د تورو سترگو
تور باڼه د جانان
يوورځ په زړه مې خښ شو
اوس يې ويستل ډير گران دي
د
ماخودمخه ورته وويل خلکه
سترگې لندې باڼه غشې ياره
زما دزړه يې ساته
داسې نه
چي په کتو کې راته زړه زخمي کړي
زه چې له څه ويريدم هغه وشو
زما د زړه طوطي په دام کې کيوت
اوس يې له دامه خلاصول ډير گران دي
اوس به زه څه کومه
د جانان تورو سترگو
دې جادوګر نظريې
زمانه زړه يوړلو
اوس به زه څه کو مه
اخيرمحبوب مجبور شو
چې ورته دا ووايي
د زړه بدل کې راته زړه راکړه اوس
محبوب شاه محبوب پيښور ګلدره
وروستي