مــــــينه وه ادا وه ګـــــــــــــډه وډه شوه
ښــــــــــکلې مې ليلاوه ګډه وډه شوه
ماسره يې چې سترګوکې خبرې کړې
مــــــــيـنه يــې خــامخاوه ګډه وډه شوه
راغلـلـــو هــــــــــــجران پکې سوزيږمه
ښـــــــــــه جوړه سودا وه ګډه وډه شوه
خدايزده چې خــيرا راپسې چاوکړه
دژونديوه ښـکــلا وه ګډه وډه شوه
کامــياب ومه رقيب باندې نشه ومه
جـــــــــــوړه مې دنيا وه ګډه وډه شوه
ګــــــــــــوره عطاالله خودروغ نه ويل
خــــــــــبرصرف دملاوه ګډه وډه شوه
مرام راډيودنشراتوڅانګه دوشنبه داسدشلمه
وروستي