جُرم یا Crime

  جرم یوه ټولنیزه او نړیواله پدیده ده چي د سرپېچي، سرکښي، انحرافي او ناخوښ رفتار تر نومونو لاندي د بشر له پیدایښت سره پیل شوی دی. ډیری پوهان وایې چي جُرم یوه ټولنیزه پدیده ده، خو کیدای شي دا نزدیکت سم نه وي، ځکه د واقعیت په نړۍ کې ناروغي په هغو نښو نښانو او علایمو سره مشخصه کیږي چي محسوس اړخ ولري او کیدای شي چي په خپل سر تر څېړني لاندي ونیول شي، خو داسي هیڅ عمل نشته چي په خپله دي جُرم واوسي.
عملي زیانونه او ضررونه که هرڅومره هم ډیر وي، خو مرتکب ته یې هغه وخت مجرم ویل کیږي چي عمومي افکار او ډله اییز اعتقادات یې مجرم وپېژني.
د جُرم تعریفونه ډیر دي خو له ډلي یې دلته یواځي یو تعریف ذکر کوو:
جُرم د اخلاقو یا رفتار پر خلاف هغه عمل دی چي د ټولني په ضرر تمامیږي.
یا که داسي ووایو چي : هر هغه عمل چي مجازات ولري، جُرم دی.
د جرُم په اړه نظرونه:
۱ – حقوني او قانوني نظر: جُرم د قانون پر وړاندي یو ارادي او عمدي عمل دی چي د بخښني او ملاتړ وړ نه دی، مُجرم باید ونیول شي او د قانون د پلي کوونکو بنسټونو لخوا باید مجازات کړل شي.
۲ – کلتوري یا فرهنګي نظر: هره ډله یو لړ رفتاري معیارونه لري چي لاره او طریقه ورته ویل کیږي. دا معیارونه ضرورتاً د قانون پواسطه نه وي تدوین شوي، بلکه هر شخص د هغې ډلي د نظر له مخي چي غړی یې دی، له خپلي لاري او طریقې سره یو عمل ( سم ) او یا که د هغوی د لاري او طریقې سره خلاف وي ( ناسم ) ګڼي، جُرم ورته وایې. دا لاره او طریقه د هر ټولني په کلتوري ارزښتونو پوري تړلي دي.
۳ – د حقوق بشر نظر: دا نظر داسي باور لري چي په ټولنه کې باید د ټولو وګړیو حقوق تأمین شي. او د غذا حق، د مسکن حق، د پوښاک حق، روغتیایې امکانات، ښوونیز او شغلي امکانات، او همدارنګه د لوټمارانو پر وړاندي یې باید امنیت تضمین شي. دا ټول موارد سم او پر حق دي او د جزا قانون یې باید تضمین او ترسره کړي. نو له دې حقوقو څخه انکار یا انحراف، جُرم ګڼل کیږي.
تبصره: په افغانستان کې څوک دي چي قانون او د نورو حقوق تر پښو لاندي کوي؟
ولي ځیني اشخاص که ددوی په ناسمه لاره هم ورسره ولاړ نه شې ستا حق ضایع کوي؟
ولي ځیني وګړي هر څه ځان ته غواړي او نورو ته حتی د انسان په سترګه نه ګوري.
له هره اړخه یې د ټولني پر وګړیو تأثیر او اغېز منفي دی، ځکه کله چي د نورو حقوق پایمال شي، نو ناامیده، افسرده، مضطرب او ناهیلي کیږي او حتی خپل ژوند ورته یو ستر ګواښ وي.
کله چي په ټولنه کې د څو وګړیو لخوا اجبار حاکم شي بیا هم د خلکو په روح او روان منفي تأثیر کوي او د خپلي خوښي او میل پرخلاف د بل په خوښه ځي.
«هغه وګړي چي په هیواد جُرم کوي که واقعاً هم پر خپل ځان اسلامي اصول، مقررات او حتی تر هغو را لاندي انساني قانون پلی کړي،او ترڅنګ یې ټولنیز عدالت په پام کې ونیسي نو هیڅکله به هم د جُرم نړۍ ته ور دننه نه شي.»
ټولنه او جُرم:
هیڅ داسي ټولنه به ونه موندل شي چي په هغې کې دي په بېلابېلو طریقو جُرم شتون ونه لري. له کومه وخته چي انسانانو د یو او بل ترڅنګ ژوند غوره کړی او سره را یوځای شوي دي، نو له هماغه وخته څخه جُرم هم پراختیا کړېده.
په هره ټولنه کې داسي مُجرمان شتون لري چي د هماغي ټولني وړ وي، ځکه ټولنیز چاپېریال د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ په اشخاصو تأثیر کوي او هغوی د جُرم وخواته ور کش کوي.
ټولنیز چاپېریال کولای شو په څو برخو ووېشو لکه (کورنی، اتفاقي، ټاکنیز یا انتخابي، او تحمیلي ).
۱ – کورنی چاپېریال: د چاپېریال د شخص په خپله خوښه نه ټاکل کیږي او په هغه کې د شخص اراده او غوښتنه دخالت نه لري. ماشوم په دې چاپېریال کې سترګي نړۍ ته رغړوي او له لویانو څخه په تقلید کولو او تلقین منلو سره د خپل شخصیت ستنیې ټینګوي.
کورنی چاپېریال د انحرافي رفتار له ښکاره کېدو او په جُرم باندي له مرتکب کېدلو سره نېغ په نېغه اړیکه لري. د بېلګي په توګه: که چیرته یوه کورنۍ د خپل ماشوم پر وړاندي له غلط رفتار څخه کار واخلي نو ماشوم کیدای شي له کورنۍ او حتی له ښوونځي څخه فرار وکړي، او کوڅه اییز ژوند غوره کړي. چي په دې صورت کې ویلای شو یاد ماشوم کیدای شي د کورنۍ د بې غوري له امله په بېلابېلو جُرمونو اخته شي.
۲ – اتفاقي چاپېریال: په دې چاپېریال کې چي مؤقتي چاپېریال هم ورته ویل کیږي د ښوونځي، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو چاپېریال شتون لري. دا چاپېریال د ژوندانه د ځانګړیو پړاونو رامنځته کوونکی دی او په خپل وار سره وګړي تر تأثیر لاندي راولي. نو که چیرته له شخص سره د ښوونځي، کار او نورو فعالیتونو په برخه کې له شدت، جدیت، تندو افکارو، بد اخلاقي، او … څخه کار واخیستل شي، شخص کیدای شي جُرمي شي.
۳ – ټاکنیز یا انتخابي چاپېریال: دا هغه چاپېریال دی چي په خپله یې شخص د ځان لپاره ټاکې، یاني د فشار او تحمیل اړخ نه لري. په کورني چاپېریال ورګډیږي او د ( همسر ) له ټاکلو سره سم پیل کیږي. همدارنګه په دې چاپېریال کې د کار ، لوبو، او د فراغت د وخت د تېرولو ( د دوستانو، ټولنیزو ارتباطي وسایلو ټاکل ) نور ډیر چاپېریالونه شتون لري.
له یادو شویو مواردو څخه یې هر یو د شخص پر کړنو تأثیر لري، او د هغوی ناوړه او غلطي کړني شخص د غلط رفتار او غلطو کړنو وخواته بیایې.
۴ – تحمیلي چاپېریال: داسي چاپېریال دی چي آزادي یا په کُلي ډول پکښي نه وي او یا محدوده شوې وي. یاني شخص نه شي کولای چي په خپله خوښه څه وټاکې بلکه هر څه یې تحمیلي بڼه لري. لکه زندانونه، دارلتأدیب، ځکه مُجرم مجبور دی چي ویې مني.
قضاوت یې ستاسو، په افغاني ټولنه کې کوم یې د جُرم په ترسره کولو کې ستره ونډه لري؟
فقر او بیکاري:
د جُرم د چاپېریالي لاملونو څخه یې کولای شو د فقر، بېکاري، بېسوادي، ناپوهي، او ناوړه اقتصادي شرایطو نومونه واخلو. په ډيری فرهنګونو کې یې فقر ( د ژوندانه د اړتیاوو د نه برابروالي ) په نوم یاد کړی دی.
ډیری ټولنپوهان دي چي فقر او بېنوایې د جُرم په رامنځته کولو کې ستر لاملونه ګڼي او وایې چي د ( خالي لاسي شخص ) سره د حقارت عقده پیدا کیږي او جُرم ته یې واداروي.
په هغو هیوادونو کې چي شتمني په عادلانه ډول نه توزیع کیږي، نو فقیر هم ورځ تر بلي فقیر او شتمن ورځ تر بلي بډای کیږي. په پایله کې یې ټولنیز ارزښتونه خپل اعتبار له لاسه ورکوي، ټولنیزه څارنه ورو کیږي او تخلفات او تباکارۍ عمومیت مومي.
(( په دې برخه کې غواړم د هیواد له سترو شخصیتونو څخه یې د نوم له ښوودلو پرته د یوه یادونه وکړم. دا شخص شخصیت دی، ښه عالم او سیاست پوه دی، دومره شتمني لري چي د هیواد پر سطح کېدای لومړی او یا دوهم شخص واوسې. دې شخص په خپل یو کتاب کې لیکلې وو چي که چیرته د اسلامي هیوادونو شتمن خپل کلنی زکات په سمه توګه توزیع کړي نو په هیڅ اسلامي هیواد کې به غریب او فقیر شخص پیدا نه شي. خو که چیرته له دې شخص څخه پوښتنه وشي چي پر دې خبره تا تر کومه بریده عمل کړی، کیدای مقابل شخص په مرګ وګواښل شي، یاني کله چي دا شخص پر خپل وینا لیکل شوي او بیان شوي وینا عمل نه کوي نو هیڅ تمه هم باید په نورو برخو کې ور څخه ونشي)).
د فقر او بېکاري رواني اړخونه ډیر زیان رسوونکې دي، ځکه نوموړي اشخاص په بېلابېلو د ټولني ضد رفتارونو لاس پوري کوي، معتادیږي، غلاء، لاري شکوونه، قتل او … ترسره کوي.
هیله ده په هیواد کې حاکم دولتونه د خپل ولس پر وړاندي د مسؤولیت احساس وکړي، د هیواد ملي شتمني په مناسبو برخو کې مصرف کړي، د هیواد ځوان قشر ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو په راتلوونکې کې د خپل ولس، ټولني او هیواد لپاره ګواښ ونه اوسي.
حکومتي جرایم:
آیا کولای شو ووایو چي حکومتي مقامات د جُرم مرتکب کیږي؟ که چیرته جُرم له هغه مفهوم څخه لوړ تعریف کړو چي تر اوسه بیان شوی دی او هغو اخلاقي غلطیو او خطاءګانو ته اشاره وکړي چي ناوړه پایلي ورڅخه لاسته راځي، نو ځواب په پوره ډول روښانه دی.
د تاریخ په اوږدو کې دولتونه د ډيرو خورا وحشتناکو جُرمونو مرتکب شوي دي، له ډلي څخه یې: په پوره توګه د اقوامو محوه کول، د عادي خلکو په ډله اییزه توګه بمبارول او …. خو که چیرته جُرم د مډرنو قوانینو په نقض کولو سره تعریف کړو نو ډیری وختونو حکومتونه په ډیره جنایتکارانه توګه عمل کوي. یاني هغوی هغه قوانین تر نالیدلی نیسي او تر پښو یې لاندي کوي چي حکومتي اقتدار یې باید مدافع واوسې. د دا ډول جُرمونو نمونې د دولت په ټولو ارګانونو او همدارنګه هغو کسانو کې شتون لري چي په رأس کې قرار لري.
دا خبره به له واقعیت څخه لري نه وي چي په افغاني ټولنه کې ډیری ستر جنایات، ظلمونه، تیري، د خلکو د حقوقو پایمال کول او … دا ټول د زورمندانو، ټوپکسالارانو، دولتي چارواکو او …. پواسطه ترسره کیږي.
د دولتي چارواکو لخوا د سترو جنایتونو او جُرمونو ترسره کول په هیواد کې ددې لامل شوي دي چي پر دولت او حکومت باندي د خلکو باور کم شي، او د ولس او حکومت تر منځ فاصله رامنځته شي.
نو که چیرته دولتي چارواکې غواړي چي خپل حکومت ولس شموله حکومت کړي، د خلکو پاملرنه او همکاري را جلب کړي نو باید د هغوی د غوښتنو، هیلو، آرمانو، تمنیاتو، اړتیاوو او … لپاره مبارزه وکړي. په بېلابېلا برخو کې د هیواد ځوان قشر ته د کار زمینه برابره کړي او کار اهل کار ته وسپاري.
( آیا دا منئ چي په حکومت کې د د نااهلو چارواکو په ګمارلو سره جنایات او جُرمونه هم ورسره زیات شوي دي؟؟؟ ).