د  اسرائیلو یهودي صدراعظم او نبوي سنت

  په ۱۹۷۳ کال کي د عربو او اسرائیلو تر منځ د جګړي سیوری خپور وو ، یوه ورځ د امریکا د وسلي جوړولو د یوي کمپنۍ مشر اسرائیلو ته راغلی وو ، د لومړي وزیر د دفتر رسمي وخت پای ته رسیدلی و، د اسرائیلو لومړي وزیر ګولډ امئیر د وسلو جوړلو د کمپنی مشر خپل کورته د ملاقات لپاره ور وغوښت ، لومړي وزیر میلمه خپلي اشپز خاني ته بوتللو په چوکي يي کیناوه او په خپله د چای په تیارولو لګیا شو، لیږ شیبه وروسته يي چای تیار شو، یوه پیاله يي میلمه ته ورکړه، یوه پیاله يي ځان ته کيښودله او یوه پیاله يي په دروازه کي ولاړ امریکايي ساتونکي ته ورکړله، د چای څښلو په وخت کي د وسلي د اخستلو په شرایطو خبري وشوي، لومړي وزیر تر خدای په اماني مخکي پیالي پریمنځلي، المارئ کي د ایښودلو په وخت  يي میلمه ته وویل چي مونږ ته دا سودا منظوره ده . لومړي وزیر ګولډ امیئر راتلونکي ورځ د اسرائیلو د کابیني په غونډه  کي د سودا جزیات وړاندي کړل، له دي ستري سودا سره ټولي کابینه مخالفت وکړ او د وسلو اخستلو دا پریکړه يي رد کړه،  کابیني لومړي وزیر ته وویل چي د اسرائیلو اقتصاد دا مهال د بحران ښکار دی ، که چیري دا خریداري وکړو اسرائیلي ولس مجبور دی چي تر کلونو پوري د ورځي یوازي په یوه وخت ډوډی اکتفاء وکړي . ګولډ امیئر د کابینی د پریکړي په تاید سره وویل چي که مونږ دا جنګ وګټو تاریخ به مونږ فاتح ولس یادوي ، کله چي تاریخ کوم ولس د فاتح ولس په نوم لیکي هغه بیا دا هیروي چي چي دي ولس څومري لوږي تیري کړي، د ورځي يي څو واره خوراک کړی، د دوی په بوټونو کي څو غارونه  وو یا يي هم د تورو پوښونه څومره شکیدلی وو ، فاتح یوازي فاتح وي . کابیني چي کله د ګولډ اميئر دلائیل واوریدل ، د نوموړي په وړاندي يي وسله کیښودله او له امریکا سره د وسلي د اخستلو پریکړه وشوه ، وروسته بیا په دي وسله اسرائیلو عربانو ته ماتي ورکړه . له جنګ څخه ډیره موده وروسته د واشګنټن پوسټ نماینده له ګولډ میر سره مرکه وکړه، په مرکه کي يي لومړی سوال دا ځني وکړه چی له امریکا څخه د وسلو د اخستلو  لپاره ستا په په ذهین کي چي کوم فکر وو دا سمدستي ذهن ته درغلو او که دي له مخه په دي خبره فکر کړی وو ؟ ګولډ میر ورته ځواب ورکړ، ما دا ځواب د خپلو دښمنانو یعني د مسلمانونو د پیغمبر له تاریخ څخه زده کړ، ما چي کله د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند تاریخ وکتلو، کله چي نوموړی وفات کیدلو د څراغ د تیلو لپاره ورسره پیسي نه وي، مګر د حجري په دیوالوانو يي ۹ توري را ځوړندي وي، ما چي دا واقعه مطالعه کړله دا سوچ مي وکړ چي په دنیا کي به څومره خلګ د مسلمانانو د هغه وخت له کمزوري اقتصاد څخه خبر وي، مګر په دي ټوله نړۍ پوهیږي چي مسلمانان د نیمي نړۍ فاتحین دي، نو ځکه ما فیصله وکړله چي که زه او زما قوم تر کلونو پوري وږی پاتي کیږي یا هم د مسلمانانو په څیر د پخو کورونو په ځای په خیمو کي واوسیږي هم د وسلي د اخستلو سودا به کیږي تر څو  د هغو مسلمانو په څير  د فاتح ولس نوم وګټو چا چي نیمه نړۍ فتحه کړله . مګر نن دوی خپله تاریخ هیر کړئ په دي ډول مونږ د فتحي یوه چانس لرو . د شفق فضل حسین له کالم څخه اقتباس 
ژباړه : شفیق احمد ریان