دسولې کاروان خپل لاروي پرېښودل!

دسولې کاروان په ١٣٨٦هـ ش کې د حاجي عبدالظاهر ((قدير )) لخوا هغه مهال تاسيس شو کله، چې نوموړى په تخار ولايت کې د خپلې دندې پرمهال دنشه يي توکيو پر قاچاق تورن او له امله يې له خپلې دندې ګوښه کړاى شو.
د نوموړي کاروان په جوړېدو سره د ښاغلي ((قدير)) په کړو وړو کې دپام وړ بدلو ن راغى، د ده د حويلۍ هغه دروازې،  چې پخوا به د ده سره د يو چا د ليدو پر مخ د نوموړي د ساتونکو لخوا د څلورو او يا پنځو زرو  روپو په بدل کې پرانېستل کېدې، اوس بغير د کوم شرط څخه د هر وخت لپاره وړيا پرانېستې وې، په لومړيو  کې ښاغلي ((قدير)) ننګرهار کې مېشت ځينې فرهنګيان او هغه شخصيتونه چې په ولس کې يو څه محبوبيت او نفو ذ درلود ، خپلو شخصي ناستو ته وخت په وخت بلل او ورته به يې په سپيڅلي موخه د کاروان د لاروي توب بلنې ورکولې، چې نوموړي په خپلو خبرو کې (( غرغوښه)) او (( سيند خوروا)) کولو سره په ډېرو خلکو باندې رسمي دندې پريښودې او  نوموړو به هم ورسره په يو سپيڅلي موخه د ملتيا ژمنې کولې همدا لامل و، چې کاروان په ډېر لږ وخت کې په زرګونو پلويان پيداکړل، د ننګرهار پر مرکز جلال آبا سربيره شاوخوا ولسواليو او مشرقي ولايتونو ته هم د کاروان غړيتوب فورمې ورسېدې، په کليو او بانډو کې ملکان او قومي مشران په سپينو ږيرو د کليوالو د کورونو دروازو ټکولو ته وهڅول شول،  نوموړو به په خپلو شخصي لګښتونو کليوال ځوانان خپلو دېرو ته راغونډول، خواران به يې تير ويستل، د کاروان لمن به يې پرې رنګينه کړه، داسې ورځ به کمه راتله، چې له سلو کم ځوانان د پاخه عمر لرونکي او يا هم سپين ږيري د حاجي عبدالظاهر ((قدير)) د ليدلو په موخه دده حوېلۍ ته رانه شي، کنه هره ورځ خو به له سلو شاوخوا زياتو خلکو د ِښاغلي ((قدير)) سره کتل بس هماغه متل شو چې وايې:( پک ته ښځه نه پيداکېدله، چې پيدا شوه، مخ يې له ويښتو ډک و). تقريباً  اتياسلنه خلک کاروان سره د پښتو په ننګ ملګري شول او ډېرى وو به ويل، چې پښتانه اوس ټوټې شوي پکار ده چې د سر سړى ولري د دوى دغه تمه د حاجي عبدالظاهر (( قدير )) څخه کېدله ښاغلي (قدير) په دې دوه کالو کې يو څه صحي او اجتماعي کارونه هم وکړل لکه په اطرافونو کې د ناروغانو وړيا درملنې، په غريبو خلکو د دارو درمل وېش، په جلال آباد  کې د رڼا په نوم د يو تعليمي مرکز جوړول او د دې ترڅنګ ځينو ځوانانو سره څه مالي مرستې خو ؛ دا ټول د خلکو د هغې بې کچې مينې پر وړاندې هېڅ نه دي؛ځکه چې ډېرو لارويو ته د کاروان په سر کورنۍ ستونزې پيداشوې، له مور، پلار، او ورونو سره خپه شول خو د کاروان ملګر توب يې پرېنښود.
همدارنګه کاروان خپله يوه رهبري شورا لري. چې په هغې کې د څارنې ډله، منشي او د داخلي او بيروني کارونو ترتيب کوونکي شتون لري د نوموړي شورا غړي ښاغلى (قدير)  ته د کاروان د نورو غړو په پرتله له هر چا ځکه د باور وړ دى چې دوى ته يې پخپل کړي سوګند ورونه ويلي. که حقيقت ته وګورو نو رښتيا هم بايد په دوى تر بل هر چاپر ښاغلي قدير ډېر باور وکړي، ځکه همدا شل نفره دي چې کاروان ته يې لاروي موندلي او هر يو يې د زر او دوه زرو په شاوخوا کې نفوس لري. دوى په نورو کليوالو سيمو کې خپل استازي لري چې هغوى هلته په فعاليت بوخت دي  کله چې کاروان کومه غونډه ولري نود نوموړې شوراغړي خپل استازي خبروي او د هغوى په مرسته غونډو ته د حيرانتيا وړ ګډون کوونکي پيداکوي؛ خو په دې وروستيو کې له (قدير) څخه د رهبرۍ شورا ډېرې غړي خپه ښکارېږي،  چې اوس د يو منشي په ملتيا شپږ يا اووه نفره غړي او هغه هم په نه زړه له کاروان سره نيمه ژوبلې اړيکې ساتي، نور تر نيمايي زيات يې بيخي د کاروان په لور نه ورځي او لامل يې د ١٣٨٨ د زمري د ٢٩ نيټې د انتخاباتو وروسته له دوى څخه د حاجي مخ اړول بولي. شايد د حاجي هغه سپيڅلې موخه همدې انتخاباتو پورې تړلې وه، ځکه تردې وړاندې دوى سره د حاجي تودې ناستې ، وخت نا وخت تيلفوني اړيکې او ان تر دې چې د هغه شخصي خونې په رسمي او غير رسمي وخت کې د ورتلو صلاحيت، دا ټول هغه څه دي چې د بيا ځل کېدو تمه يې دشورا دغړو له زړونوڅخه وتې ده، لکه څنګه يې چې د اوس لپاره دا هر څه پر مخ تړل شوي دي. په دې ورځو کې د کاروان يو عادي لاروى څه چې د رهبري شوراغړى هم نه شي کولى له (قدير) سره وګوري هغه خپل ټول شخصي ګرځنده ټيليفونونه بند کړي که يې له سکرتر او يا ساتونکو څخه وپوښتى نو درته به په ځواب کې ووايي: حاجي نشته له چاسره ناسته لرى او ياهم په څه مهم کار باندې بوخت دى)) حال داچې ښاغلى ((قدير)) چې سهار په خونه دننه شي تر ماښامه د ناراستۍ په خوب ويده وي که تاسې لاړ شئ او وګورئ؛ نو د کاروان د دفتر او يا د حاجي د حويلۍ دروازې ته به هغه څوک ووينې چې تر دې ګړۍ يې کاروان ته د لارويو په موندلو مخونه سپيره او شونډې وچې اوښتي وي، نه به يې څوک د پخوا په شان هرکلى کوي او نه به د حاجي د ليدو نعمت ورپه برخه شي. دا په داسې حال کې ده چې د اسد د ٢٩ نېټې د انتخاباتو وړاندې ښاغلي قدير د ښاغلي کرزي څخه په ملاتړ تودې غونډې کولې،  نوموړو غونډو ته به د اطرافونو څخه په کرايي موټرو کې د رهبرۍ شورا د غړو په هڅوخلک راوړل کېدل چې اوس زياتره د رهبرۍ شورا غړي خپل کورونه په جرګه ويني، هغه ډېريوران ترې خپلې د موټرو کرايي غواړي چې د دوى په بلدتيايې د کمپاين غونډو ته خلک راوړي ول.
اوس چې د مرکزي شورا غړي د خلکو د پيسو د تر لاسه کولو په موخه د حاجي ليدو ته ورشي نو له ورايه په دروازه کې د ساتونکو لخوا ورته ويل کېږي چې حاجي له تاسو سره د ليدوڅخه بښنه غواړي.
شايد ښاغلي کرزي ورته دانتخاباتي غونډولګښتونه ورکړي وي.که يې وکړي وي؛ نو ولى(قدير) دخلکو پورونه، نه ورکوي؟ هو شايد ښاغلي قدير پرې، په کاروان خپل د تېروکلونوکړو لګښتونو جم پوره کړى وي .او که چېرته  يې  نه وي ورکړي؛ نو معلومېږي چې له کرزي نيولې اودکمپاين ټول ملګري يې ګانګړپان ول. ژوندۍ بېلګه يې دکاروان دلارويو ده چې درهبرۍ شوراغړي اوهمدارنګه هغه ملکان او قومي مشران چې په خپلو شخصي لګښتونويې دکاروان دبرياليتوب هلې ځلې کولې،  پکې پک او پمن، بالايي د خلکو (( ډريورانو)) پور وړي پاتې شول،  فقط يو څو محدودو کسان او د ده ځينې نږدې ملګري  تازه څټونه ګرځي.
شايدښاغلى قديردخلکو پروړاندې  يوځل بيا خپل ځان ښکاره او خوږکړي؛ خوموخه به يې راتلونکې پارلماني ټاکنې وي، کنه وروسته دپارلماني ټاکنو به وګورئ ، چې څه ګلان کري هسې خو يې خپل ځان يوځل وښوده چې څه يې وکړل او په خپله تېره کړې خبره کې څومره ژمن پاتې شو.
دا چې شيرزى له کندهاره راغى او په ننګرهار کې د بيارغونې اتل شو؛ او ښاغلي قدير  په خپل کور کې د خلکو په حق خېټه اچولې او پټيږي، په خداى! ډېره بې پښتو خبره ده. هغه خلک چې د يو پښتون په نوم يې ده ته دکاروان دپرانېستې په غونډه کې د مشرۍ پګړۍ په سرکړې وه څه فکربه وکړئ.
افسوس، د هغو خلکو په حال چې په پاکو نيتونو او سپيڅلو هيلو د کاروان لارويان شوي ول.او په ټولنه کې يې خپل دنګ شخصيتونه دکاروان دلارې ګردونه هم نه شول . زما خودکاروان په دې نيم لاري ملګرتوب، دټولو سياسي حزبونو څخه زړه تور شو او دخلې ټولنې خوارولس ته هم داوايم چې نوردې دداسې منحوسو څېرو په بدلون نه غولېږ ي. او که چېرته دبياځل لپاره دداسې خلکوڅخه دخوخلکو تمه کوي  نو لرې نه ده چې ټولنه کې دې وګړي يو ځل بيا لارور کې شي.
دې ولس ته ديو حقيقي رهبر په هيله
٢٥/٦/١٣٨٨