اې خدايه ولې ؟

اې خــــــدايه تا مـــــــونږه يــــــو ځای پــــــيدا کولو ولې ؟
چــــــې دې يـــــو ځای کړو بـــــــيا دې بيرته بيلولو ولې ؟

مــــينه دې راکـــــــړه د دې مــــــينې ضـــــرورت څـــــه وو
زما بربادۍ کــــــې لويه خدايه ســـــــتا حکمت څـــــه وو

زمــــا د ژونـــــــد په لاره ټـــــوله خوشــــــحالــــي پرته وه
هـــــــر وخت پاچا وم زړه کــــــې تل زمـــا ښادي پرته وه

نـــــــو زما ژوند دې د هـــــــجران په اور ســـيځلو ولې ؟
اې خـــــــدايه تا مـــــونږه يو ځــــــای پيدا کــولــــو ولې؟

مــــــينه کــې هر څه ښکلي هم پکې ژوندون ښکلی وي
چې کلــه بيل شوم اوس به وايم چې بيلتون ښکلی وي

دا ژوندون څه کړم چې تريخ شوی دی د زهرو په رنګ
اوس راله مــــرګ راکړه قبول مــــې دی د نورو په رنګ

کـــــور خو مـــې وران شو د زړه ښار دې ورانولو ولې ؟
اې خـــــدايه تا مــــونږه يـــــــوځای پيدا کــــولــــو ولې ؟

زه به دې ولــــــړزوم عــــــــرش په دعــــــــاګانو خـــــپلو
دا کــــــــايــــــنات به دې ژړوم په ژړاګــــــــانو خـــــــپلو

مــــــــــينه اوس راکــــــــړه مينه غـــواړمه زمــــا مالکه
اوښـــــــکې اوس نشته ويــــــنې ژاړمــــــــه زما مالکه

چـــــــــې زړه دې راکړو ترينه يار دې وويستلو ولې ؟
اې خــــــدايه تا مــــــــونږه يوځای پيدا کــــــولو ولې؟

خــــــــپلواکه ميــــــنه دلته نــشته بس نفرت خرڅيږي
دلتـــــــه څـــــوک زړه نلري دلــــــــته جهالت خرڅيږي

دا دنــــــــياګۍ ده فـــــــريب ناکــــــه،فريب ناکه دنيا
ميـــــــنې قتليږي دا دنيا ده وحـــــــشت ناکـــــه دنيا

چـــــــې دې کړاو راکړو نـــــوژوند دې راکولو ولې ؟
اى خــــــدايه ! تامونږه يوځــــــــاى پيدا کـولو ولې ؟