په لندن کی دادب او فرهنګ مينه والو ته


په لندن کې دافغان ليکوالو فرهنګي ټولنه داکټوبر په لسمه يوه علمي ادبي اوفرهنګي غونډه جوړوي . په دغه غونډه کې دمشاعرې سربيره دهيواد دنامتو ليکوال او مورخ استاد حسن کاکړ( دافغان او انګليس درې جنګونه) په نوم کتاب ، چې په لندن کې دافغان ليکوالو دفرهنګي ټولنې له خوا تازه چاپ شوی دليکوال اوشاعر ښاغلی شهسوار سنګروال او دښاغلی قاسم خان مندوخيل له خوا ددغه اثر په باب څېړنيزې مقالې هم وړاندې کيږي . همدا ډول پوهاند استاد حسن کاکړ به هم دتيلفون په ليکه دغونډې برخه والو ته خپله لنډه وينا واوروي :
په لندن کې ټولو ليکوالو شاعرانو او دفر هنګ مينه والو ته بلنه ورکوو ،چې په خپلو راتلوسره زموږ غونډه لا پسې رنګينه کړي .
 
دغونډی دتالار پته او وخت په لاندی ډول دی:
 
Copthall School
Pursley Road
London, NW7 2EP
 
وخت: دماذيګر څلورنيمی بجی
نېټه : داکټوبر لسمه دشنبی ورځ
 
دضرورت په وخت کی په لاندی نومرو اړيکی ونيسی
 07988626463 يا 07852461746