وېره، اضطراب او اندېښنه

 
پوهیالی حسن خان درمل

دا دری واړه که له یوې خوا اروایې ستونزي دي خو شدت او دوام یې په اروایې ناروغیو بدلیږي.
۱ - اضطراب: د شخص له هغه غبرګون یا عکس العمل څخه عبارت دی چې د یو داسي خطر پر وړاندي یې له ځان څخه ښیي چې دا خطر شتون نه لري.
تشریح: هر باهوښه موجود اضطراب لري، ځکه د ژوندانه بیلابیلي ستونزي دا غوښتنه کوي چې موږ باید ځانونه ورسره سازګار کړو. یو عادي انسان څه نا څه اضطراب ته هم اړتیا لري ترڅو یې فعالیت ته وهڅوي.
۲ - وېره: د شخص له هغه غبرګون څخه عبارت ده چې د واقعي خطر پر وړاندي یې له ځان څخه ښیي.
مثلا؛ له لوړ ځای څخه ویره، له کوم حیوان څخه ویره، له تیارې څخه ویره، له بریښنا او تالندي څخه ویره، له ازمویني او ناکامې څخه ویره او ...
تشریح: هغه شخص چې په دې اختلال مبتلا وي، ښه پوهیږي چې دا ویره منطقي بنسټ نه لري خو د لري کولو وړتیا یې نه لري. شخص پوهیږي چې تړل شوې لار هغه ته کوم ضرر نه شي رسولای خو بیا هم ویره لري چې کیدای شي کوم زیان ورته ورسیږي.
اوس نو که چیرته دا ویره شدیده شي نو شخص د تل لپاره پر خپل ځان بوختوي، له ورځنیو کارونو څخه یې شاته پریږدي چې په دې صورت کې په شخص کې عصبي اختلال را پیدا کیږي او په اروایې ناروغي کې ښکیلیږي.
۳ - اندېښنه یا وسواس: یو داسي حالت دی چې په هغه کې یو ځانګړی فکر او باور د شخص ذهن پر خپل ځان بوختوي او هغه په تکلیفوي.
مثلا؛ ددې فکر چې ایا د دوکان دروازه مې تړلې که نه؟ د شخص ذهن بوختوي او څو څو ځله یې ګوري.
دا حالت هم که دوام وکړي نو شخص په اروایې ناروغي اخته کیږي.