غزل

غزل
تا دښایست د پیغلتوب ګلونه وټوکول
سم ګلبدن شوې دا د څنګ رنګو نه وټوکول
***‎
تا خو ویل زه به نور ده پرهر  خولې تړمه
پښتونه ستا پرهر خو بیا زخمونه وټوکول
***
ما د کابل خېبر په زړو کې انقلاب غوښتلو
دې دواړو غاړو خو واپس اورونه وټوکول
***
موږبه مهجوره دبل وینو نه نفرت کولو
نن راته خپلو ځمکو سره ډنډونه وټوکول
***