څوک د ښکلا په سمندرکـــې ښايستونه لمـــــانځــــــي
څوک د رنګونو په محل کې ماښامونه لمــــــانځــي
د چا د ژوند وروستۍ شـــــــېبې دي په ســلګو پراته دي
د چــــــا جامـــې په وينو رنګ دي خـــــپل ټپونه لمــانځــي
مونږد ژوندون په ميکده کې جــــام په اوښکو ډک کړ
په بــــــڼو اوښـــــکو اويزان د زړه دردوـــــــنه لمــانــځـــي
مجنون دنـيا نـــــه بې خـــــــــبر غـــم د جـــــانـــان پېــــــــژني
په محبــــــــت کـې بنـــــديوان خــــــپل ارمــــانونه لمــانځـــي
وصـــــال د زړه پـــــــــه ويــــــــــنو بــــــــيا لـــــــــګـــــيا دى
د لــــــيونۍ ميــــــــنې رنګـــــــــــــونه لمــــــــــــــــانځـــــــي
مرام راډيو، محمد واصل ((وصال))
وروستي