مغزي سکته یا Stroke

 
Stroke یا مغزي سکته هغه مهال منځته راځي چې کله د وینې بهیر دځینو لاملولونو له کبله د مغزو یوې برخې ته کم اویا په بشپړه توګه ودریږي اویا د مغزو په یوې برخې کې خونریزي پیښه شي ، دا ناروغي زموږ د ګران هیواد په ګډون د نړۍ په ډیرو برخو کې د مړینی نیږدې څلورم لوي لامل ګڼل کیږي چې په ټولیزه توګه له ۵۵ کلونو لوړ عمر کې ډیره پیښیدای شي او زموږ خلک یې د سپین ږیرو فلج یا ګوزڼ بولي ، نوو څیړنو په امریکا کې ښوولې ده چې د مغزي سکتې له کبله په ښځو کې د نارینه وو په پرتله ، او په تور پوستو کې د سپین پوستو په پرتله د مړینې لوړې پیښې لري .
د مغزي سکتې ډولونه :
۱: Ischemic Stroke چې د مغزو یوې برخې ته د وینې د بندیدو او یا کمیدوله کبله منځته راځي ، نیږدې ۸۵٪ د مغزي سکتې جوړوي ، پدې ډول کې د انسان د مغزو دننه د وینې یو رګ بند اویا تنګیږي او په وینه کې یوه کوچنۍ غوټه چې ښایې د غوړو څخه جوړه وي دا کوچنی رګ بندوي او پدې توګه د بند شوي رګ اړوند ساحې ته وینه نه رسیږي ، او پدې توګه اړونده برخه د اکسیجن او خوړو له کموالي سره مخ او مغزي سکته منځته راځي .
۲: Hemorrhagic Stroke پدې ډول کې د مغزو په یوه برخه کې د وینې یو رګ چوي او مغزي خونریزي پیښیږي چې ورسره د چا ودلي رګ وروستۍ ساحې ته وینه نه رسیږي او پدې ډول مغزي سکته منځته راځي .
۳: Transient ischemic attacks (TIA)  دا ډول ډیر لږ پیښیږي چې پکي د یوه لنډ وخت لپاره د مغزو یوي برخې ته د وینې بهیر دریږي او مغزي سکته منځته راځي چې کیدای شي لامل یې په وینه کې د غوټې او یا رګ د تنګیدو له کبله وي.
د Stroke لاملونه !
یوشمیر لاملونه یې پورته هم یاد شول ځنې مهم لاملونه یې په لاندي ډول دي .
۱: کورنۍ تاریخچه
۲: د وینې غوړوالی
۳: د وزن زیاتوالی
۴: د الکولي مشروباتو کارونه
۵: د وینې د لوړ فشار شتون
۶: د میوو او سیزیجاتو لږه کارونه
۷: په سر د ضربې خوړل
۸: د وینې د رګونو د دیوال نري کیدل
۹: په زړو خلکو کې د Alpha blocker  درملوچې د لوړفشار او پروسټاټ د غټوالی د درملنې لپاره ورکول کیږي لکه alfuzosin, doxazosin, indoramine, prazosin, terazosin او tamsulosin ډیره کارونه د دې ناروغۍ لامل کیږي په ځانګړي توګه هغه ناروغان چې د مغزي سکتې کورنۍ تاریخچه ولري .
د مغزي سکتې کلینیکي نښې نښانې !
له بده مرغه دا ناروغي هم د ناروغ او هم یې د کورنۍ د غړو لپاره ډیره ځورونکي کلینیکي لوحه تمثیلوي لکه ګنګسیت ، د خبرونه کیدل ، سردردي ، د شعوري حالت خرابوالی ، په لیدلو کې ستونزې ، د خولې او مخ یوې خواته کږیدل ، د دواړو او یا یوې خوا مطلق فلج ، د مټو ، مخ او پښو د عضلو کمزوري کیدل ، په تللو کې د توازن خرابوالی ، د مثانې د فلج له کبله د تشو میتیازونه کنټرولیدل ، کله کله د بدن سخت دردونه او ژور خپګان یې څرګندې کلینیکي نښې جوړوي .
د مغزي سکتې پیژندنه !
د دې ناروغۍ پیژندنه که څه هم ستونزمنه نده خو له بده مرغه مغزي سکته مخکې لدې چې د یوه ډاکټر پواسطه وپیژندل شي په ناڅاپي توګه منځته راځي ، خو د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره د FAST مخفف څخه کار اخیستل ګټورتمامیږي .
Face dropping :F د ناروغ د مخ د یوې خوا کمزوري کیدل یا فلج کیدل
Arm weakness : A د مټوکمزوري یا فلج کیدل
Speech difficulty : Sد خبرو کولو وړتیا له لاسه ورکول
 Time to call a doctor : Tد دې نښو په لیدو سمدستي باید روغتون یا له ډاکټر سره اړیکه ونیول شي
وروسته لدې چې ناروغ روغتون ته ورسول شو په روغتون کې ورته د لاښه تشخیص او د مغزو د اغیزمنې شوي ساحې د معلومولو لپاره, Cerebral angiogram, Electrocardiogram   CT scan , MRI , Carotid ultrasound اود وینې د کلکونکو فکټورونود معلومولو لپاره د وینې معاینات چې دلته پرې ډیر مسلکي بحث نه کوو ، باید ترسره شي .
د مغزي سکتې درملنه !
د درملنې لپاره یې هر ډول ځا نته ځانګړی درملیز رژیم لري خو په ټولیزه توګه نارروغانوته د وینې د کلکیدو ضد درمل ، د لوړفشارکنټرولول ، د اختلاج یا چاړان د مخنیوي لپاره درمل او هم کله کله د درملنې لپاره جراحي مداخلې ته اړتیا لیدل کیږي .
د مغزي سکتې څخه څنګه مخنیوی کیدای شي !
۱: سګرټ او الکولي مشروبات باید ونه کارول شي .
۲: د وزن له ډیریدو څخه باید مخنیوی وشي .
۳: منظم سپورټ ترسره شي .
۴: په خوړو کې لږ غوړ او لږه مالګه وخوړل او هم له میوو او سبزیجاتو څخه ډیره ګټه واخیستل شي په ځانګړي توګه هغه کسان چې د دې ناروغۍ کورنۍ تاریخچه ولري .
۵: هغه ناروغان چې د وینې لوړ فشار ولري باید په نارمل حد کې یې وساتي .
۶ : هغه ناروغان چې د شکرې ناروغي ولري باید وخت پروخت خپل اړین معاینات ترسره کړي .