
ټکنده غرمه وه چې زموږ کوچني سوزوکي جیپ دکوږک دپچومو په هسکه څنډه راتاوو سو او دوطن پراخه دښتونه اوغرونه موترسترګوسول،موږ څلورواړه هیجاني وو، پسله ډیروکلونو مهاجرته بیرته وطن ته راستنیدو زموږ مرستندویه روغتیایی موسسي تصمیم نیولی ؤ چې دروغتیایی کارکونکو دتربیی اوظرفیت لوړولو پروګرام په داخل کی پلی کړی . مجاهدینو په کابل اوولایاتو کی دچارو واګی خپلی کړي وی اوحالات ناڅرګنده وه.
داتر جان محمد چې ددریور په څنګ کی ناست ؤ دهمیشه په شان یی سګریت دخولي په یوه کنج کی ټیګ کړی او حلقي حلقي دودونه به یی قصدا دپیداګل دریور پرخوا ورپوف کړه ، دریور ته به بیا قهر راغي اوجان محمد ته به یی وویل که دي بل پلا دود زما پرخوا راپوف کړ زه به داسي ډکه خوله نصوار درباندی وپاشم چې بیا به ورته حیران سي.
داکترجان محمد ورته وویل پیداګله یاره نور یی نه څکوم او په دی همدی لحظه کي یی نیم سوخته سګریت اودسګریتو کوتي یوی شیلي ته ورګذارکړه اوویل چې وطن ته ځم ددي لعنته ځان خلاصوم .
زموږ موسسي پخوا لا خپله ارزیابي کړي وه اود ملکی روغتون دنوی ریس سره یی کتلي وه ، اودروغتون دمخکني وارډ تعمیر یی ورته ورکړی ؤ ، دروغتون خدمات ډیر محدود سوی وه اکثره واردونه خالي وه اوناروغان ډیر کم وه ځکه چې لازم خدمات نه وه ، اکثروشتمنو خلکو خپل ناروغان دملکه دباندي وړل ، بی وسه کسان مجبوره وه چې دموجوده محدودو صحی خدماتو څخه کارواخلی . دروغتون دبرق سیستم صرف څوساعته دشپی برښنا ورکوله ، درمل اولازم سامانونه نه وه ،دیرلږ پرسونل روغتون ته راتله .
زموږ موسسي دروغتون دتړل کیدو وروسته ټول سامان الات اوفرنیچر په درو لاریو موترانو کی لا وختي داخل ته استولي وه .
ښار ته نژدی وو ټول ستړی اوستومانه وو ، اوارام ناست وو ، ما دمقابل لوری یوترکتور ولید چې زموږ پرلوری راروان ؤ اودمیزونو ،الماریو او چوکیو ډک ؤ ،دتراکتور چلونکی ټوپک په غاړه ؤ ، داکترپرویز ته می وویل یاره پرویزه داوګوره دادچوکیو اومیزو ډک تراکتور چیري روان دی ؟ هغه هم ترډیره ورته کتل خودهیچا سره جواب نه ؤ.
ښارته داخل سوو ، هرچیری مو دمسلحو کسانو پوستي اوباټکونه ولیدل ، دفتر ته ولاړو اوهلته موشپه تیره کړه اوسهار دپیداګل سره په واړه جیپ کی روغتون ته راغلو ، دری لاري دسامانو ډک لاری موتران ولاړوه ،په روغتون کی چوپتیا وه ، داسی معلومیدی لکه یومتروک تعمیر . ددروڅلورو روزمزد کاریګرو په واسطه موزموږ اړوند سامانونه راکښته کړل اوپه اطاقو کی موځای پرځای کول ، موږ ټوله سخت مصروفه ؤ اوهریوه په علاقه سره کارکاوه ، درسي کوټي اوددفتر اوداوسیدو لپاره موکوټی وتاکلی او سامانونه موټول پرخپلو ځای کښیښودل .
ماپښین ناوخته بیداګل استاد دلوبیا دیګ بارکړ اوموږ په چایو اخته وو اوداکترجانو به کله پریوه اوکله پربل ټوکي کولي ، داکترجانو ډیري خوندوري ټوکی کولي موږ ورسره عادت ؤ هیڅوک هم دهغه څخه نه خفه کیدی .
موږ ټول پرخپلو چپرکټانو ناست ؤ چې یولوی درز سو ددرز سره کوټه دګرد ، دود نه ډکه سوه هیڅ مونه لیدله اوټول دچپرکټو راولویدو او په پروتي موتردروازي ځان ورساوه ، دباروتو توند بوی مو سږمی را وسوزولی ،موږ څلورواړه دهلیز ته راورسیدو دسپکووسلو ګورهار وار په وار ډیریدی ، اوپه ترځ کی به یی دثقیل اوماشیندار دوامدار ګرزهار به دسپکو وسلو په اوزانو کی راګډ سو ، پیداګل را ناري کړی ژوندی یاست موږټولو ورږغ کړه چې هو حال داچې موږ یواوبل نه لیده ، ټول سخت ویریدلي وو ، داکتر پرویز چې په دهلیز کی ددیوال وڅنګ ته خپلي عینکی لټولي ، هغه بیچاره بیله عینکو تقریبا ړوند ؤ خو باالخره یی عینکی پیداکړی اوپرسترګو یی کښیښودلي ،پیداګل راږغ کړه راکښته سي لاندي منزل ته موږ پرزینو راکښته سوو یو څه دوړی اوګرد ورک سوی ؤ ،پیداګل دزینو لاندي چې یوڅه محفوظ ځای ؤ وارخطا ناست ؤ موږ هم هلته ورغلو اوترزینو لاندی کښیاستلو ،دمرمیو ټک اوټوک ادامه لرله دغه وارډ چې موږ پکښی میشت سوو دسړک غاړی ته نژدی ؤ . دروغتون پرسر دیوه قواندان اود سړک هغی بلی غاړی ته دبل قوماندان قواوی پرتي اوپه سخته جګړه بوخت وه . په لومړیو ساعتونو کی دټوپکو دفیرونو سره به دکړکیو دهندارو دماتیدو اورا لویدو شرنګهار دمرمیو دږغ سره ملګری ؤ وروسته دهندارو شرنګۍ ورک سو ځکه روغه هنداره نه وه پاته سوي . موږ نه سوو پوه چې څه ډول ماښام سو اوڅه ډول شپه سوه ، دوه دری ساعته وروسته دوه شش پایه زره پوښان روغتون ته راننوتل ، موږ هغوی دوړي کړکی څخه ولیدل ، نورهم زموږ ویره زیاته سوه په دي سوچ کي ؤ چې دا دمقابل لوری دقوماندان قواوی دي اوموږ به هم دځایی قوماندان په پلویانو کی شمار اووژني . داکترجانو ژړغونی سو او وویل چې ماشومان مي واړه دی ، ماڅه بدوکړه چې راغلم ، پیداګل استاد پراوږه لاس ورکښیښود اوویل ،مه وارخطا کیږه الله ج مهربانه دی ،درودونه ووایاست اودالله څخه مرسته وغواړی ، دشش پایه زرپوشو غرهار نور هم زیات سو ، اوکرار کرار بیرته کم سو ، پیداګل دوړی کړکۍ څخه سرورپورته کړ اوویل زره پوشان ددی خوا دي ، څوشیبي وروسته جګړی نورهم زورواخیست اودزره پوشو دثقیلو ماشین ګڼو اواز هم پرورزیات سو . موږ ټوله په خپلو پریشانیو کی ډوب ناست ؤ . جګړی نوساني حالت غوره کړ کله به کراره اوکله به زیاته سوه.
دلوبیا دیګ ترډیر ه لګیدی اودسوځلي لوبیا بوی دباروتو دبوی سره ګډسوی ؤ، موږ دجګړی پرکرښه راګیرسوي وو.
سهار خواته جګړه ودریده ، دورځي رڼا کی مو یواو بل سره ولیده په خاورو دوړو لړلي ؤ ، پیداګل چې ددهلیز خواته ترکړکیو حالات څارلي وه راږغ کړه راولاړ سي چې ځانونه وباسو ، موږ هم په پیداګل پسي رهی سوو اوددیوالونو په څنګ کښی دروغتونه راووتو.