
تاسو او خدای که مو نور پاکستاني توکي واخیستل البته که د لوګې هم مړه کیږۍ. هغه تجارتي ګټې چې پاکستان یی په افغانستان کې لري، فقد ۵ فیصده یی طالبانو ته ورکوی، او دوی دلته د جهاد تر نامه لاندې خپلو شومو اهدافو ته ځانونه رسوی او خپلې ګټې کوي. په افغانستان کې هر کال د پاکستان مستقیمې او غیر مستقیمي ګټې تر ټریلیونونو ډالرو رسیږي. او د دغو ګټو فقد ۵٪ د ناامنیو لپاره افغانستان ته رالیږي ترڅو ددوې هر نوع قانوني او غیر قانوني ګټې پکې خوندي وي. زه غواړم چې لاندې یو څو ټکو ته اشاره وکړم بیا به تحلیل پرې وکړو:
۱. تاسو په خپله فکر وکړئ چې په ټول افغانستان کې به د ورځې د څومره حیواناتو حلاله کیږي، د اوونۍ به څومره حلاله کیږي، د میاشتې به څومره کیږی او بیا په کال کې. ددې حیواناتو څرمنې پاکستان ته صادریږی او هلته د پراسس نه وروسته بیرته افغانستان ته واردیږی چې هر کال پاکستان ته په میلیاردونو ډالر ګټه رسوي او افغانستان ته په میلیاردونو ډالر تاوان.
۲. هره ورځ په زرهاوو ټنه کباړ پاکستان ته په قانوني او غیر قانوني بڼه اوړي چې د افغانستان اقتصاد ته یوه غټه ضربه او د پاکستان اقتصاد ته غټه ګټه ده.
۳. په زرهاوو ټنه مالوچ یا پنبه هر کال پاکستان ته اوړي چې هغوی یی په ټوکر بدلوی او ګز په ۳۰۰ افغانۍ یی بیرته راباندې پلوري.
۴. هر کال په زرهاوو ټنه تیګه چې د کریمو په جوړولو کې کارول کیږي په غیر قانوني شکل پاکستان ته اوړي، هغوی بیا تری کریمونه جوړ او یو وړوکې بوتل په ۱۰۰۰ افغانۍ راباندې پلوري.
۵. هر کال په لکهاوو متره مربع ځنګلونه په غیر قانوني ډول وهل کیږي، او لرګي یی په غیر قانونی ډول د اوبو په بیعه په پاکستان پلورل کیږي.
۶. د یخو خونو د نشتوالی له وجې په هر موسم کې تازه سبزی پاکستان ته اوړي، هغوی یی په یخو خونو کې ساتي او بیرته هماغه خپله سبزي راباندي ۱۰ چنده ګرانه خرڅوي.
۷. په میلیونوو متر مکعب اوبه هره ورځ پاکستان ته بې د کومې اجوري روانې دي. هلته پرې د برق بندونه جوړ شوی، زمکې پرې ابادې شوی، خو دلته هیچا ترې استفاده ونکړه، زمونږ دشتې د تندې نه وسوزیدې او نه مو چيرته د برق بند پرې جوړ کړو.
۸. د پاکستان ټول پاپړ، د وخته تیرې شیدې، او جوسونه، بسکټ، ژغ ډبلي، سیمنت، د برق سامانونه، تعمیراتي سامانونه او داسې نور ډیر خوراکي او غیر خوراکي توکي په افغانستان کې پلورل کیږي چې هر کال ترې په میلیونونو ډالر ګټې لاسته کوي.
۹. په زرهاوو پاکستانې د استاد په نوم او یا په بل نامه په افغانستان کې کارونه کوي او په لکونو ډالر هره میاشت پاکستان ته ګټه اړوي. پخوا که په افغانستان کې د استادانو کمبود وو، خو اوسمهال په زرهاوو د ماسټر تر کچې کدرونه لرو. چې اوس ولي دا شخصي پوهنتونونه پاکستانیانو ته ترجیح ورکوي؟ تاسو باور په خدای وکړئ چې د پاکستانیانو نه افغانان سل چنده ښه دي. ولي دولت یی غم نه خوري؟
۱۰. د تروریزم خلاف جنګ په نامه هر کال پاکستان د امریکی نه په میلیونونو ډالر اخلي تر څو طالب له مینځه یوسي، خو دا یوه مشترکه پروژه ده چې امریکا په میلیونونو ډالر پاکستان ته ورکوی ترڅو تروریزم نور هم غښتلې شي.
۱۱. هر کال د پاکستان دولت د افغاني مریضانو نه په میلیونونو ډالر لاسته راوړي. که چيرته دلته امنیت ښه واي، نو ښی ښی شفاخانې به مو لرلای او د پاکستان تګ ته به هیڅ حاجت نه پاتې کیدو.
۱۲. د پاکستان په زرهاو لارۍ او ټرکونه د شیرخان بندر پورې خپل تجارتي مالونه منځنۍ اسیا ته رسوي خو زمونږ ټرکونه او غټې لارۍ د پیښور نه اخوا اجازه نلري. دا ولې د مور او میرې سلوک راسره کوي؟ خو زه خیر دا دې هم په انارو او بلا دې ورپسې شي خو کاش چې په دغو ټرکونو کې یی بمونه او بارود نه رالیږل. کله د غوړیو په کوتیو کې او کله د سیمنټو په بوجیو کې بمونه او بارود رالیږي.
۱۳. د افغانستان غریب او بیچاره وګړي په ډیر زحمت قالینې جوړوي، خو د هغې د صفایی لپاره ماشینونه نلري او پاکستان ته صادریږي چې پاکستان یی په خپل نوم په نورو ملکونو کې په لوړ قیمت پلوري او افغانانو ته یی لس سلنه ګټه هم نه ورکوي. حتی ډیرو ازبکو او ترکمنو ته یی پیژندپاڼې هم ورکړي ترڅو دوی تشویق شی او په ډاډه زړه کار وکړي.
۱۴. په زرهاوو ټنه وچه او تازه میوه په ډیره کمه بیعه په پاکستان پلورل کیږی خو پاکستان یی د خپل نوم لاندې په غټ قیمت په بهرنیانو پلوري. خو چې کله تازه میوه لکه آم یا مالټې د پاکستان څخه راځي نو په دومره لوړ قیمت یی راباندې خرڅوي چې په یورپ کې به هم ترې ارزانه وی. تاسو به سږکال د آمونو بیعې لیدلي وي چې یو آم په ۶۰ افغانۍ پلورل کیدو.
داسې ډیر مسایل شته چې باید غور پرې وشي خو بیا هم پورته ذکر شویو یو څو ټکو کې هم د پاکستان ګټې خوندي دي چې فقد ۵ فیصده طالب ګل ته ورکول کیږي چې په افغانستان کي امنیت ته ګواښ پیدا شی او بهرنې پانګوال ونشي کړای دلته په پراخه کچه سرمایه ګزاري وکړي، کنه افغانستان هر قسم هوا، هر قسم غر، پراخه دښتې، د څړ ځایونه، د کروندې لپاره برابر ځایونه لري، خو افسوس چې د دغو اجیرانو له لاسه امنیت نلري.
که دوې صاحبان په رښتیا جهاد کوي نو اول دې ورشي او په دوبۍ کې دې جهاد وکړي. دوبۍ هر کال په بلیونونو ډالر یواځې د سیاحت نه لاسته راوړي چې اکثره یی اروپایان، امریکایان، استرالیایان، چینایان، جاپانیان او داسې د نورو مترقی ملکونو خلک دي. هر قسم عیاشي پکې وجود لري؛ د زناکه بازۍ نه نیولې تر جوارۍ پورې. شراب خوري خو بیخې عامه ده. بربنډ ګرځیدل پکې یوه عادي خبره ده. نو دوی صاحبانو ته بهترین د جهاد ځای خو هاغه دې. دوی اوس ولې جهاد یواځی په افغانستان پورې تړلې دې؟ دا امیرالافغانستان دې او که امیرالمومنین؟
که هغه لیرې وي نو بیا یی اول جهاد په پاکستان ولې رواه ندې؟ د پاکستان د ازادیدو نه تر اوسه پورې د لاډمیکال قانون دې. ايا د الله ج قانون به بهتر وي او که انګریز؟ دوی د خپل وطن د بقا په خاطر او د انګلیس د خوشحالولو په خاطر د جمعې مقدسه ورځ یی په یکشنبې بدله کړه. خو د الله ج خوشحالول ددوې په فکر کې نه وو. په ښکاره ډول په زرهاو د هیرامنډي په شان مردګاو خانې پکې وجود لري چې په ښکاره ډول زناګانې پکې کیږي او د پاکستان دولت یی ټکس یا مالیه اخلي. هغه د زناګانو مالیه افغانستان ته د جهاد لپاره د افغاني جاسوسانو په لاس رالیږی او طالب ګل یی د جنت په طمع د وطن په ناامنۍ کې مصرفوي. بله دا چې د پاکستان ټول بانکي سیستم په سود روان دې او سودخور د الله ج ښکاره دښمن دې. نو دې صاحبان ولې د الله ج د دښمنانو سره جهاد نه کوي؟ د ټولو نه غټه خبره خو داده چې تاسو به د استاد یاسر خبرې اوریدلې وي چې ویل یی پاکستان د امریکایی کنټینرو څخه په میلیونونو ډالر د ترانزت په نامه مالیه اخلي او په ښکاره ډول یی ټول مهمات اوس هم د پاکستان د لاري نه راځي. که په رښتیا هم د پاکستان سره د اسلام غم وي نو اول دې امریکایی قطارونه بند کړي. پخپله به امریکا د ماتې سره مخ شي. دوی غل ته وایی غلا کوه او د کور خاوند ته وایی بیدار شه. طالبان خو همدوی تباه کړل. هر هغه څوک چې د دوی ګټې خوندي ساتي، په ټول پاکستان کې ازاد ګرځي، خو که هر چا یوه خبره د ای ایس ای خلاف وکړه، نو په هماغه ورځ به نه یی. نو اوس ولې طالب د پاکستان په اشاره جهاد کوي؟ ایا دا جهاد فی سبیل الله دې او که جهاد فی الباکستان دې؟ ایا دوی پوهیږی نه او که مجبوره دي؟
نو اوس جوته شوه چې دا روان سوړ جنګ نه د اسلام دې او نه د اسلام په ګټه دې. دا ټول د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره اوبه خړول دي. که خبره د جهاد وي خو لږ د افغانستان څخه اخوا دیخوا دې هم نظر واچوي چې هلته جهاد وکړي. خو نه، خبره د ګټو ده، نه د اسلام. نو اوس تاسو وایاست چې آیا پاکستان غواړي دا دومره ګټې د لاسه ورکړي؟ هیڅکله هم نه. یواځې د افغانستان په نا امنیو کې هر کال د پاکستان په ټریلیونونو ډالر ګټې دي. نو خیر که ددې ګټو یو څو فیصده بیرته د افغانستان په بربادۍ کې مصرف شي، څه فرق کوی. تاسو داسې انګیرنه وکړئ چې که چیرته امنیت تامین شي، بهرني او داخلي پانګوال وکړای شي پانګه اچونه وکړي، کارونه زیات شي، تجارت زیات شي، خپلې دښتې ابادې شي، ما او تاته پکې لس لس جریبه زمکه ورسیږي، بندونه جوړ شي، برق راتیر شي، د خپل ګاز او نفتو خاوندان شو، د خپل کور او موټر څښتنان شو، نو ایا د پاکستان کور به ړنګ نشي؟ د پاکستان ګټې به زیانمنې نشي او د افغانستان ګټې به خوندي نشي؟ افغانستان به د خپل ډیورنډ پوښتنه ونکړي؟ نو اوس ووایاست چې جنګ د ګټو دې او که د اسلام؟ په افغانستان کې مسلمانان اوسیږی او که د پاکستان پشان عیسویان؟