
دښمن چې کله ننوت په کور د پښتانه
خو دغه کار يي وکړلو په زور د پښتانه
زما سره په پوهنتون کې ډېر تاجک، ازبک، هزاره او پښتانه وو. اکثرا تاجک به دختر بازۍ ته راتلل او په خپلو کې ډېر سره جوړ وو. د پښتنو کار چاپلوسي وه او هر وخت به يي تاجکو ته چاپلوسي کوله، غټ غټ سرونه به يي نېولي وو او د نورو باډېګارډي يي کوله. په صنف کې يوازې هزاره وو چې د زړه د خلاصه يي درسونه ويل. تاجکو به په زور نومرې اخيستې، پښتنو به په سوال او زارۍ، يواځې هزاره وو چې په خپل لياقت يي نومرې اخيستې. هزاره ګانو د استادانو سره ډېر ښه سلوک هم کاوه.
يو وخت مې په يوه دفتر کې کار کولو. تاسو باور په خداي وکړئ چې د پښتنو د لاسه نور پښتانه پوزې ته راغلي وو. په يوه او بل پسې ورپسې وو. يو او بل يي د پښو غورځول. د يو او بل شيطانت او رذالت يي کولو. همېشه د يو او بل په غيبت نه ستړي کېدل. که په يو دفتر کې شل پښتانه وو، نو هر يو ځان ځان ته د خپل نظر خاوند وو. هيڅوک پکې نيم من نه وو، ټول پوره من من وو، خو البته نورو پښتنو ته. تاجکو، اوزبکو او هزاره وو ته يي ملا ماته وه، خو بس خپل پښتون ورور ته نران وو او بس.
په 1390 کې زما په خپل کلي کې انجنېران راغلل او د برق بند لپاره يي سروې کوله. په پنځمه ورځ پرې زموږ د کلي يو تن ډزې وکړې. انجنېران وتښتېدل او تر اوسه رانغلل او پروژه تراوسه هماغه شان پاتې شوه. په سهار مې ترې پوښتنه وکړه چې ولې دې داسې کار وکړو. په دې کې خو زموژ او تاسې ټولو دايمي ګټې نغښې وې. دا پورته دشتې به ابادې شوی واي. ما او تاته به پکې لس لس جريبه زمکه هم رسېدلای وای. ورسره به دا ټول وطن هم په برق روښـانه شوی وو. راته يي کړل، چې کله به دا بند جوړېدو او کله به ماته زمکه په برخه کېده، خو ماته په همدې ډزو بېګاه شل لکه کلدارې راکړل شوی دي.
په غزني ولايت کې اتلس ولسوالۍ دي چې پکې څلور ولسوالۍ د هزاره ګانو او باقي ټولې د پښتنو دي. د هزاره ګانو هرې ولسوالۍ ته چې ورشې لکه جنت ته چې ورشې. خو د پښتنو يوې ولسوالۍ ته اول تلاي نشې او که لاړ هم شې، نو لکه دوزخ ته چې لاړ وې. ټول پښتانه په خپلو کې بې اتفاقه دي، او هر يو د بل پښې وهي. مکتب او کلنيک شته خو په بمونو الوځول شوي دي. جومات شته خو کنډر دې او امام نلري. د مازديګر نه وروسته څوک د کوره وتلاي نشي. جينکۍ ښوونځيو ته د تلو اجازت نلري. پلونه او سړکونه د څو څو ځلې جوړېدو وروسته په کراتو کراتو وران شوي. د ټولو نه مهمه دا ده چې د پښتنو پدې څوارلس ولسواليو کې يو پښتون هم پارليمان ته کامياب نشو او په پارليمان کې د غزني ټول وکيلان فقد او فقد د هزاره ګانو د څلورو ولسواليو څخه دي.
اوس قضاوت پر تاسو. زما په ولسوالۍ کې نه تاجک شته او نه هزاره، نو بيا ولې هره ورځ د پښتون د لاسه وژل کيژم؟ ولې زما مکتب ته زما پښتون اور اچوي؟ ولې زما جومات زما پښتون ورانوي؟ ولې زما د کلي سړکونه او پلونه زما پښتون ورانوي؟ ولې زما په جنازه کې زما پښتون بمونه الوځوي؟ زما د جنت په شان کلي کې چا دوزخ جوړ کړې؟ چا راته باغونه او فصلونه وسوځول؟ هزاره؟ تاجک؟ اوزبک؟ او که په خپله پښتون؟ اوس څوک ملامته دې؟ د چا نه ګله وکړم؟ کله مې دا زړه داسې راډک شي او وايم چې چېرته لېرې په افريکا کې په يوه لېرې کلې کې پيدا واي چې د شپې په لوږه څملاستلاي، خو پښتون نه واي پيدا!!!
مصطفی دهقان