د Zika  ناروغي

 
دا یوه وایروسي ناروغي ده چې د زیکا د وایرس پواسطه منځته راځي اوپه لومړي ځل په ۱۹۴۷ م کال د یوګینډا د زیکا په ځنګل کې کشف شوه .                                                                                                                 د زیکا لومړنۍ انساني پیښه په ۱۹۵۲ م کال کې ولیدل شوه ، لدې وروسته یې ځیني پیښې په استوایي افریقایي سیمو ، جنوبي اسیا او بحري جزایرو کې ولیدل شوي خو تر ۲۰۰۷ م کال پورې یي ټولې پیژندل شوي پیښې ۱۴  ته رسیږي .   د WHO او CDC د اټکل له مخې کیدای شي نه ثبت شوي پیښې یې تردې څو چنده ډیرې وي .                                په می ۲۰۱۵ م کال د امریکا د لويې وچې روغتیايې تنظیم یا Pan American Health Organization (PAHO)  په برازیل کې د زیکا لومړنۍ تا یید شوي پیښه په مطبوعاتو کې خپره کړه چې پدې بنسټ نړیوال روغتیایي سازمان WHO د فیبروري په لومړۍ نیټه د ۲۰۱۶ کال اعلان وکړ چې زیکا د ټولې نړۍ د روغتیا لپاره یو بیړنی او جدي ګواښ دی اوباید د مخنیوي لپاره یې په نړیواله کچه څومره ژر چې کیدای شي تدابیر ونیول شي .                                              باید په یاد مو وي چې د دې ناروغۍ د مړینې پیښې ډیرې لږې دې خو له بده مرغه اخته میندې معیوب ماشومان زیږوي چې د کوچنیو سرونو یا Microcephaly  ډول معیوبیت پکې ډیر لیدل شویدی .
د Zika د ناروغۍ د خپریدو لارې
دا ناروغي په ټولیزه توګه له لاندې لارو خپریږي !
۱: دا وایرس په لومړنۍ توګه د یوې میاشي له چیچلو څخه چې Aedes Aegypti او Aedes Albopictus  نومیږي له اخته شخص څخه روغ شخص ته انتقالیږي ، البته د همدې میاشي پواسطه Dengue او Chikungunya وایرسونه هم خپریږي ، دا میاشي په ولاړو اوبو ، د حیواناتو د خوړو په ځایونو ، سطلونو ، کاسو او ګلدانونو کې هګۍ اچوي او انسانانو ته نیږدې ژوند غوره کوي چې  ډیری وخت د ورځې لخوا خلک چیچي ، په کمو پیښو کې د شپې لخوا هم انسانان چیچې ، د ا میاشي د ناروغ کس له وینې څخه وایرس اخلي اود روغ کس د چیچلو پوخت کې د ا وایرس د نوموړي وینې ته انتقالوي .
۲: دا وایرس د منتنې مور څخه ماشوم ته د زیږیدو او د امیندوارۍ په مهال انتقالیږي ، خو د شیدو له لارې یې ماشوم ته  انتقال ندی ثابت شوی یعني مورکولای شي ماشوم ته خپلې شیدې ورکړي .
۳: دا وایرس د جنسي مقاربت له لارې اتقالیږي ځکه وایرس کولای شي د وینې په پرتله په مني کې تر ډیره وخته ژوند وکړي .
۴: وایرس کولای شي له اخته کس څخه روغ کس ته د وینې د ورکړې له کبله ولیږدي نو له همدې کبله په هغو هیوادونو کې چې د دې وایرس شتون پکې ثابت شوی دی مخکې د وینې له ورکړې د زیکا وایرس هم د شخص په وینه کې کتل کیږي .
د زیکا د ناروغۍ نښې نښانې
دا ناروغي ځانته ځانګړي نښې نښانې نلري خو په ټولیزه توګه ناروغان ټیټه درجه تبه ، د سردرد ، د بندونو دردونه ، د ملا درد ، د سترګو سوروالی اوبې اشتهایې لرې ، چې دا ډول نښې په نورو ډیرو ناروغیو کې هم لیدل کیږي ، هغه میندي چې پدې وایرس اخته وي د امیندوارۍ پوخت کې باید تلویزیوني معاینات ورته وشي ځکه چې د جنین سر به د نارمل په پرتله وړوکی وي .
د زیکا د ناروغۍ تشخیص
څرنګه چې دا ناروغي د تشخیص لپاره ځانګړي کلینیکي لوحه نه تمثیلوي نو تشیخیص یې هم ستونزمن کار دی خو باید له ناروغ څخه د زیکا ترګواښ لاندې سیمو ته د تګ تاریخچه واخیستل اوهم که په امیندوارو ښځوکې پورتنۍ نښې نښانې ولیدل شي بایید ژرترژره ډاکټرته ورسول او اړوند معاینات او تاریخچه ورڅخه واخیستل شي .
امیندوارو ښځوته په ځانګړي توګه که د زیکا تر ګواښ لاندې سیمو کې ژوند کوي او یا هلته د تګ تاریخچه ولري باید الټراساونډ یا تلویزیوني معاینات ترسره شي ځکه د زیکا په ناروغۍ کې د جنین سر وړوکی یا Microcephly  وي چې د تشخیص لپاره یوه ښه نښه ګڼل کیږي .
د زیکا د ناروغۍ درملنه
د دې وایرس د لمنځه وړلو لپاره درمل نشته اونه هم تراوسه د دې وایرس لپاره واکسین کشف شویدي نو پدې توګه باید ناروغ شخص ته اوبلن خواړه ورکړل شي اوهم دې هڅه وشي چې د ناروغۍ په لومړنۍ دوو هفتو کې د میاشو څخه ځان لرې وساتي او د تبې لپاره دې پراستامول اویا بروفین وکاروي خو اسپرین دې نه کاروي ځکه پدې ناروغانو کې د خونریزي ویره شتون لري .
د زیکا د ناروغۍ مخنیوی
د دی ناروغۍ لپاره تراوسه واکسین ندي کشف شوي خو یواځنۍ ښه وقایوي لاره یی د میاشو د چیچلو څخه د ځان ساتنه ده اوباید په ولاړو اوبوکې د حشراتو وژونکي درمل وشیندل شي ، کړکیوته باید جالۍ ونیول شي او د شپې لخوا باید ماشلومې وکارول شي ، امیندوارې ښځې باید په منظمه توګه معاینات وکړي په ځانګړي توګه تلویزیوني معاینات باید ترسره شي او هغه څوک چې د زیکا ترګواښ لاندې سیمو ته سفرکوي باید ډاکټر ته ورشي او خپل معاینات وکړي اوباید تر روغتیایي تعقیب لاندې ونیول شي .