
په ساده ژبه یې وایم، په کلیواله ژبه!
کلیواله ستا لپاره یې وایم، ښوونکیه ستا لپاره څه پکې شته، ملا جانه ستا لپاره څه پکې شته. درک یې کړه!
دا دښمني هغه وخت پیل شوه چې د اروپا د لویو شتمنیو خاوندانو، پاچاهانو او نصراني کلیسا د مشرق پر لور د تمې سترګې راواړولې ؛ په دې سترګو کې د لویو بربادیو خیري پراته وو.
دوی هغه مشالونه روښانه وساتل چې زموږ د تمدن له لمره یې بل کړي وو او زموږ لمر يې په خپل مکر او چل ډوب کړ.
د دې مکرونو یو بڅرکی هم د ښوونځي او مدرسې جلاوالی دی، زموږ په کلي کې د ښوونځي سرلاري مدرسې ته په ښه سترګه نه ګوري او د مدرسې امام له ښوونځي څخه کرکه کوي.
نه یې اوږدوم ، بلکه لنډه یې را اخلم. علم ټول د اسلام سره تړلی دی، هغه که دنیوي دی او که شرعي، که څوک دا دوه سره جلاکوي نو د دین دښمن دی!
د الله جل جلا له ارشاد دی: إني جاعل في الأرض خليفة... الآية)) بل ځای: و ما خلقت الجن ولإنس إلا ليعبدون... الآية)).
د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی:اعمل لدنياك كأنك تعيش أبدا واعمل لآخرتك كأنك تموت غدا... الحديث)).
دواړه اقوال د انسان رسالت په دنیا کې په ډاګه کوي:
۱- د الله عبادت
۲ – د دنیا ابادي
اسلام هم دنیا اباده غواړي او هم د الله جل جلاله عبادت غواړي. که څوک دین له دنیا جلا کوي د اسلام له رسالت سره یې خیانت کړی دی.
هغه ښوونځی او مدرسه چې په مینځ کې یې دیوال دی هم دا نن ونړوی او دواړه یو کړی، که داسې ونکړی نو.. واعلموا أن الله شديد العقاب... الآية)).
هو! الله سخت عذاب ورکوونکی دی او هرو مرو به له هغو پوښتنه کوي چې د ده په دین کې یې خیانت کړی وي او انسان ته د ده لخوا ورکړل شوی رسالت یې نیمګړی کړی وي.
تر څو چې د ښوونځي او مدرسې تر مینځ دښمني وي نو وږسترګي ګیدړان به تل د زمریانو له دښمنۍ ګټه پورته کوي او د نړۍ په ښیرازه ځنګل به خپله پاچاهي کوي.