دغره په لوې لمن کې د چينۍ په لورې تلمه
ومه تندې ايسار کړاې د اوبو خواته ورتلمه
داد پاس غرونو ځنګله کې يوه ځاله د مرغې وه
د ګرګرو په خاښو کې ناسته غلې خواره کې وه
اخوا ديخوا يي کتلې دا دونيا يي ټول څارله
زه دوني لاندې تيرشوم په ښايستو سترګو کتله
هسکه غاړه په خندا شوه ويل ګلې ستړې مه شې
په ځواب مې ورته وويل ګلې ته هم خواره مه شې
په سندرو په نڅا شوه ډير ښايسته وه لکه زاڼه
هسکه غاړه وه نيولې جګ غرور کې د هرچا نه
زرين وړانګه ځليدله زما سترګو ته ښکلا شوه
په ورورو نژدی کيدمه خوحيرانه وارخطا شوه
په پښتنو باندې پيل کړه ويل ووايه چې څوک يي؟
يوپوښتنه لرم تانه زما پښتنو ته که هو کړی
ماويل غلې مرغکيه! بې وطنه مسافر يم
د جنګونه تښتيدلې فرارې دخپل وطن يم
دا په لپه مې چې ګوري داد سولې يو سوغات دی
ما دانه درته راوړی ستا د هيلو کرامات دی
افسانه درته راوړی په ځولې کې مې سوغات دی
زما دمينې ملغرو نه اوس جوړ درته کتاب دی
ويل نه په دام مې نيسی دې چلو سره اشنا يم
په انسان کې رحم نشته ټوپکو سره اشنايم
زه هم باز يمه مرغې يم زما سينی لاندې هګي دي
ما سينې لاندې نيولې په هګو کې مې مرغې دي
پسرلو ته انتظار يم زما د زړه يو څوقطری دي
چې ښايسته بهاران راشي خوږ نسيم ځان سره راوړي
زما د مينې ګلان وا شي يو بدلون ځان سره راوړي
خشک سالي يمه ځپلې خوږ ژوندون ځان سره راوړي
زه دسولې انتظار يم که سمون ځان سره راوړي
د باروت په لوګو وسم په ويالو که باران راشي
زه هرات هم انتظار يم که هري په خندان راشي
کرکه ورکه شي له مانه سوله بيا په خندان راشي
زه سوچو نو کې شوم ډوبه ما ويل ووايه چې څوک يي؟
داسی نه ښکاری مرغيه
چې په دغه لوې ځنګل کې ته يواځې به اوسيږی
ويل زه يوازاد باز يم تر فلکه پوری ځمه
خپل وزر په پرواز کې تر اټکه پوری ځمه
درته وايم قهرمان يم داسيا زړه کې پر واز کړم
د حفيظ دزړه ارمان يم زه ازاد افغانستان يم
وروستي