړه وزغمل ، هم واورې بادونه و باراونه اوهم دادی اوس د ګرمۍ ورځې ورباندې راغلې خو لا هم د کورو لپاره د ځمکې درک نه لګيږي .
د يادونې وړ ده چې يادو کډوالو ان لا څو کاله مخکې څو څو ځله د لوګر له چارواکو او د هغه مهال د مهاجرينو له وزير نه دا ډاډ ترلاسه کړی ؤ چې هر کله له پاکستانه را ستانه شي نو ډېر ژر به د لوګر دمهاجرينو ښار ګوټي کې د کورونو لپاره ځمکه او ګڼې نورې اسانۍ او مرستې ورته چمتو وي .
خو له بده مرغه چې د نا اهله او بې کفايته ادارو له لاسه دغه مظلوم او بې وسه کډوال هماغسې محروم او در په دره پراته دي . ښايي همدا وجه وي چې پاکستان کې دېره په ميليونو کډوال سره له ډېرو تلوسو بيا هم خپل هېواد ته زړه نه شي را ښه کولی . ځکه خو اوس چارواکو ته لازمه ده چې په هر صورت د دغو بې وزلو مرسته وکړي او په دې هکله بې پروايي او بې غوري پای ته ورسوي .
رپوټ : فاروق غلجی