اتلسم ګیټ:

 
د لوی اختر پنځمه ورځ وه اوما دخپل زوی سره دهندوستان څخه دراتلو پرمهال ددهلی نړیوال ډګر په ترمینل کی د۱۸ ګیټ په لټه کی ؤ ، دترمینل په اوږدوکی مو ډیر مسافرین دواړو غاړوته ولیدل چې دخپلو الوتکو په انتظارکي ناست وه ،عموما ټول خوشحاله معلومیدل ښکلی جامي یی اغوستي وی  او خنداوی یی اوریدل کیدي اوورسره ماشومانو یی یوی اوبلي خواته ځغستاوی کولې . موږ مخ ته روان ؤ بالخره مو ۱۸ ګیټ پیداکړ ، البته نه دنصب شوو لوحو په ذریعه بلکه دافغانانو دلباسونو او خبروڅخه پوه سوو چې دا ګیټ د اریانا الوتکی لپاره دی .
دلته ۴۰ یا ۵۰ افغانان ناست وه ، چوپه چوپتیا وه بعضی به ارام ارام ږغیده . دا افغانان دتفریح لپاره نه وه راغلي ، اکثره یی ناروغان وه ، دري څلور زاړه کسان په ارابه داره چوکۍ کي ناست وه ، ددوو دروکسانو په خوا کی لکړي پرتي وی او پښی یی په سپینو ګچو کی پلستر سوی وی . دډیرو ناستو بي وزلو افغانانو جامی خیرني ښکاریدي او دا حالت دافغانستان دغربت اوبي وزلۍ ښه تمثیل کاوه .
زما په مخ کی یو ځوان ناست ؤ اوخپل مخ یی په دستمال پټ کړی ؤ. سلام می ورته ورکړ اوپه سرښورولو یی مختصر جواب راکړ ، په څنګ یی بل کس ناست ؤ هغه ښه اوږد روغبړ راسره وکړ اوویل څنګه راغلی یی ما ورته وویل چې زه دزوی دلیدو لپاره راغلی یم هغه دلته په زده کړو بوخت دی ، زما پلو ته رانژدی سو ترڅو کشری ورور یی خبره وانه وری هغه پخپل وارسره په کراره راته وویل چې کشر تنکی ورور یی ناروغ دی  دخولي په حصه کي سرطان لری ، ددي په اوریدو می یوځل بیا دي ځوان ته په غوروکتله ، ښه جګ لوړځوان ؤ ، د۲۰ یا ۲۲ کالو به ؤ پیک داره خولۍ یی پرسره وه او سترګی یی دهوايي ډګر پرلوري ښخي کړي وي اودمایوسي نښی یی دورايه ښکاریدي ،  ورور یی زیاته کړه چې دایی څلورم ځل دی چې هندوستان ته راځي دوه ځله یی جراحي عملیاتونه ورکړی دی اودا دوه ځلي یی دشعاع لپاره راوستی دی اوهست اونیست یی ټول په مصرف کړي دي اویو کور اویو دوکان لا ورته پاته دی په همدی شیبه کی یی اوښکی له سترګو راتوی سوی او دلنګوتي په شمله یی وچي کړی . موږ دواړه چوپ پاته سوو اوزه په چرتونو کی ولاړم او رایادسوه کله چې په ۱۳۵۵ کال کی چې زه دطب د پوهنځی په دوهم صنف کی وم نو دکوبالت دشعاعی درملني یوه لویه دستګاه دعلي اباد روغتون په خوا کی جوړه او افتتاح سوه اوهغه وخت سرطاني ناروغۍ دومره ډیري هم نه وي خواوس دشعاعی درملني لپاره خلګ مجبوره دي چې ترهندوستانه راسي .
دلودسپیکر ږغ زموږ چوپتیا ماته کړه او اعلان یی وکړ چې ګیټ بدل سو او۵۳ ګیت ته مراجعه وکړی . ټولو افغان مسافر په کنډ او کپر حالت کی ۵۳ ګیټ ته ځان ورساوه اوهلته کښینستو ، زوی به مي یونیم پوښتني کولي خو مابه لنډ جوابونه ورکول . ښځو یوبل ته ځانونه نژدي کړی وه اوپه خبرولګیا وي څو چې بیاږغ وسو چې دالوتکي پرلور وخوځیږو .
د ولي شاه طبیب لیکنه