نړۍ د مارچ په 22 مه نېټه :


- نن ورځ د اوبو سرچينو نړيواله ورځ ده.
- په  1772 زکال کې په انګلستان کې غلام ساتل ناقانونه اعلان شول.
- په 1882 زکال کې د امريکا کانګرس دڅو ښځو په درلودلو بنديز لګوي.
- په  1904 زکال کې دلومړي ځل لپاره په انګلستان کې د «الوسټرايټېډ مېرر» په ورځپاڼه کې، رنګه عکس (انځور) خپريږي.
- په 1935 زکال کې دفارس (پارس) نوم په رسمي توګه پر ايران واړول شو، چې دا يو ناقانونه کار و او بايد د افغانستان حکومت اوملګرو ملتونو په دې باندې نيوکه کړې وای. د تاريخپوهانو له نظره دا د ايران د پراختيا غوښتنی سياست لپاره لومړنۍ ډبره وه، چې کېښودل شوه او اوسمهال يې د سه کشورفارسي زبان !؟ (ايران، افغانستان، تاجکستان) ډنډوره غږول يې يوه ښه بېلګه ده.
په دې ورستيو کې يوه تازه څېړنه ښيي، چې زياتره ايرانيان آريايي ندي.
- په 1945 زکال کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو ليګ بنسټ کېښودل شو، چې په لومړي سرکې يې مصر، سوريه ، لبنان، عراق، ترانس اردن (ننی اردن)، سعودي عربستان او يمن يې غړيتوب درلود.
 

 
- په  2004 زکال کې الشيخ أحمد اسماعيل ياسين، د حـماس  ډلې روحاني مشر او يو له بنسټ ايښودنکو څخه، د اسرائيلو په يوه پلان شوي بريد کې په داسې مهال ووژل شو، چې له جومات نه روان شوی و، له ده سره  درې تنه نور هم ووژل شول .